نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د جرمني لومړی وزیر مېرز: اروپايي ټولنه باید له تورکیې، برازیل او هند سره ملګرتیاوې جوړې کړي
د جرمني لومړي وزیر فریدریش مېرز وویل، اروپايي ټولنه باید د نړیوالو ننګونو د هوارولو لپاره له تورکیې، هند او برازیل په څېر هېوادونو سره ملګرتیاوې پیاوړې کړي.
د جرمني لومړی وزیر مېرز: اروپايي ټولنه باید له تورکیې، برازیل او هند سره ملګرتیاوې جوړې کړي
د جرمني لومړی وزیر مېرز: اروپايي ټولنه باید له تورکیې، برازیل او هند سره ملګرتیاوې جوړې کړي / Reuters

د جرمني لومړي وزیر د مونیخ امنیتي کنفرانس ته وویل چې اروپا باید د نړیوالو ستونزو د حل لپاره له کلیدي هېوادونو سره نړیوالې ملګرتیاوې پراخې کړي.

د جرمني لومړي وزیر فریدریش مېرز وویل، اروپايي ټولنه باید د نړیوالو ننګونو د هوارولو لپاره له تورکیې، هند او برازیل په څېر هېوادونو سره ملګرتیاوې پیاوړې کړي.

مېرز د جمعې په ورځ د مونیخ امنیتي کنفرانس کې د وینا پر مهال وویل، که څه هم د اروپايي ټولنې د غړو ترمنځ نږدې ادغام او له امریکا سره اړیکې مهمې دي، خو دا نور د نن ورځې د اقتصادي او امنیتي ننګونو د حل لپاره کافي نه دي.

مېرز وویل:

"موږ اړتیا لرو چې د نړیوالو ملګرتیاوو یوه قوي شبکه رامنځته کړو. کاناډا، جاپان، تورکیه، هند او برازیل به په دې کې کلیدي رول ولوبوي، لکه څنګه چې سویلي افریقا، د خلیج هېوادونه او نور به یې لوبوي."

د جرمني محافظه کار مشر ټینګار وکړ چې اروپايي ټولنه باید له دې هېوادونو سره د متقابل احترام او اوږدمهاله لیدلوري پر بنسټ خپله همکاري پیاوړې کړي. هغه زیاته کړه چې دا کار به د نورو هېوادونو پورې د تړاو (احتیاج) مخه ونیسي او دواړو خواوو ته به نوي فرصتونه رامنځته کړي.

د اوکراین جګړه

مېرز همدارنګه وویل چې دی چمتو دی له روسي مشرانو سره خبرې وکړي، خو ټینګار یې وکړ چې روسیه لا تر اوسه له اوکراین سره د سولې د "جدي" خبرو لپاره چمتو نه ده.

هغه زیاته کړه:

"دا جګړه به یوازې هغه وخت پای ته ورسېږي کله چې روسیه لږترلږه له اقتصادي او احتمالي پلوه له نظامي اړخه ستومانه  شي. موږ دغه وخت ته نږدې کېږو، خو لا نه یو ورسېدلي."

مېرز وویل، موږ باید هر هغه څه وکړو چې روسیه دې پایلې ته ورسېږي چې د دې ناوړه جګړې دوام نور د دوی په ګټه نه دی.

 

وپلټۍ
په هند کې د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون پر خلاف روانې دوام لري
د یوه ستر لاریون په درشل کې د هند د 'کاکروچ' (ګونګټې) غورځنګ مشر ونیول شو
روسیې اعلان وکړ چې د اودیسا بندر ته د نظامي تجهیزاتو وړونکې یوه باري کښتۍ یې ویشتلې ده
پوتین اعلان وکړ چې دوی امریکا او نړیوالو بازارونو ته د تېلو او نفتي توکو رسولو ته چمتو  دي
ټرمپ د نوبل د سولې جایزې پرېکړه 'شرموونکې' وبلله
په روسیه او اوکراین کې د شپنیو بریدونو له امله لږ تر لږه ۵ کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي
جسټین ټروډو : کاناډایان امریکا ته د سفر په اړه جدي اندېښنې لري
د ناټو کلنی اټومي مخنیوي کوونکي پوځي تمرینات به د اکټوبر پر ۱۳مه پیل شي .
نیویارک ټایمز: د ټرمپ اداره د مالي لوجیستیکي ننګونو له امله د سمندر له لارې کډوالو ډیپورتوي
په هند کې د ټاکنیزو اعتراضونو له امله په پلازمینه  نوي ډیلي کې په زرګونو تنه پولیس ځای پر ځای شوي دي
زیلینسکي: د اوکراین مذاکراتي پلاوی به سبا له ویټکوف او کوشنر سره وویني
د امریکا پوځ پر ایران د نویو بریدونو پلان چمتو کړی دی.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
انګلستان به د اسرائیلو د بندیز امر سربیره په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې ډیپلوماتیک حضور وساتي
پاکستان د انرژۍ د بحران پر مهال له پیسو نړۍوال صندوق سره د ۱.۲ میلیارد ډالرو په کچه موافقې ته ورسېد
ټرمپ د امریکا د منځمهاله ټاکنو څخه مخکې د ایران پر وړاندې د پوځي اقدام پلان لري
هند د سټارلېنک د بندېدو په اړه د ماسک له ادعاوو وروسته د سپوږمکيز انټرنېټ پر مقرراتو رڼا واچوله
جرمني د استخباراتو پخوانی رئيس د ماشومانو تښتونه کې له اسرائیل سره د تړاو له امله تر څېړنو لاندې دی
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د امریکا مرستیال ولسمشر وینس وايي، ایران باید د جګړې پای ته رسولو لپاره د یورانیمو غني کول کم کړي