اقتصاد
4 د لوستلو دقیقې
چین ټرمپ د سوداګریزې جګړې پر وړاندې توازن رامنځته کولو په خاطر د نورو هېوادونو سره اړیکې پیاوړي کوي
د سه شنبې په ورځ په بیجینګ کې  په جوړه شوې یوه غونډه کې د چین مشرانو د لاتینې امریکا د مشرانو سره په ګډه د یووالي څرګندونه وکړه.
چین ټرمپ د سوداګریزې جګړې پر وړاندې توازن رامنځته کولو په خاطر د نورو هېوادونو سره اړیکې پیاوړي کوي
/ AP

د چین مشران په داسې حال کې چې د ټرمپ د تعرفو لوړولو او نورو پالیسیو له امله د بې ثباتۍ او ناڅرګندۍ فضا رامنځته شوې ده هڅه کوي چې د نړۍ دویم  لوی اقتصاد د یو باوري سوداګریز او پرمختیایي شریک په توګه وړاندې کړي..

بیجینګ او واشنګټن د اونۍ په پای کې د تعرفو په اړه  د سویس په جنیوا کې د اونۍ په پای کې د خبرو اترو وروسته د یوې موافقې اعلان وکړ. دواړو خواوو موافقه وکړه چې د ۹۰ ورځو لپاره د تعرفو په کچه کې کموالی راولي ترڅو د خبرو اترو لپاره زمینه برابره شي.

د امریکا سره د کړکېچ د کمولو لپاره د ګامونو پورته کولو وروسته، د چین ولسمشر شي جینپینګ وویل چې چین د سیاسي او بلاکونو د مقابلې د سختو جریانونو او د یو اړخیزتوب او محافظه کارۍ د زیاتېدونکي څپې پر وړاندې د مبارزې په موخه چمتو دی چې د لاتینې امریکا هېوادونو سره په ګډه کار وکړي .

شي وویل: "په تعرفو یا سوداګریزو جګړو کې هیڅوک ګټونکي نه دي." دا جمله هغه وخت بیا تکرار کړه کله چې د ټرمپ د پالیسیو په اړه خبرې کولې.

هغه د چین-سیلاک فورم ته چې د لاتینې امریکا او کارابین هېوادونو ټولنه ده  او په ۲۰۱۵ کال کې رامنځته شوې ده وینا وکړه. د ویلو ده چې د برازیل، چیلي او کولمبیا ولسمشرانو پدې غونډه کې ګډون کړی وو.

شي پنځه نوښتونه وړاندې کړل چې په سیاسي خبرو اترو، اقتصادي پرمختګ، کلتوري او اکاډمیکو تبادلو او نړیوال امنیت باندې تمرکز لري، چې ټول د چین او لاتینې امریکا هېوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا هدف لري.

هغه ژمنه وکړه چې له دې سیمې څخه به واردات زیات کړي او  چینایي شرکتونه به  وهڅوي  چې هلته خپلې پانګونې پراخې کړي. شي همدارنګه د ۶۶ میلیارده یوانو (شاوخوا ۹.۲ میلیارده ډالرو) د نوي پور کرښه اعلان کړه ترڅو د لاتینې امریکا او کارابین سیمې لپاره مالي ملاتړ برابر کړي.

چین همدارنګه غواړي چې په پاکې انرژۍ، ۵G مخابراتو، ډیجیټل اقتصاد، مصنوعي زیرکتیا او نړیوال امنیت په برخو کې همکاري ژوره کړي.

د لاتینې امریکا هېوادونه د کمربند او سړک نوښت سره یوځای کېږي.

د چین او دې سیمې ترمنځ سوداګري په چټکۍ سره مخ په زیاتېدو ده، چې تېر کال یې د لومړي ځل لپاره ۵۰۰ میلیارده ډالرو څخه واوښته.

د دې زیاتوالي ډېره برخه د چینایي وارداتو له لارې ده، چې کرنیز محصولات لکه سویابین او غوښه، او همدارنګه د انرژۍ سرچینې لکه خام تیل، اوسپنه او مهم معدنیات پکې شامل دي.

