سپورت
2 د لوستلو دقیقې
د افغانستان د ښځو د فوټبال د کډوالو لوبډله د فیفا په ملاتړ په سیالیو کې خپلې لومړنۍ رسمي لوبې کوي
فیفا د چهارشنبې په ورځ وویل، چې د افغانستان د ښځو د فوټبال د کډوالو لوبغاړو ملي لوبډله به په راتلونکې میاشت کې په دوبۍ کې په یوه څلور اړخیز ټورنمنټ کې خپلې لومړنۍ رسمي لوبې ترسره کړي.
د افغانستان د ښځو د فوټبال د کډوالو لوبډله د فیفا په ملاتړ په  سیالیو کې خپلې لومړنۍ رسمي لوبې کوي
د افغانستان د ښځو د فوټبال د کډوالو لوبډله د فیفا په ملاتړ په یو لړ سیالیو کې خپلې لومړنۍ رسمي لوبې کوي / AP

د افغانستان د ښځو د فوټبال د کډوالو لوبډله د فیفا په ملاتړ په یو لړ سیالیو کې خپلې لومړنۍ رسمي لوبې کوي


فیفا د چهارشنبې په ورځ وویل، چې د افغانستان د ښځو د فوټبال د کډوالو لوبغاړو ملي لوبډله به په راتلونکې میاشت کې په دوبۍ کې په یوه څلور اړخیز ټورنمنټ کې خپلې لومړنۍ رسمي لوبې ترسره کړي.

د فیفا تر ملاتړ لاندې دا لوبډله - چې لا تر اوسه په رسمي توګه د نړیوال جام په غوراوي سیالیو کې د افغانستان استازیتوب نشي کولی - به د اکتوبر له ۲۳مې تر ۲۹مې په دې سیالیو کې له کوربه متحده عربي اماراتو، چاډ او لیبیا سره مخامخ شي.

افغانستان له ۲۰۱۸ کال راهیسې د ښځو کومه رسمي سیالي نه ده کړې، او په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو په بیا راتګ سره د ښځو ورزش ودرول شو. د افغانستان د فوټبال فدراسیون د فیفا د قوانینو له مخې مکلفیت لري چې له تبعیض څخه ډډه وکړي، خو له نړیوال فوټبال څخه یې غړیتوب نه دی ځنډول شوی.

د فوټبال دغه بنسټ ویلي، "دا ټورنمنټ د فیفا هغه هڅې پیاوړې کوي چې د ټولو ښځو او نجونو د ورزش کولو د حق ملاتړ او ساتنه وکړي، خپل فوتبالي خوبونه تعقیب کړي او د دې لوبې له لارې وده وکړي."

د چاډ او لیبیا د ښځو لوبډلې لا تر اوسه د فیفا په درجه بندۍ کې ځای نه لري، او متحده عربي امارات په ۱۱۷م مقام کې ده.

فیفا ویلي چې د دې پړاویز ټورنمنټ ټولې لوبې به د دوی پر خپل داخلي سټریمینګ پلیټفارم په ژوندۍ بڼه خپرې شي.

 

وپلټۍ
ټرمپ : د کانګرس غړې الهان عمر د ډیپورت سربیره ممکن د بند د سزا سره هم مخ شي
ایران: «د غني شویو یورانیمو ان یو ګرام به هم له زموږ له هېواده بهر ایستلو ته اجازه ورنکړی شي»
سعودي په مشرۍ ائتلاف پر مدینې منورې او ختیځو ښارونو باندې د حوثیانو د ډرون بریدونو مخه نیولې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د کاناډا لومړی وزیر مارک کارني د یو رسمي سفر په ترڅ کې د چهارشنبې په ورځ تورکیې ته راځي.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر فیدان او د ناټو مشر روټه په بروکسل کې د تورې بحیرې پر امنیت خبرې وکړې
انګلستان به د حوثیانو پر وړاندې د دفاع په موخه سعودي عربستان ته جنګي الوتکې واستوي.
د امریکا د کډوالۍ ادارې د تاوتریخوالي ډکې نیونې پر مهال د یوه امریکایي وګړي مټ مات کړی
ایران د امریکا اړوند د یوې بلې ام کیو ۹ پرمختللې ډرون الوتکې د ویشتو نه خبر ورکړ
تورکیه، قطر، پاکستان او اندونیزیا د دفاعي صنایعو تړون لاسلیکوي
د مالي په میناکا سیمه کې پر کمپونو بریدونو کې ۴۰ ملکي وګړي وژل شوي
اوکراین: د روسیې د تېرې شپې په بریدونو کې ۳ تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي
امریکا اوکراین ته د پیټریوټ (Patriot) توغندیو د لېږد تایید ځنډولی
روسیه او ایران د لا نږدې همکارۍ په لټه کې دي
د یمن پوځ ویلي دي چې د حوثیانو پر خلاف  "په ۱۱۶۴ عملیاتو کې ۵۵۸ حوثیان له منځه وړل شوي".