نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
ټرمپ خبرداری ورکوي چې د ایران پر وړاندې جګړه به 'ډېر ژر، په یوه یا بله بڼه' پای ته ورسېږي
د امریکا ولسمشر اشاره کوي چې د نورو پوځي اقداماتو یا له تهران سره د یوې هوکړې په اړه پرېکړه نږدې ده.
ټرمپ خبرداری ورکوي چې د ایران پر وړاندې جګړه به 'ډېر ژر، په یوه یا بله بڼه' پای ته ورسېږي
ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې هغه باید پرېکړه وکړي چې ایا له ایران سره جګړه پراخه کړي او که کومې هوکړې ته ورسېږي. نوموړي د خپل راتلونکي اقدام له روښانولو پرته اشاره وکړه چې د پرېکړې وخت نږدې دی.

د خبریالانو د دې پوښتنې په ځواب کې چې هغه له ایراني چارواکو سره د چلند لپاره څه پلان لري، ټرمپ وویل: "ښايي یو ځل بیا له پوځي لارې څخه کار واخیستل شي او بمباري پرې وشي."

هغه وویل: "موږ باید دا پرېکړه وکړو: هغوی په بمونو والوزوو او که هوکړه ورسره وکړو." زیاته یې کړه: "خو وخت یې راروان دی. دا به ډېر ژر، په یوه یا بله بڼه پای ته ورسېږي."

ټرمپ په وروستیو اونیو کې په پرله پسې ډول ویلي چې هغه له تهران سره د هوکړې پر ځای د نورو پوځي اقداماتو پر لارو چارو غور کوي.

د امریکا ولسمشر په وروستیو ورځو کې د رسنیو هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې هغه د ایران د اټومي پروګرام په اړه د پام وړ پرمختګ په بدل کې د اقتصادي بندیزونو کمولو او د ایران د کنګل شویو پیسو خلاصولو ته چمتو دی.

امریکايي رسنیو، اکسیوس او سي‌اېن‌اېن د دوشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د منځني ختیځ د جګړې په اوږدېدو سره، د امریکا ولسمشر ایران ته د بندیزونو کمولو او د کنګل شویو پیسو د خلاصولو وړاندیز کړی دی.

ټرمپ پخپله ټولنیزه شبکه (Truth Social) کې لیکلي: "اکسیوس تازه یو راپور خپور کړی چې ګواکې 'ټرمپ' ایران ته د بندیزونو د کمولو او کنګل شویو پیسو د ورکړې وړاندیز کړی. دا دروغ دي. ما هغوی ته هېڅ نه دي وړاندیز کړي!"

د امریکا ولسمشر د اونۍ په پای کې د ایران هغه وړاندیز رد کړ چې د کړکېچونو کمولو او د هرمز ستراتیژیک تنګي د بیا پرانستلو په موخه شوی و. هغه د اووه میاشتنۍ ایرانۍ جګړې په ترڅ کې د تهران شرایط "د نه منلو وړ" وبلل.

ټرمپ د اونۍ په پای کې وویل چې له تهران سره د نورو خبرو اترو تمه لري، او ټینګار یې وکړ چې ایراني چارواکو په تېرو خبرو اترو کې له خپل دریځ څخه "ناسمه ګټه اخیستې ده"

 

وپلټۍ
د جرمني په بوخوم ښار کې په یوه آپارتمان کې د اور لګېدنې له امله ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
پر توره بحیره له بریدونو وروسته ناټو دفاعي تدابیر زیاتوي. اروپايي ټولنې دا بریدونه په کلکو ټکو وغندل
د هند په ټاکنیزو لستونو کې د اصلاحاتو او د ټاکنیز تعصب د ادعاو پر سر د اعتراضونو او مظاهرې دوام لري.
ټرمپ اسیا ته د خپل سفر پر مهال د شمالي کوریا له ولسمشر کیم سره د ممکنه مخامخ لیدنې اشاره ورکړه
په پاکستان کې د یوه مسافر وړونکي اورګاډي له پټلۍ څخه د وتلو له امله ۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی
په ناروې کې په پوځي تمریناتو کې کارول شویو کرایي وسایطو حساس معلومات ثبت کړي دي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اوکراین: "زیلینسکي ښايي د ولسمشر اردوغان په منځګړیتوب له پوتین سره وګوري"
سوډان او مصر پر پوله د سرو زرو د کانونو پر سیمه په هوايي برید کې ۷۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی
په امریکا کې د یوه قاضي له لوري د عامه سرچینو پر مټ د ټرمپ د ملاتړیزو اعلاناتو د درولو پرېکړه
روسیې او اوکراین په یو بل بریدونه ډیر کړي
په هند کې د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون پر خلاف روانې دوام لري
د یوه ستر لاریون په درشل کې د هند د 'کاکروچ' (ګونګټې) غورځنګ مشر ونیول شو
روسیې اعلان وکړ چې د اودیسا بندر ته د نظامي تجهیزاتو وړونکې یوه باري کښتۍ یې ویشتلې ده
پوتین اعلان وکړ چې دوی امریکا او نړیوالو بازارونو ته د تېلو او نفتي توکو رسولو ته چمتو  دي
ټرمپ د نوبل د سولې جایزې پرېکړه 'شرموونکې' وبلله
په روسیه او اوکراین کې د شپنیو بریدونو له امله لږ تر لږه ۵ کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي
جسټین ټروډو : کاناډایان امریکا ته د سفر په اړه جدي اندېښنې لري
د ناټو کلنی اټومي مخنیوي کوونکي پوځي تمرینات به د اکټوبر پر ۱۳مه پیل شي .
نیویارک ټایمز: د ټرمپ اداره د مالي لوجیستیکي ننګونو له امله د سمندر له لارې کډوالو ډیپورتوي