د غزې جګړه
3 د لوستلو دقیقې
اسرائیل د خپلو اسیرانو د جسدونو له ترلاسه کولو وروسته د رفح پوله د مرستو لاریو پر مخ بېرته پرانیستله
اسرائیل د څلورو اسیرانو د جسدونو له ترلاسه کولو وروسته د رفح له لارې د مرستو بار لاریو ته د تیریدو اجازه ورکړه، په داسې حال کې چې مرستندویه ادارې خبرداری ورکوي چې د غزې بې ځایه شوي خلک له سختېدونکې لوږې او ځنډېدلو مرستو سره مخ دي.
اسرائیل د خپلو اسیرانو د جسدونو له ترلاسه کولو وروسته د رفح پوله د مرستو لاریو پر مخ بېرته پرانیستله
اسرائیل د خپلو اسیرانو د جسدونو له سپارلو وروسته د رفح پوله د مرستو لاریو پر مخ بېرته پرانیستله / Reuters

اسرائیل د خپلو اسیرانو د جسدونو له سپارلو وروسته د رفح پوله د مرستو لاریو پر مخ بېرته پرانیستله
اسرائیل د څلورو اسیرانو د جسدونو له ترلاسه کولو وروسته د رفح له لارې د مرستو بار لاریو ته د تیریدو اجازه ورکړه، په داسې حال کې چې مرستندویه ادارې خبرداری ورکوي چې د غزې بې ځایه شوي خلک له سختېدونکې لوږې او ځنډېدلو مرستو سره مخ دي.

د اسرائیل دولتي خپرونې "کان" (KAN) د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړ، چې اسرائیل د څلورو اسیرانو د جسدونو له بېرته ترلاسه کولو وروسته پرېکړه وکړه چې د غزې او مصر ترمنځ د رفح پوله پرانیزي او غزې ته د بشري مرستو د لېږد اجازه ورکړي.

سرچینې زیاته کړه، اسرائیل د حماس پر وړاندې هغه پلان شوي اقدامات لغوه کړل چې په کې محاصره شوې سیمې ته د ننوتونکو مرستندویه لاریو شمېر نیمايي کول هم شامل وو.

د رفح د تړلي ساتلو پخوانۍ پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې حماس د امریکا په منځګړیتوب د نوي اوربند له مخې د خپلو بندیانو جسدونه ونه سپارل او ویې ویل چې د جسدونو موندل ګران کار دی.

اسرائیل غواړي چې مرستې د پولې په فلسطیني اړخ کې له لاریو څخه ښکته شي، چې بیا وروسته په غزه کې دننه د ملګرو ملتونو او نورو مرستندویه ډلو له خوا راټولې شي.

د یونیسف ویاند، ریکارډو پیرس وویل: "موږ اړتیا لرو چې ټولې پولې پرانیستل شي. هرڅومره چې رفح تړلې پاتې شي، په غزه کې د خلکو، په ځانګړي ډول په جنوب کې د بې ځایه شویو، کړاوونه اوږدېږي."

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ په غزه کې د اسرائیل د جګړې د پای ته رسېدو اعلان وکړ، کله چې وروستي ژوندي اسرائیلي اسیران د فلسطیني بندیانو په بدل کې تبادله شول. دې کار هیلې پیدا کړې چې محاصره شوې سیمې ته به په چټکۍ سره مرستې ورسېږي، چېرته چې د لوږې یوې نړیوالې څارونکې ادارې خبرداری ورکړی چې سلګونه زره خلک له قحطۍ سره مخ دي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) ویاند کریسټین کارډن د سه‌شنبې په ورځ په جینیوا کې خبریالانو ته وویل: "موږ لا هم ګورو چې یوازې څو لارۍ ننوځي، او ګڼ شمېر خلک دغو لاریو ته په داسې ډول ورځي چې په هیڅ صورت له بشري معیارونو سره سمون نه خوري."

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د سه‌شنبې په ورځ وویل، چې د اونۍ له پای راهیسې یې ۱۳۷ لارۍ راوړې دي.

د WFP په وینا، مرستندویه ادارې هڅه کوي چې د غزې ښار خلکو ته په چټکۍ سره مرستې ورسوي، چېرته چې شاوخوا ۴۰۰،۰۰۰ کسانو له څو اونیو راهیسې مرستې نه دي ترلاسه کړې.

 

وپلټۍ
د جولای په ۱۵ د ولسمشر اردوغان د وژنې د پلان په هڅه کې ښکیل ترهګر ونیول شو
د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په هوايي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي
ټرمپ اوکراین ته د پیټریوټ توغندیو د ورکولو له ژمنې شاته شو
د یونس امره انسټیټیوټ لخوا د تورکي ژبې د مهارت نړیواله ازموینه (TYS)
په کاناډا کې پر یوه جومات وسله وال برید شوی
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"