تورکیې د هیواد هوايي دفاعي سیستم ( فولادي ګنبد ) په بشپړه توګه ځايي امکاناتو سره جوړ کړی دی.

د تورکیې د څو پوړیزو "فولادي ګنبد" هوایی دفاع سیسټم په بشپړ ډول د کورني تولید شوو  پلیټ فارمونو او مدغم ډیزاین ستراتیژۍ څخه جوړ شوی، چې د پریکړې کولو پروسو ملاتړ او عملیاتو د همغږۍ په برخه کې د مصنوعي زیرکتیا نه کار اخلي .

تورکیې د هیواد هوايي دفاعي سیستم ( فولادي ګنبد ) په بشپړه توګه ځايي امکاناتو سره جوړ کړی دی.

د تورکیې د څو پوړیزو "فولادي ګنبد" هوایی دفاع سیسټم په بشپړ ډول د کورني تولید شوو  پلیټ فارمونو او مدغم ډیزاین ستراتیژۍ څخه جوړ شوی، چې د پریکړې کولو پروسو ملاتړ او عملیاتو د همغږۍ په برخه کې د مصنوعي زیرکتیا نه کار اخلي .

د تورکیې د دفاعي صنعتونو د ریاست  عمومي رئیس ، هالوک ګورګون وویل چې  د هیواد څو پوړیز د فولادي ګنبد هوايي دفاعي سیستم  د اوږد واټن څخه تر نږدې واټن پورې د ګواښونو کشف او مخنیوي په موخه طرح ، ډیزاین او جوړ شوی دی.

ګورګون وویل چې څوپوړیز فولادي ګنبد هوايي دفاعي  سیسټم د سیپر، حصار A+ او O+، کورکوت او سنګور  په څیر څو پوړیز دفاعي سیسټمونه سره همغږي کوي او رادارونه، الکترو-نظری سینسرونه، سیګنال جیمرونه او لیزر سیسټمونه په جامع جوړښت کې مدغم کوي او د یو واحد قوماندې او کنټرول جوړښت لاندې کار کوي .

د فولادي ګنبد  د قوماندې او کنټرول جوړښت د مصنوعي زیرکتیا لخوا ملاتړ کیږي چې  د مداخلې ترټولو مناسب سناریوګانو ته اجازه ورکوي چې د اړوندو واحدونو سره پراختیا او اړیکه ونیسي.

هغه وويل: "د تصميم نيولو ميکانيزم ته د مصنوعي زیرکتیا  ملاتړ د انسانانو د پریکړو تر څنګ په سرعت او دقت کې مهم رول لوبوي."

"که موږ د دې سیسټمونو د تولید پر ځای چې د فولادو گنبد جوړوي،  دا له بهر پیرودلي وای د متقابل عمل دا کچه به د یوې  لویې تخنیکي ستونزې سره مخ شوي وی."

ګورګون زیاته کړه چې د تورکیې دفاعي صنعتونو ادارې د شپږم نسل جنګي چاپیریال لپاره ډیزاین شوی د سینسر فیوژن په جوړولو سره  جنګي الوتکو او بې پیلوټه پلیټ فارمونو ته اجازه ورکوي چې په بې ساري ډول یوځای کار وکړي. د دې پلیټ فارمونو په مینځ کې به قزل ایلما  او انکا-۳ بې پیلوټه الوتکې او  هرجیټ او کان محاربوي الوتکې  داخل وي.

هغه یادونه وکړه چې د تورکیې د دفاعي صنعت له نیمایي څخه ډیر صادرات د ناټو او اروپايي اتحادیې هیوادونو ته کوي  او د ناټو-تورکیې دفاعي اړیکو د لا ښه مدیریت  لپاره یو ځانګړی ریاست جوړ شوی دی.