اقتصاد
2 د لوستلو دقیقې
روسیې سږ کال منځنۍ اسیا او افغانستان ته د مایع ګازو صادرات نږدې دوه برابره کړي دي
سرچینو د جمعې په ورځ رویټرز ته وویل، روسیې د جنوري څخه تر نوامبر میاشتې پورې منځنۍ اسیا او افغانستان ته د مایع پټرولیم ګازو صادرات نږدې دوه برابره کړي او ۱.۰۱۶ ملیون میټریک ټنو ته یې رسولي دي.
روسیې سږ کال منځنۍ اسیا او افغانستان ته د مایع ګازو صادرات نږدې دوه برابره کړي دي
روسیې سږ کال منځنۍ اسیا او افغانستان ته د مایع ګازو صادرات نږدې دوه برابره کړي دي / Reuters

روسیې سږ کال منځنۍ اسیا او افغانستان ته د مایع ګازو صادرات نږدې دوه برابره کړي دي

سرچینو د جمعې په ورځ رویټرز ته وویل، روسیې د جنوري څخه تر نوامبر میاشتې پورې منځنۍ اسیا او افغانستان ته د مایع پټرولیم ګازو صادرات نږدې دوه برابره کړي او ۱.۰۱۶ ملیون میټریک ټنو ته یې رسولي دي.

مسکو مجبور شوی چې د مایع ګازو (LPG) یا پروپین او بیوټین اکمالات له اروپا څخه بل لور ته واړوي، ځکه چې اروپايي ټولنې د اوکراین د جګړې له امله د ۲۰۲۴ کال په دسمبر کې له روسیې څخه د مایع ګازو پر وارداتو بندیزونه ولګول.

مایع ګاز په عمده توګه د موټرو د سونګ، تودوخې او د نورو پیټروشیمي موادو د تولید لپاره کارول کیږي.

سوداګرو ویلي چې افغانستان، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان ته اکمالات اوس د روسیې د مایع ګازو د ټول صادراتو شاوخوا ۳۶٪ جوړوي، چې په ۲۰۲۴ کال کې دا کچه ۱۹٪ وه.

افغانستان په دې سیمه کې د روسیې د مایع ګازو تر ټولو لوی پیرودونکی دی. د جولای په میاشت کې، روسیې د افغانستان د نوي سفیر باورلیک ومانه، او په دې توګه لومړنی هیواد شو چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.

د سرچینو په وینا، د قزاقستان سره د ګډ شرکت "قزروزګاز" په ګډون، د روسیې د مایع ګازو اکمالات د کال په لومړیو ۱۱ میاشتو کې ۱.۵ ځله زیات شوي او ۴۱۸،۰۰۰ ټنو ته رسیدلي دي.

سوداګرو ویلي چې افغانستان ته د روسیې د مایع ګازو اکمالات تر یوې اندازې د ایران د اکمالاتو د کمښت له امله زیات شوي، ځکه چې ایران د امریکا له بندیزونو سره مخ دی.

 

وپلټۍ
شیخه حسینه واجد وايي چې د اعدام د سزا له ګواښ سره سره به په ډسمبر کې بنګله دېش ته ستنه شي.
د غزې روغتیايي چارواکي وايي، اسرائیلو په غزه کې په تازه بریدونو کې درې فلسطینیان وژلي دي
پاکستان : د سیمه‌ییزې همکارۍ د پرمختګ لپاره افغانستان باید د ګاونډیان اندیښنې حل کړي
روسیه وايي چې ۱۳۰۰ اوکرایني ډرونونه یې غورځولي دي، چې سلګونو یې د مسکو پر لور روانې وې
امریکا منځني ختیځ کې دریمه الوتکې وړونکې بیړنۍ واستوله
په غزه کې  د کنډوالو له منځه د راویستل شویو ۷۰ تنو فلسطینیانو جنازې خاورو ته وسپارل شوې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په بدخشان کې د سروزرو د کان دوه تنه کانکیدونکي مړه او ګڼشمیر نور ټپیان شوي
د سوریې پلازمېنه دمشق د موټر بم مرګونې چاودنې ولړزوله.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
حماس په غزه کې د سیلابونو له امله د نړۍوال بیړني اقدام غوښتنه وکړه.
زیلینسکي خبرداری ورکړی چې د امریکا او روسیې امنیتي خبرې کولی شي ناټو کمزورې او اروپا وګواښي .
ټرمپ، شي جینپینګ او پوتین به په چین کې خپله لومړنۍ درې اړخیزه غونډه وکړي.
په استانبول کې د مشرانو تر لیدنې وروسته د تورکیې او قطر مهم دفاعي تړون لاسلیک کړ .
د مهمو خبرونو غورچاڼ