د کمربند او سړک نوښت له لارې د چین پانګونې په دې سیمه کې د ۵G شبکو نصب او د بندرونو او د اوبو بندونو  جوړولو په ګډون شاملې دي.

د کولمبیا ولسمشر ګوستاوو پیټرو د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې هېواد به یې په رسمي ډول د کمربند او سړک نوښت سره یوځای شي، چې دا د دې نوښت په اړه د باور څرګندونه کوي، سره له دې چې په دې وروستیو میاشتو کې په لاتینې امریکا کې د چین ځینې پروژې له ستونزو سره مخ شوې دي.

د فبرورۍ په میاشت کې، پاناما د امریکا د فشار له امله د دې نوښت څخه د وتلو لومړنی لاتینې امریکا هېواد شو. د روانې میاشتې په پیل کې، د چین د برقي موټرو جوړونکي BYD او د سټینلیس فولادو تولیدونکي Tsingshan اعلان وکړ چې په چیلي کې د لیتیم کاتود فابریکو جوړولو پلانونه د لیتیم د بیو د کمښت له امله پرېږدي.

د نورو ژمنو ترڅنګ، بیجینګ پلان لري چې د راتلونکو درې کلونو لپاره هر کال د لاتینې امریکا د سیاسي ګوندونو ۳۰۰ غړي چین ته راوبولي او ۳۵۰۰ حکومتي بورسونه به ورکړي، ترڅنګ د نورو تبادلو لپاره هم هڅې کوي.

پنځه لاتینې امریکا هېوادونه به د چین لپاره د ویزې معافیت ترلاسه کړي، او شي وویل چې نور هېوادونه به هم اعلان شي. سمدستي دا روښانه نه وه چې کوم هېوادونه به د دې معافیت څخه ګټه پورته کړي.

 

وپلټۍ
د قطر لومړی وزیر: د امریکا او ایران خبرې 'هیله بښونکې' دي، خو باید محتاط واوسو
د طالبانو محتسبینو شاوخوا ۲۰ تنه مرستندویه کارکوونکي د "لنډو ږیرو" له امله نیولي دي
اسرائیل به د امریکا په ملاتړ خبرو کې د جنوبي سیمو کنټرول لبناني ځواکونو ته وسپاري
روسیې د اوکراین بندرونو ته په روانو  کښتیو د ډرون برید کړی چې له امله يي یو تن هندي عمله ووژل شو
د یونان یوې محکمې د دولتي ملایانو پر وړاندې د احتجاج له امله ۴ تنه به خټه ترکان محکوم کړل
د بریتانیا لومړي وزیر کییر سټارمر له خپلې دندې څخه استعفا وکړه
په فیلیپین کې په یوه ښوونځي کې د ډزو له امله درې کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي
د مسکو هوايي ډګرونه د نږدې ۶۰ ډرونونو له نسکورېدو وروسته د لنډ وخت لپاره وتړل شول
د اسرائیلو پوځ د لویدیځې غاړې اشغال شوې میشت ځای ته نږدې دوه کسان ووژل.
اسرائیل د امریکا او ایران د سولې تفاهم لیک سبوتاژ کولو ته هڅې کوي.
په سویس کې د امریکا او ایران د لوړپوړو چارواکو ترمنځ د خبرو لومړی پړاو پای ته ورسېد.
د ایران او سویس د بهرنیو چارو وزیرانو د ایران او امریکا له خبرو وړاندې وکتل
د تورکیې ښځینه د والیبال ملي لوبډلې د والیبال نېشنز لیګ په سیالۍ کې خپله دریمه پرله پسې لوبه وګټله.
زیلینسکي په راتلونکو ورځو کې پر اوکراین د روسیې د پراخ برید خبرداری ورکړ
الجزیرې تلویزیون په غزه کې د خپل کامره مین له وژل کېدو وروسته د حساب ورکونې غوښتنه وکړه