ټرمپ پنځه ځله نتنیاهو غندلی خو وروسته څه پېښ شوي؟
سیاست
5 د لوستلو دقیقې
ټرمپ پنځه ځله نتنیاهو غندلی خو وروسته څه پېښ شوي؟د اسرائیل قاتل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو خپله ټوله سیاسي دوره د «بقا» یا په واک کې د پاتې کېدو په هڅو تېره کړې ده. د فساد تورونه، د ملګرو لخوا پرېښودل کېدل او د محکمو لخوا غندنه؛ هیڅ یو هم هغه له واک څخه نه دی لیرې کړی.
ټرمپ پنځه ځله نتنیاهو غندلی خو وروسته څه پېښ شوي؟

له غزې نیولې تر ایران او لبنان پورې، هرکله چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسرائیل قاتل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د پرله پسې جګړه مارۍ مخه نیولې، نتنیاهو په ظاهره سر ورته ښه کړې خو په عمل کې یې د هغه خلاف چلند کړی او واشنګټن یې په جګړه کې نور هم ښکېل کړی دی.

د اسرائیل قاتل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو خپله ټوله سیاسي دوره د «بقا» یا په واک کې د پاتې کېدو په هڅو تېره کړې ده. د فساد تورونه، د ملګرو لخوا پرېښودل کېدل او د محکمو لخوا غندنه؛ هیڅ یو هم هغه له واک څخه نه دی لیرې کړی.

د هغه د بقا وسیله «جګړه» ده. د هغه لپاره بریا امنیت نه، بلکې د حماس، حزب الله او ایران

دوامداره ګواښ مهم دی. تر هغه چې اسرائیل بریدونه کوي او ملکیان وژني، نتنیاهو حکومت کوي.

کله چې سوله راشي، هغه به په محکمه کې د خپل ولس له پوښتنو سره مخ شي. همدا محاسبه هر څه روښانه کوي: دا چې ولې اوربندونه ماتیږي، ولې هوکړې له منځه ځي او ولې امریکایي منځګړي له سیمې خالي لاس بیرته راګرځي.

دا دا هم واضح کوي چې ولې د ټرمپ له پنځو سختو غندنو او نښتو سره سره، هغه سړی چې ژمنه یې کړې وه په سپینه ماڼۍ کې به د اسرائیل ترټولو لوی ملاتړی وي، ځان د داسې لومړي وزیر په لاس کې لوبېدونکی وموند چې نه شي کولای هغه جګړې ودروي کوم چې ده ته له زندان څخه د خلاصون وسیله ده.

د ۲۰۲۶ کال د جون لومړۍ نېټه: «ته بېخي لېونی یې»

د ۲۰۲۶ کال د جون په لومړۍ نېټه، ټول ډیپلوماټیک اصول له منځه لاړل. کله چې اسرائیلو پر بیروت د بمبارۍ ګواښ وکړ، ټرمپ له نتنیاهو سره په یوه تلیفوني اړیکه کې چې امریکایي چارواکو «ترټولو بده اړیکه» بللې، هغه ته وویل: "ته بېخي لېونی یې. که زه نه وم، ته به اوس په زندان کې وې. زه ستا بقا ساتم. اوس هر څوک له تا څخه کرکه کوي. د دې کار له امله هر څوک له اسرائیلو بد وړي."

ټرمپ نتنیاهو ته د فساد په محکمه کې خپل ملاتړ ور په یاد کړ او خبرداری یې ورکړ چې پر بیروت برید به اسرائیل په نړۍ کې نور هم یوازې کړي. یو چارواکي وویل چې ټرمپ پر هغه فشار راوړ او نتنیاهو ورته وویل: "سمه ده، سمه ده، بس ډاډ ترلاسه کړه چې هر څه به سم شي." خو د نتنیاهو عامه بیان بیا بل څه و: "زموږ دریځ پر خپل ځای دی."

نتنیاهو، چې په غزه کې د جنګي جرمونو په تور د جرمونو نړیوالې محکمې (ICC) ته مطلوب دی، وویل که حزب الله بریدونه ونه دروي، دوی به پر بیروت برید وکړي. دا د نتنیاهو د هغه چلند یوه نمونه ده چې د نړۍ ترټولو ځواکمن سړي ته "هو" وایي، خو وروسته هماغه څه کوي چې زړه یې غواړي.

د ۲۰۲۶ کال مې میاشت: «د اور اخیستلو په حال کې»

د ۲۰۲۶ په مې میاشت کې، ټرمپ له ایران سره په اټومي مذاکراتو بوخت و، هغه ډیپلوماسي چې د نتنیاهو له لاسه یې د جګړې پلمه اخیستله. د دوی ترمنځ تلیفوني اړیکه «سخته» بلل شوې وه. سرچینو ویلي چې تر اړیکې وروسته نتنیاهو ډیر په غوسه او وارخطا و.

