سیاست
3 د لوستلو دقیقې
د روبیو او لاوروف د استانبول د سولې خبرو اترو مخکې د اوکراین د شخړې حل په اړه خبرې اترې
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د اوکراین د شخړې د حل لپاره د خبرو اترو په اړه چې ټاکل شوې د دوشنبې په ورځ په تورکیه کې ترسره شي خبرې وکړې.
د روبیو او لاوروف د استانبول د سولې خبرو اترو مخکې د اوکراین د شخړې حل په اړه خبرې اترې
/ REUTERS

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د استانبول د سولې د مذاکراتو نه مخکې د خپل روسي سیال لاوروف سره خبرې وکړې.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د اوکراین د شخړې د حل لپاره د خبرو اترو په اړه چې ټاکل شوې د دوشنبې په ورځ په تورکیه کې ترسره شي خبرې وکړې.

روسیې د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ په خپله ویب پاڼه کې په یوه بیان کې وویل: "د اوکراین د کړکېچ اړوند وضعیت باندې خبرې وشوې."

بیان زیاتوي: "سرګي لاوروف او مارکو روبیو د اوکراین د کړکېچ د حل لپاره د بېلابېلو نوښتونو په اړه نظرونه تبادله کړل، چې پکې د جون په ۲مه نېټه په استانبول کې د روسیې او اوکراین د مستقیمو خبرو د بیا پیل پلانونه شامل دي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، چې یادونه یې وکړه دغه اړیکه د روسیې په غوښتنه شوې وه، وویل چې روبیو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ غوښتنه تکرار کړه چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د مستقیمو خبرو دوام لپاره هڅې وشي ترڅو "د تلپاتې سولې" لپاره کار وشي.

په ورته وخت کې، د روسیې خبري اژانسونو د کرملین د سلاکار ولادیمیر میډینسکي له قوله ویلي چې روسیې د سولې د هوکړې لپاره د اوکراین د مسودې یادښت ترلاسه کړی دی.

تاس خبري اژانس د میډینسکي له قوله، چې د دوشنبې د سولې خبرو لپاره د مسکو د پلاوي مشري کوي، ویلي: "د روسیې پلاوي مخکې له اوکراین څخه د سولې د هوکړې لپاره د یادښت نسخه ترلاسه کړې ده."

د پلونو پېښه

وزارت همدارنګه وویل چې د خبرو پر مهال، روبیو د هغو کسانو په اړه خواخوږي څرګنده کړه چې د اوکراین سره په پوله کې د روسیې په دوو سیمو کې د پلونو د چاودنې له امله وژل شوي دي.

د روسیې له اړخه ټینګار وشو چې اړوندې ادارې به د پېښې په اړه بشپړه پلټنه وکړي او پایلې به یې خپرې کړي. مسئول کسان به وپېژندل شي او پرته له شکه به د سزا مستحق وګرځي.

د روسیې چارواکو ویلي چې لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي او ۶۹ نور ټپیان شوي دي کله چې د شنبې په ورځ دغه دوه پلونه وچول شول.

د اوکراین برید

د دواړو چارواکو ترمنځ خبرې وروسته له هغې وشوې چې اوکراین په روسیې د بې ساري بریدونو ترسره کولو ادعا وکړه.

د اوکراین یوه حکومتي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې اوکراین د روسیې د هوايي هډو د بریدونو په اړه له مخکې څخه امریکا ته خبر نه و ورکړی.

د اوکراین د کورني استخباراتو اداره  ویلي چې د څلورو هډو د بریدونو مسوولیت یې په غاړه اخیستی، او یوه امنیتي چارواکي ویلي چې په ټولیز ډول ۴۱ روسي جنګي الوتکې زیانمنې شوې دي.

د روسیې د دفاع وزارت ویلي چې په دوو سیمو کې په هډو کې الوتکې اور اخیستې وې، خو اورونه مړه شوي دي.

وپلټۍ
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
اوکراین پر سوداګریزو کښتیو  د روسیې په بریدونو کې د  ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
ایران په اردن کې د امریکا پر اډو د ډرون الوتکو پراخ بریدونه کړي
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه یوازې د یوې خاینانه کودتا شنډول نه وو بلکې د ډیموکراسۍ ستره بریا ده
د دفاعي صنعت په برخه کې د ګولن ترهګریز سازمان سبوتاژونه، حیاتي پروژې او په تېرو ۱۰ کلونو کې  وده
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې په شپه رامنځته شوې پېښې، د کودتا د هڅې مهم پړاوونه او د ملت حماسي مقاومت
روسیه ادعا کوي چې د اوکرایني ډرون ددې هیواد د تیلو په چاڼځای برید کړی
د کودتا پرېکړه د ۲۰۱۵ کال د نوامبر د لومړۍ نېټې له ټاکنو وروسته شوې وه.
متحده عربي امارات وايي ایران د دوې دوله د تیلو ټانکر کښتۍ ویشتلي دي خو ایران دا ادعا رد کړې
د تورکیې ولسمشر اردوغان د پاکستان د دفاعي ځواکونو او ځمکني پوځ مشر جنرال منیر سره وکتل
فیدان په پاریس کې د اوکراین په اړه غونډه کې ګډون وکړ؛ ایتلاف د پایداره سولې د هڅو ژمنه وکړه
د برازیل ولسمشر لولا دا سیلوا پر ټرمپ د «سمندري غلا» تور پورې کړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې له ناوړه کودتا څخه ۱۰ کاله تېر شول.