نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
ټرمپ: په امریکا کې د دوبي او ژمي د ساعتونو د بدلون لړۍ باید پای ته ورسېږي.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ غوښتنه وکړه، هغه لایحه چې په هېواد کې د دوبي او ژمي د ساعتونو د بدلون لړۍ پای ته رسوي، باید د سنا مجلس له خوا رایه پرې واچول شي او تصویب شي.
ټرمپ: په امریکا کې د دوبي او ژمي د ساعتونو د بدلون لړۍ باید پای ته ورسېږي.
ټرمپ

ولسمشر ټرمپ اوهایو ایالت ته، چېرته چې هغه یوه ټاکنیزه غونډه ترسره کوي، د تلو پر مهال له سپینې ماڼۍ څخه د وتلو په وخت کې خبریالانو ته څرګندونې وکړې.

ټرمپ د دې په بیانولو سره چې په امریکا کې د دوبي او ژمي د ساعتونو د بدلون لړۍ باید لغوه شي، غوښتنه وکړه چې په دې اړه جوړه شوې قانوني طرحه (لایحه) دې د سنا مجلس له خوا تصویب شي.

د امریکا ولسمشر د دې خبرې په کولو سره چې دا چاره د هېواد پر اقتصاد لوی پیټی دی او د خلکو د ژوند نظم ګډوډوي، وویل: "موږ غواړو په کال کې دوه ځله د ساعتونو د مخکې او شاته کولو له دې بې مانا او مسخره دود څخه ځان خلاص کړو."

ټرمپ د دې په روښانه کولو سره چې د ټولنې لویه برخه غواړي د ورځې له رڼا څخه ډېره ګټه پورته کړي خو د ژمني ساعت په پیلېدو سره هوا ډېر ژر تیاره کېږي، پر جمهوري غوښتونکي سناتور ټام کاټن سختې نیوکې وکړې چې په سنا کې یې د یادې لایحې د تصویب مخه نیولې ده.

ټرمپ د دې په یادولو سره چې دا لایحه مخکې د استازو مجلس له خوا تصویب شوې ده، وویل: "د استازو مجلس دا لایحه له ۸۰ سلنې څخه په زیاتو رایو سره تصویب کړه. دا لایحه له څه مودې راهیسې په سنا کې په تمه ده او زه هیله من یم چې وکولای شو ټام کاټن اقدام کولو ته اړ کړو. ټام کاټن د لایحې مخه نیسي، هغه باید دا کار ونه کړي."

ټرمپ، چې پرون یې پر خپلو ټولنیزو رسنیو د کاټن د ګرځنده تلیفون شمېره خپره کړې وه، له رایه ورکوونکو غوښتي وو چې پر کاټن فشار راوړي ترڅو د یادې لایحې مخنیوی ونه کړي.

په امریکا کې د دوبي د ساعتونو بدلون لړۍ، چې له لومړۍ نړیوالې جګړې راهیسې په بېلابېلو بڼو پلي کېده، په ۱۹۶۶ کال کې د یوه فدرالي قانون له تصویبېدو وروسته په رسمي توګه په ټول هېواد کې پلي کېږي.

 

وپلټۍ
په ناروې کې په پوځي تمریناتو کې کارول شویو کرایي وسایطو حساس معلومات ثبت کړي دي
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره ورځ د کابینې له غونډې وروسته مهمې څرګندونې وکړې.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اوکراین: "زیلینسکي ښايي د ولسمشر اردوغان په منځګړیتوب له پوتین سره وګوري"
سوډان او مصر پر پوله د سرو زرو د کانونو پر سیمه په هوايي برید کې ۷۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی
په امریکا کې د یوه قاضي له لوري د عامه سرچینو پر مټ د ټرمپ د ملاتړیزو اعلاناتو د درولو پرېکړه
روسیې او اوکراین په یو بل بریدونه ډیر کړي
په هند کې د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون پر خلاف روانې دوام لري
په ریاض کې د ملک خالد پر هوايي ډګر برید شوی؛ یو تن مړ او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.
په لوېدیځه غاړه کې د وژل شویو امریکایانو په اړه د اسرائیلو په ګټه د معلوماتو د "پټولو" ادعا شوې ده
د یوه ستر لاریون په درشل کې د هند د 'کاکروچ' (ګونګټې) غورځنګ مشر ونیول شو
روسیې اعلان وکړ چې د اودیسا بندر ته د نظامي تجهیزاتو وړونکې یوه باري کښتۍ یې ویشتلې ده
پوتین اعلان وکړ چې دوی امریکا او نړیوالو بازارونو ته د تېلو او نفتي توکو رسولو ته چمتو  دي
ټرمپ د نوبل د سولې جایزې پرېکړه 'شرموونکې' وبلله
په روسیه او اوکراین کې د شپنیو بریدونو له امله لږ تر لږه ۵ کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي