منځنی ختیځ
3 د لوستلو دقیقې
اسرائيلو د اوربند سره سره په غزه کې هوايي بریدونه او د ویجاړولو عملیات زیات کړي دي
د عیني شاهدانو په وینا، د اسرائيلو پوځ د تېر اکتوبر له ۱۰مې راهیسې د نافذ اوربند د پرله ‌پسې سرغړونو په لړ کې د غزې په ځینو برخو کې تازه هوايي بریدونه، د ورانولو عملیات او ډزې ترسره کړې دي.
اسرائيلو د اوربند سره سره په غزه کې هوايي بریدونه او د ویجاړولو عملیات زیات کړي دي
اسرائيلو د اوربند سره سره په غزه کې هوايي بریدونه او د ویجاړولو عملیات زیات کړي دي / AFP
21 جنوري 2026

اسرائيلو د اوربند سره سره په غزه کې هوايي بریدونه او د ویجاړولو عملیات زیات کړي دي

د اوربند له پیل راهیسې د اسرائيلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۴۸۳ فلسطینیان وژل شوي او ۱۲۷۸ نور ټپیان شوي دي، په داسې حال کې چې غزې ته د بشري مرستو په رسولو محدودیتونه لا هم پر خپل ځای دي.

د عیني شاهدانو په وینا، د اسرائيلو پوځ د تېر اکتوبر له ۱۰مې راهیسې د نافذ اوربند د پرله ‌پسې سرغړونو په لړ کې د غزې په ځینو برخو کې تازه هوايي بریدونه، د ورانولو عملیات او ډزې ترسره کړې دي.

د انادولو خبريالانو راپور ورکړی چې د چهارشنبې په سهار د اسرائيلو جنګي الوتکو د غزې ښار ختیځې سیمې په شمال کې او د مرکزي غزې دیرالبلاح په نښه کړې دي.

عیني شاهدانو وویل چې د شمالي غزې او د غزې ښار سیمې دوه زورورو چاودنو ولړزوه، وروسته له هغه چې اسرائيلي ځواکونو د شمال د شیخ زاید سیمې ختیځ ته د ودانیو او تاسیساتو د ویجاړولو لپاره د ورانولو عملیات ترسره کړل.

په ورته وخت کې، د اسرائيلو سمندري کښتیو د غزې ښار د ساحل په لور د ماشینګڼو ډزې وکړې، پداسې حال کې چې یوې اسرائيلي چورلکې د ښار په ختیځو برخو ډزې وکړې. هغوی زیاته کړه چې په سیمه کې د فعالیت کوونکو اسرائيلي پوځي وسایطو له لوري هم د ډزو راپورونه ورکړل شوي دي.

د عیني شاهدانو په وینا، د جنوبي ښار خان ‌یونس په ختیځو ګاونډیو کې هم اسرائيلي پوځي وسایطو سختې ډزې وکړې.

تر اوسه د مرګ ژوبلې کوم راپور نه دی ورکړل شوی.

ملګري ملتونه اټکل کوي چې د غزې بیارغونې لپاره ۷۰ ملیارد ډالرو ته اړتیا ده

د اسرائيلو د پوځي معلوماتو له مخې، د غزې په جنوب او ختیځ کې د حایل سیمو، او همدارنګه په شمال کې د پراخو سیمو کنټرول ته دوام ورکوي، او د محاصرې شوې سیمې له ۵۰ سلنې څخه زیاتې خاورې کنټرولوي.

د اوربند له نافذېدو راهیسې، د اسرائيلو بریدونو ۴۸۳ فلسطینیان وژلي او ۱٬۲۸۷ نور یې ټپیان کړي دي، په داسې حال کې چې اسرائيل غزې ته د خوړو، د سرپناه موادو او طبي توکو پر ننوتلو سخت محدودیتونه لګولي دي، هلته چې شاوخوا ۲.۴ میلیونه فلسطینیان په خورا ناوړه شرایطو کې ژوند کوي.

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر ۸مه په غزه کې د اسرائيلو د پوځي کمپاین له پیل راهیسې، له ۷۱ زرو څخه زیات فلسطینیان وژل شوي او تر ۱۷۱ زرو ډېر ټپیان شوي دي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

شاوخوا ۹۰ سلنه ملکي بنسټونه ویجاړ شوي دي، او ملګري ملتونه د بیارغونې لګښت شاوخوا ۷۰ میلیارده ډالر اټکلوي.

وپلټۍ
اردوغان د اسلامي هیوادونو نه د خپل منځیو اړیکو د پیاوړي کولو غوښتنه وکړه
د تورکیې بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان: امریکا او ایران د احتمالي اټومي تړون په اړه خوشبینه یو .
بریتانیا له اوکراین سره د هوايي دفاع په برخه کې د پام وړ ملاتړ ژمنه وکړه
سوریې د امریکا له وتلو وروسته د التنف مهمه اډه ونیوله.
د سویلي کوریا استخباراتي اداره ادعا کوي چې شمالي کوریا د کیم لور د وارثې په توګه چمتو کوي
تورکیې او یونان پراخ دوه اړخیز تړونونه لاسلیک کړل
روسیې یو ځل بیا د خپلواک فلسطیني دولت ملاتړ اعلان کړ او د غزې د جګړې پر مهال یې پر یووالي ټینګار وکړ
امریکا په قطر کې بند پاتې افغانانو ته د بېرته ستنېدو لپاره پیسې ورکوي، دا پلان 'خیانت' بلل شوی
مسعود پزشکیان: ایران به 'زیاتو غوښتنو ته تسلیم نه شي'
سرګي لاوروف: که ګرینلینډ پوځي سيمه شي، روسیه به 'پوځي اقدامات' وکړي
پوهان: د فلسطینیانو پر ضد د اسرائیلو د اعدام سزا قانون «جدي نړیوالې اغېزې» لري
امریکا به د ترهګرو پر وړاندې د مبارزې لپاره د نایجیریا ځواکونو د روزنې په موخه ۲۰۰ سرتېري واستوي
د تورکیې ولسمشر په کابینه کې د بدلونونو په ترڅ کې د عدلیې او کورنیو چارو نوي وزیران وټاکل
پر اوکراین د روسیې برید کې د دریو ماشومانو په ګډون څلور تنو ژوند د لاسه ورکړ
په کاناډا کې د غبرګو وسله والو بریدنو له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.