نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
ټرمپ:امریکایي ځواکونه به تر هغې په ایران کې او شاوخوا کې پاتې شي ترڅو چې 'واقعي هوکړه' پلي نشي
ترمپ د چهارشنبې په ناوخته وویل چې امریکا به په ایران کې او د هغې په شاوخوا کې خپل پیاوړی نظامي حضور وساتي ترڅو چې یو "واقعي تړون" په بشپړ ډول پلي شي. هغه خبرداری ورکړ که پر ژمنو وفا ونه شي، لا سخت غبرګون به وښايي.
ټرمپ:امریکایي ځواکونه به تر هغې په ایران کې او شاوخوا کې پاتې شي ترڅو چې 'واقعي هوکړه' پلي نشي
ټرمپ:امریکایي ځواکونه به تر هغې په ایران کې او شاوخوا کې پاتې شي ترڅو چې 'واقعي هوکړه' پلي نشي / AA

ټرمپ خبرداری ورکړ: امریکایي ځواکونه به تر هغې په ایران کې او شاوخوا کې پاتې شي ترڅو چې 'واقعي هوکړه' پلي نشي
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړ که د ایران د هوکړې ژمنې پوره نشي، نو "لوی، غوره او پیاوړی" نظامي ځواب به ورکړل شي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ناوخته وویل چې امریکا به په ایران کې او د هغې په شاوخوا کې خپل پیاوړی نظامي حضور وساتي ترڅو چې یو "واقعي تړون" په بشپړ ډول پلي شي. هغه خبرداری ورکړ که پر ژمنو وفا ونه شي، له خورا سخت غبرګون سره به مخ شي.

ټرمپ  پر خپلې ټولنیزې شبکې "ټروت سوشل" (Truth Social) په یوه بیان کې وویل چې ټولې امریکایي کښتۍ، الوتکې او نظامي پرسونل به له اضافي مهماتو او وسلو سره "په ایران او شاوخوا کې په خپل ځای پاتې وي، تر هغه وخته پورې چې پر شوې واقعي هوکړې په بشپړ ډول عمل وشي."

هغه وویل: "که په هر علت دا کار ونه شي، چې امکان یې خورا لږ دی، نو بیا به 'ډزې پیل شي'؛ داسې ډزې چې تر بل هر وخت به سترې، غوره او پیاوړې وي."

هغه زیاته کړه چې د "اټومي وسلو د نه لرلو" په اړه هوکړه "ډېر پخوا" شوې وه او په دې اړه یې نورې ټولې "جعلي ویناوې" رد کړې. هغه وویل: "اټومي وسلې به نه وي او د هرمز تنګی به خلاص او خوندي وي."

هغه په دوام کې وویل: "په ورته وخت کې زموږ لوی پوځ ځان سمبالوي او استراحت کوي، او په حقیقت کې خپلې راتلونکې فتحې ته سترګې په لار دی."

ایران او امریکا متحده ایالاتو د سې شنبې په ورځ د دوو اونیو اوربند اعلان کړ چې هدف یې د هغې جګړې د پای ته رسولو لپاره یوې وروستۍ هوکړې ته لاره هوارول دي چې د فبرورۍ په ۲۸مه د متحده ایالاتو او اسرائیلو له خوا پر ایران پیل شوې وه، او په سیمه کې یې زرګونه مړه او ټپیان پر ځای پرېښودل.

دا اعلان د ټرمپ له خوا ایران ته د ورکړل شوي ميعاد (ډېډلاین) له پای ته رسېدو دوه ساعته وړاندې وشو. ټرمپ ایران ته ویلي و چې یا دې د هرمز تنګی خلاص کړي او هوکړه دې ومني، ګنې نو "د یو بشپړ تمدن له تباهۍ" سره به مخ شي.

وپلټۍ
حماس اسرائیل تورن کړ چې د غزې د نسل وژنې د شواهدو د پټولو هڅه کوي
سموټریچ او بن ګویر پر برېتانیا د بندیزونو او د سفیر د شړلو غوښتنه وکړه
په کیف کې د روسیې د بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي
حوثیانو د سعودي عربستان پر څلورو ښارونو بریدونه کړي چې له امله يي ۷۳ تنه ټپیان شوي دي.
روسیې وویل جرمني په بن کې زموږ جنرال کونسلګري په بې بنسټه پلمو وتړله
جرمني هغه پخواني اسرائیلي بندي ته تابعیت ورکړ چې د فلسطینیانو د اعدامولو غوښتنه یې کړې وه
اروپايي سیاستوالو په جرمني کې د افراطي ښي اړخي ګوند (AfD) پر تاریخي ایالتي بریا اندېښنه ښودلې
روسیه وايي ممکن له اوکراین او امریکا سره درې اړخیزې خبرې بېرته پیل شي
د لبنان په سویل کې اسرائیلو د ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۱ کسان ووژل
د تورکیې د ښځو د والیبال ملي لوبډلې د اروپا اتلولۍ وګټله
د تورکیې  ولسمشر اردوغان د هیواد د ښځو د والیبال ملي لوبډلې ته د اروپا د اتلولۍ د ګټلو له امله مبارک
قالیباف: پداسې حال چې تهران د اقتصادي ستونزو د حل هڅه کوي، د امریکا بریدونو ته به هم  ځواب ورکړي
په غزې کې د اسرائیل قاتلانه بریدونو د ۵ فلسطینیان ژوند واخیست
امریکايي استازو د سولې د هڅو په لړ کې کییف ته خپل لومړنی سفر وکړ
په نوي ډهلي کې د یوې ودانۍ د نړېدو له امله ۵ کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور تر خاورو لاندې دي