پر اسرائیل د ایران بریدونو کې تر ۱۰۰ ډېر کسان ټپیان شوي، نتنیاهو دا 'یوه ډېره سخته شپه' بللې

د اسرائیل پر دوو جنوبي ښارګوټو د ایران توغندیزو بریدونو تر ۱۰۰ ډېر کسان ټپیان کړي، وروسته له هغه چې د اسرائیل د هوايي دفاع سیستمونو د دغو توغندیو په مخنیوي کې پاتې راغلل. لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دا "یوه ډېره سخته شپه" بللې ده.

By
پر اسرائیل د ایران بریدونو کې تر ۱۰۰ ډېر کسان ټپیان شوي، نتنیاهو دا 'یوه ډېره سخته شپه' بللې / Reuters

پر اسرائیل د ایران بریدونو کې تر ۱۰۰ ډېر کسان ټپیان شوي، نتنیاهو دا 'یوه ډېره سخته شپه' بللې
ژغورونکي وايي، په اراد ښارګوټي کې ۸۴ او په ډیمونا کې ۳۳ کسان ټپیان شوي دي.

د اسرائیل پر دوو جنوبي ښارګوټو د ایران توغندیزو بریدونو تر ۱۰۰ ډېر کسان ټپیان کړي، وروسته له هغه چې د اسرائیل د هوايي دفاع سیستمونو د دغو توغندیو په مخنیوي کې پاتې راغلل. لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دا "یوه ډېره سخته شپه" بللې ده.

دغو دوو مستقیمو بریدونو د استوګنې ودانیو مخې ته برخې ویجاړې کړي او په ځمکه کې یې کندې جوړې کړې دي.

د "مګین ډیویډ اډم" لومړنیو مرسته رسوونکو ویلي، چې د اراد په ښارګوټي کې ۸۴ کسان ټپیان شوي، چې د لسو تنو وضعیت یې نازک دی. دا پېښه څو ساعته وروسته له هغه وشوه چې نږدې ډیمونا ښارګوټي کې ۳۳ کسان ټپیان شوي وو.

د ایران دولتي ټلوېزیون ویلي، پر ډیمونا - چې یو اټومي مرکز په کې دی - توغندیز برید په نطنز کې پر خپلو اټومي تاسیساتو د مخکیني برید "غبرګون" و.

د اور وژنې ګاډي چې څراغونه یې روښانه وو، د لسګونو نورو بېړنیو مرستندویه کارکوونکو سره یوځای د پېښې په ځای کې موجود وو.

نتنیاهو ویلي، اسرائیل به د هغه په وینا "له یوې ډېرې سختې شپې" وروسته هم پر ایران بریدونو ته دوام ورکړي.

نتنیاهو په یوه بیانیه کې ویلي: "دا زموږ د راتلونکي لپاره په جګړه کې یوه ډېره سخته شپه ده. موږ هوډ لرو چې په ټولو جبهو کې خپلو دښمنانو ته ګوزارونو ورکولو ته دوام ورکړو."

'پراخ زیانونه'

اور وژونکو ویلي، چې "په ډیمونا او اراد دواړو کې، د مخنیوي توغندي وتوغول شول خو ونه توانېدل چې ګواښونه له منځه یوسي، چې په پایله کې دوه بالستیک توغندي چې د سلګونو کیلوګرامه وزن لرونکي جنګي سرګلولې یې لرلې، په مستقیم ډول ولګېدل."

د اسرائیل پوځ ویلي، چې په دې اړه به څېړنې وکړي.

پوځي ویاند، برید جنرال ایفي ډفرین، پر اېکس (پخواني ټویټر) لیکلي: "د هوايي دفاع سیستمونو کار وکړ خو توغندي یې شنډ نه کړل، موږ به دا پېښه وڅېړو او له هغې به زده کړه وکړو."

د سیمې د اور وژنې ادارې ویلي، چې په اراد ښارګوټي کې "پراخ زیانونه" اوښتي، چې درې ودانۍ یې اغېزمنې کړي او په یوه ودانۍ کې اور لګېدلی دی.

د پوځ د کورني محاذ قوماندانۍ په سیمه کې ښوونځیو ته امر کړی چې خپل درسونه انلاین کړي.

یوه روغتیاپال، ریاض ابو عجاج، د خپلې ادارې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې د برید په ځای کې د "پراخې ورانۍ" یادونه کړې ده.

هغه وویل: "د پېښې په ځای کې ډېره ګډوډي وه."