د ټرمپ ادارې اعلان وکړ چې د کډوالۍ او ګمرکونو پلي کولو ادارې په ایلینای ایالت کې عملیات پيل کړل
د ټرمپ ادارې اعلان وکړ چې د کډوالۍ او ګمرکونو پلي کولو ادارې په ایلینای ایالت کې وروسته له هغه عملیات پیل کړل، چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مصنوعي ځيرکتيا په واسطه جوړ شوی یو انځور شریک کړ چې پرې "د چیپوکالیپس وخت" لیکل شوي وو.
د ټرمپ ادارې اعلان وکړ چې د کډوالۍ او ګمرکونو پلي کولو ادارې په ایلینای ایالت کې وروسته له هغه عملیات پیل کړل، چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مصنوعي ځيرکتيا په واسطه جوړ شوی یو انځور شریک کړ چې پرې "د چیپوکالیپس وخت" لیکل شوي وو. وویل شول چې دا عملیات به په شیکاګو کې "هغه غیرقانوني کډوال په نښه کړي چې تر ټولو سخت جرمونه یې کړي دي."
د کورني امنیت وزارت) وویل چې د "میدوې بلټز عملیاتو" موخه د جرمي ډلو غړي، جنسي تېري کوونکي، انسان تښتوونکي او د نشه یي توکو قاچاقبرانو نیول دي.
د کورني امنیت وزارت مرستیالې، تریشیا مک لافلین، په نښه شوي کسان "په شیکاګو کې تر ټولو سخت جرمونه کړي غیرقانوني کډوال" وبلل.
چارواکو د ۱۱ کډوالو قضیې د بېلګې په توګه وړاندې کړې چې ډېری یې د مکسیکو او وینزویلا وګړي دي او پخوا د جدي جرمونو له امله نیول شوي یا محکوم شوي وو. دا کسان د ایلینای د "پناه ځای" قوانینو له امله، د کډوالۍ او ګمرکاتو د محافظت ادارې ته د سپارلو پر ځای له ځايي زندانونو څخه خوشې شوي وو.
د ایلینای والي جې بي پرېټزکر او د شیکاګو ښاروال برینډن جانسن، چې دواړه د ډیموکرات ګوند غړي دي، وویل چې دوی ته د عملیاتو په اړه مخکې له مخکې خبر نه و ورکړل شوی او دا یې یوه سیاسي ننداره وبلله.
پرېټزکر پر X ټولنیزه شبکه په یوه بیان کې وویل: "دا له جرم سره د مبارزې په اړه نه ده. دا ملاتړ او همغږۍ ته اړتیا لري... خو موږ په تېرو څو اونیو کې داسې څه ونه لیدل."
جانسن "له مناسبې قانوني پروسې پرته د احتمالي پوځي شوي کډوالۍ پلي کولو" په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه او هغو پېښو ته یې اشاره وکړه چې ICE پکې د متحده ایالاتو اتباع هم نیولي دي.
د شیکاګو د ښاري شورا غړې، جیلو ګوتیریز وویل، چې د ښار په سویل لوېدیځه سیمه کې د هغې له ګاونډ څخه لږ تر لږه پنځه کسان نیول شوي، چې یو ګل پلورونکی هم پکې شامل و. هغې ټینګار وکړ: "دا د تر ټولو بدو مجرمانو د نیولو په اړه نه وه، بلکې دا زموږ د ټولنو د وېرولو لپاره وشول."
له دې چاپو وروسته، د شیکاګو په بېلابېلو برخو کې لاریونونه پیل شول. زرګونو کسانو د ښار په مرکز کې لاریون وکړ او ټرمپ یې تورن کړ چې د کډوالۍ اړوند کړنې د ۲۰۲۶ کال تر منځمهاله ټاکنو مخکې د یوې سیاسي وسلې په توګه کاروي.
دا عملیات وروسته له هغه وشول چې ټرمپ ګواښ کړی و چې شیکاګو ته به د ملي ګارډ ځواکونه ولېږي. هغه دا ګام پخوا په لاس انجلس او واشنګټن ډي سي کې هم اخیستی و. ټرمپ پر "ټروت سوشل" ټولنیزه شبکه په یوه پوسټ کې لیکلي: "زه غواړم د شیکاګو له خلکو سره مرسته وکړم، نه چې زیان ورته ورسوم. یوازې مجرمان به زیانمن شي!"
"د چیپوکالیپس وخت"
ټرمپ د شنبې په ورځ پر خپله ټولنیزه شبکه یو داسې انځور خپور کړ چې د مصنوعي ځيرکتيا په مرسته جوړ شوی و او په هغه کې د شیکاګو ښار په اور کې سوځېده او چورلکې پرې الوتلې. دغه پوسټ د ۱۹۷۹ کال د ویتنام جګړې په اړه جوړ شوي فلم "اپوکلیپس ناو" ته اشاره وه.
ټرمپ دا پوسټ چې "د چیپوکالیپس وخت" نوم یې ورکړی و، له دې پیغام سره شریک کړ: "زه د سهار له خوا د شړلو (له هېواده ایستلو) بوی خوښوم...". هغه دا هم وویل چې د شیکاګو خلک به ډېر ژر پوه شي چې ولې د دفاع وزارت نوم د جګړې وزارت ته بدل شوی و.
له بلې خوا، د کورني امنیت وزارت (DHS) تایید کړه چې ICE په دې وروستیو کې په بوسټن او د ټیکساس په سویل ختیځ کې هم ورته چاپې وهلې دي او په دغو عملیاتو کې یې تر ۸۰۰ ډېر کسان نیولي دي.