پیشوګانې چې د نړۍ په شاندارو ماڼیو کې ژوند کوي

ماڼۍ ګانو، میوزیمونو او مشهورو مکانونو کې میشتو پيشوګانو د خپل موجودیت سره دې ځایونه ته لا زیات ارزښت ورکړی دی.

cat / TRT World

که چیرې په مناسب وخت او مناسب مکان حاضر شۍ  ددې امکان شته چې حتا په سپینه ماڼۍ کې هم ژوند وکړۍ

د یوې شین سترګې او خړې پیشو سره همداسې وشول.

په ۲۰۲۰ کال  کې په پنسلوانیا کې د جو بایډن د ټاکنیز کمپیاین پر مهال دې پیشو ستیج ته ټوپ ووایه او د جو بایدن د میرمن جیل بایدن ترڅنګ ودریده. دې پیشو د ټولو پام ځانته راواړوه . جیل بایدن لنډه موده وروسته دا يیشو د ځان سره سپینې ماڼۍ ته یوړه او ددې پیشو نه يي په  خپل کتاب کې هم یادونه کړې ده .

د ویلو ده چې ددې پیشو نه پرته یو زیات شمیر نورې پیشوګانې هم په ډیرو مشهورو او مهمو مکانونو کې اوسیږي او دې ځایونو او مکانونو ته لا زیات ارزښت او شهرت وربخلی دی.

او دا خبره دواړو خواو په ګټه ده. پیشوګانې هغه ځایونو ته ارزښت ورکوي چې دوی پکې اوسیږي ، پیشوګانې سره ددې چې یو ډیر مینه ناک حیوان دی ، ددې ترڅنګ په کومو ځایونو کې چې اوسیږي هلته موږکانو ته اجازه نه ورکوي.

د ویلو ده چې بعضې وختونه ډیری هغه ځایونه چې پیشوګانې پکې اوسیږي د همدې پیشوګانو په نامه مشهور کیږي.

د لندن د لیلیبیت په نامه پیشو د همدې پیشوګانو نه یوه ده.

هغه د سایبریا یوه ځنګلي پیشو ده چې د لندن په پنځه ستوري لینزبرو هوټل کې د دیواري بخارۍ ترڅنګ تل پرته وي . د ویلو ده چې دې پیشو ته د انګلستان د ملکې دویمې علیزابت نوم ورکړ شوی دی.

د هوټل مدیر وايي ډیری خلک یوازې ددې پیشو د لیدنې په خاطر چې د انګلستان د ملکې دویمې علیزابت نوم ورته ورکړ شوی دی په خاطر زمونږ هوټل ته راځي ..

د ویلو ده چې لیلیبت  یوازینۍ پیشو نه ده چې د برتانیا په سترو او مشهورو ودانیو کې ژوند کوي.

د هوج  په نامه یو پیشو په ۱۱۰۶ کال کې د تامیس د سیند په سویلي څنډه کې جوړې شوې د ساوت وارک د سترې کلیسا  د مقدسو شیان په ځانګړې خونه کې اوسیږي.

هغه د خلکو د خوښولو په خاطر  شاوخوا ګرځي او کله نا کله  پلورنځي ته ځي او د خپلې خوښې ځانګړي خواړه ترلاسه کوي. ددې پیشو ډیری مینه وال حتا دې دوکان ته راځي او د هغه په څیر د لوبو پیشو ګانې پیري .

ډیر لرې نه بلکې د  د تامیس سیند ته مقابل ډاونینګ لس لمبر سړک یعنې د لومړي وزیر د دفتر پیشو لاري نه یادونه کوله شو. دا پیشو د انګلستان د یو زیات شمیر لومړي وزیرانو نه ډیر کلونه کیږي چې دلته ژوند کوي. کیر سټارمر شپږم لومړی وزیر دی چې هغه يي شاهدي کوي.

د لاري په نامه پیشو چې د کابینې په دفتر کې د ستر څارونکې په توګه دنده لري د هغه دنده د لومړي وزیر رسمي دفتر او اقامتګاه د موږکانو نه ساتل دي. همداشان هغه ځیني وختونه د میلمنو هر کلی هم کوي  .

د ویلو ده چې دې پیشو په ۲۰۲۰ کال کې تقاعد شوي د بهرنیو چارو وزارت کارکوونکي پارمرستون نه ډیره زیاته سابقه داره ده.

د موزیمونو خزانه

د روسیې د سانټ پیترزبورګ په ښار کې د ایرمیتاژ په موزیم کې هم ورته وضعیت شتون لري.د ویلو ده چې لوی کاترینا په ماڼۍ کې هم ۸۰ دانې پیشوګانې د مضرو حشراتو د لمنځه وړو په خاطر په دنده ګمارل شي او هلته ژوند کوي.

د ویلو ده چې دا ۸۰ پیشوګانې د روسیې پدې ستر دولتي موزیم کې دنده ترسره کوي. د هغوې د محافظت او خلکو ته د معرفي په خاطر هم څو تنه په دنده ګمارل شوي دي.

همداشان د امریکا د فلوریدا په ایالت کې د کي ویست په ښار کې هیمینګ وی په موزیم کې هم یو زیات شمیر پیشوګانې ساتل کیږي.

د ویلو ده چې دلته ۵۹ دانۍ پیشوګانې شتون لري او ددې نیمايي شپږ ګوتې پیشوګانې دي.

نندارچیان د موزیم په موبل او فرینچر د کیناستو اجازه نه لري خو پیشوګانې بیا په ډیر راحت سره ددې موزیم په میزونو پرتې وي. همداشان پدې موزیم کې ددې پیشوګانو د نسل په اړه یو کتاب شتون لري.

ددې موزیم یو تن کارکوونکی الیکسا مورګان وايي چې ډیری خلک په اصل کې ددې پیشوګانو د لیدو لپاره موزیم ته راځي. دې پیشوګانو دې موزیم ته لا زیات خلکو توجه جلب کړې ده. ډیری خلک تکرار تکرار یواځې ددې پیشوګانو د لیدو په موخه راځي.

د سه شنبې په ورځ د پورټو ریکو په کوارټیل دی بالاجا کې سیمه کې  ، یوه پیشو یوې کافي شاپ ته راغله. وروسته يي هلته د خلکو سره په لوبو پیل وکړ او حتا  دې پیشو ته يي د سې شنبې نوم ورکړ او هلته میشته شوه.

په وینزویلا کې، د هوګو چاویز تر بیرغ لاندې، یوه بې نومه پیشو د کاراکاس خبریالانو سره ډیره نږدې دوسته شوې ده. ټول يی ډیره ښه پیژني.

ډیری وختونه د ملي ټاکنو په شورا کې د تلویزیون عملې د خبرو د تهیه کولو پر مهال د کمرو د کیبلونو سره لوبې کوي او د خبریالانو سره یو ځای د تازه معلوماتو انتظار کوي.

په ورته وخت کې، لول په نامه یوه پیشو  د کوسوو په پریسټینا کې د یو دوکان مالک ته ځان دومره ګران کړی دی چې حتا هغه د خپل دوکان په لوحه کې ددې پیشو عکس چاپ کړی دی. هغه ددې دوکان په سمبول بدله شوې ده .  

د دوکان خاوند  صالحو وايي چې دا پیشو د هغه د کورنۍ برخه ده، او خلک د لول لیدلو او پاللو ​​لپاره راځي.

"هغه د ځای د خوښې نشانه ده."