ټرمپ نتنیاهو ته وویل چې منځګړي (قطر، پاکستان او نور) د واشنګټن او تهران ترمنځ د یوې هوکړې په لور کار کوي. خو نتنیاهو، چې پر ایران یې د بریدونو دوام غوښت، خپل شکونه څرګند کړل. هغه دومره اندېښمن و چې په واشنګټن کې یې خپل سفیر امریکايي قانون جوړونکو ته د خپلو اندېښنو د رسولو لپاره واستاوه.

د ۲۰۲۶ کال اپریل: لبنان د خطر پر څنډه

پداسې حال کې چې غزه لا هم تر بمبارۍ لاندې وه، نتنیاهو په لبنان کې جګړه پراخه کړه. ټرمپ د اپریل په ۹مه په یوه «تنده» اړیکه کې له نتنیاهو وغوښتل چې پر حزب الله بریدونه کم کړي. نتنیاهو ته څرګنده شوه چې که د لبنان سره د اوربند خبرې ونه کړي، ټرمپ ښايي په یو اړخیزه توګه اوربند اعلان کړي. نتنیاهو د خبرو پیل ومنلو، خو څو ورځې وروسته یې په سویلې لبنان کې ځمکني عملیات نور هم پراخ کړل.

د ۲۰۲۵ کال اکتوبر: «لعنتي بدبینه»

په غزه کې له میاشتو وژنو وروسته، ټرمپ د ۲۰۲۵ په اکتوبر کې د دویم اوربند منځګړیتوب وکړ. کله چې حماس د معاملې لپاره شین څراخ ولګو، ټرمپ نتنیاهو ته وویل چې دا یو فرصت دی، خو نتنیاهو ورته وویل چې دا هیڅ معنی نه لري. ټرمپ په غوسه ورته وویل: "زه نه پوهېږم چې ولې ته تل دومره لعنتي بدبینه یې. دا یوه بریا ده، ویې منه. بي بي، ته له ټولې نړۍ سره نه شې جنګېدلی."

که څه هم اوربند اعلان شو، خو د ۲۰۲۵ تر پایه اسرائیل له غزې په پوره توګه ونه وتل او هوکړه یې نیمګړې پرېښوده.

د ۲۰۲۵ کال جنوري: «ته بل انتخاب نه لرې»

د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په ۱۰مه، ټرمپ د خپل ځانګړي استازي سټیو ویټکوف له لارې پر نتنیاهو فشار راوړ چې په غزه کې د اوربند پلان ومني. ټرمپ ورته وویل: "ته بل انتخاب نه لرې، زما سره باید جوړ راشې."

اوربند وشو او یرغمل شوي کسان کورونو ته راستانه شول. خو یوازې شپږ اونۍ وروسته، د ۲۰۲۵ په مارچ کې، نتنیاهو په یو اړخیزه توګه اوربند مات کړ او په غزه کې یې یو ځل بیا بمباري پیل کړه. نتنیاهو یو ځل بیا هماغه کار وکړ: په نرمۍ سره یې فشار ومنلو، خو کله چې د کمرې سترګې بل لور ته شوې، هر څه یې بېرته له منځه یووړل.

 

وپلټۍ
هند د چین سرحدي سیمې ته په همالیا کې د یو ستراتیژیک تونل کیندلو چارې بشپړې کړې
غیرقانوني اسرائیلي میشتو په اشغال شوي لویدیځه غاړه کې د يو فلسطیني موټر ته اور واچاوه
تورکیې او کاناډا د آزادې سوداګرۍ تړون په اړه خبرې اترې پیل کړې
ولسمشر اردوغان وینزویلا له  سرپرستې ولسمشرې سره د دوه اړخیزو اړیکو او نړیوالو مسلو په اړه خبرې وکړې
چین او شمالي کوریا د پیونګ یانګ په سرمشریزه کې د اړیکو د پیاوړتیا په اړه موافقه وکړه
روسیې یو ځل بیا د یو خپلواک فلسطیني دولت چې پلازمینه يې ختیځ بیت المقدس وي غوښتنه وکړه
د امریکا یوې محکمې د ماهرو کارګرانو د ویزې غوښتنلیکونو لپاره د ټرمپ ادارې ۱۰۰،۰۰۰ ډالري فیس لغوه کړ.
د هرمز تنګي ته نږدې د امریکايي پوځ یوه اپاچي چورلکه غورځېدلې؛ ټرمپ وايي پیلوټان "ښه" دي
ایران او اسرائیل په یو بل د متقابلو بریدونه د پایته رسولو اعلان وکړ
د غوښتنې په صورت کې تورکیه چمتو ده چې د هرمز تنګي د ماینونو پاکولو په برخه کې مرسته وکړي.
د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې د پولیسو او یوې اعتراض کوونکې ډلې ترمنځ نښتو کې اووه کسان ووژل شول
د اوربند سره سره  په غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې ۱۰ فلسطینیان وژل شوي او ۲۹ نور ټپیان شوي
حوثیانو په سره سمندرګي کې پر اسرائیلو د کښتۍ چلولو د بشپړ بندیز ګواښ وکړ
په امریکا کې د انګلستان د نړیوال جام تمریناتي کمپ ته نږدې په ډزو کې لږ تر لږه نهه تنه ټپیان شوي
د مهمو خبرونو غور چاڼ