نړۍ
4 د لوستلو دقیقې
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر روبیو وایي د ایران پر وړاندې (د غضب عملیات) پای ته ورسېدل
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو اعلان وکړ چې د ایران پر خلاف پیل شوي د  (حماسي غضب عملیات) پای ته ورسېدل. هغه ټینګار وکړ چې د دې عملیاتو اصلي اهداف ترلاسه شوي او امریکا د جګړې د بیا پیل یا د وضعیت د نور خرابولو هڅه نه کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر روبیو وایي د ایران پر وړاندې (د غضب عملیات) پای ته ورسېدل
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر روبیو وایي د ایران پر وړاندې (د غضب عملیات) پای ته ورسېدل / AP


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ادعا کوي چې امریکا پر ایران د جګړې "اهداف ترلاسه کړي" او وایي چې تهران نور نه شي کولای "داسې ډال جوړ کړي چې تر شا یې خپل اټومي پروګرام پټ کړي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو اعلان وکړ چې د ایران پر خلاف پیل شوي د  (حماسي غضب عملیات) پای ته ورسېدل. هغه ټینګار وکړ چې د دې عملیاتو اصلي اهداف ترلاسه شوي او امریکا د جګړې د بیا پیل یا د وضعیت د نور خرابولو هڅه نه کوي.

روبیو، چې د سپینې ماڼۍ د ویاندې کارولین لیویټ پر ځای یې خبرې کولې، د سې شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: "عملیات پای ته ورسېدل. عملیات  بشپړ شول، ولسمشر (ټرمپ) کانګرس ته خبر ورکړی دی. موږ د هغې مرحلې کار پای ته رسولی."

روبیو وویل چې د عملیاتو پر مهال امریکا د ایران د لنډ واټن ویشتونکي بالستیک توغندي، لانچرونه، فابریکې او سمندري ځواک ویجاړ کړل، ترڅو تهران نور ونه شي کولای "داسې ډال جوړ کړي چې تر شا یې خپل اټومي پروګرام پټ کړي." هغه دا یوه ډېره لویه لاسته راوړنه وبلله او ویې ویل چې د لومړۍ ورځې راهیسې د دې عملیاتو هدف همدا و.

روبیو ټینګار وکړ چې امریکا د جګړې د بیا پیل اراده نه لري، بلکې اوس

(د ازادۍ پروژه) ته پام اړوي ترڅو د هرمز تنګي کې د کښتیو د دفاعي بدرګې له لارې د تګ راتګ ازادي خوندي کړي. ایران حکومت د روبیو د دغو څرګندونو په اړه سمدستي غبرګون نه دی ښودلی.

په منځني ختیځ کې کړکېچ هغه مهال په ناڅاپي ډول زیات شو چې کله امریکا او اسرائیل د فبروري په ۲۸مه د ایران پر وړاندې جګړه پیل کړه. دې کار د تهران لخوا غبرګوني بریدونه وپارول چې امریکايي ځواکونه، اسرائیل او د امریکا خلیجي متحدین یې په نښه کړل او په هرمز تنګي کې یې د کښتیو تګ راتګ ګډوډ کړ.

د اپریل په ۸مه د پاکستان په منځګړیتوب یو اوربند وشو، خو په اسلام اباد کې وروستیو خبرو کومه تلپاتې هوکړه ونه لرله. دا اوربند وروسته د ولسمشر ټرمپ لخوا د نامعلوم وخت لپاره وغځول شو. د اپریل له ۱۳مې راهیسې، امریکا په دې ستراتیژیکه لاره کې د ایران پر سمندري تګ راتګ بحري محاصره لګولې ده. روبیو وویل چې د امریکا دا اقدام د ایران اقتصاد ته سخت زیان رسوي چې هره ورځ ورته نږدې ۴۳۰ میلیونه ډالره لګښت تمامېږي.

د هرمز تنګي عملیات
روبیو د ازادۍ پروژې عملیات یو دفاعي عملیات وبالل چې له حماس غضب عملیاتو څخه جلا دي. هغه وویل: "دا یو تهاجمي عملیات نه دي؛ دا یو دفاعي عملیات دي. مانا یې ساده ده — تر هغه چې پر موږ ډزې نه وي شوي، موږ ډزې نه کوو. موږ یوازې هغه وخت غبرګون ښیو چې لومړی برید راباندې وشي."

روبیو د هرمز تنګي د محاصرې په اړه ایران ته خبرداری ورکړ او ویې ویل: "د هرمز تنګی د ایران ملکیت نه دی. هغوی حق نه لري چې دا وتړي، کښتۍ والوزوي او ماینونه پکې کېږدي... دا حالت عادي کېدای نه شي." نوموړي همداراز پر ایراني مشرتابه سختې نیوکې وکړې او هغوی ته یې خبرداری ورکړ چې "خپل ځان کابو کړئ، مخکې له دې چې تباه شئ."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر خبرداری ورکړ چې په اټومي وسلو سمبال ایران به یو ناورین وي، چې کېدای شي د تل لپاره تنګی وتړي او په نړۍ کې د تېلو بیې په بې ساري ډول لوړې کړي.

'سل په سلو کې د اساسي قانون خلاف'
روبیو دا هم وویل چې هغه د ۱۹۷۳ کال د جنګي واکونو له قانون سره مخالف دی، کوم چې ولسمشر مجبوروي چې په ۴۸ ساعتونو کې کانګرس ته د سرتېرو د لېږلو خبر ورکړي او له ۶۰ ورځو وروسته ترې اجازه واخلي. هغه وویل: "موږ دا قانون د اساسي قانون مطابق نه بولو، خو بیا هم د کانګرس سره د ښو اړیکو لپاره یې ځینې برخې عملي کوو." نوموړي زیاته کړه چې د ټرمپ ادارې د قانون اړوند ټول لازم خبرتیاوي کانګرس ته په خپل وخت ورکړې دي.

 

وپلټۍ
حماس اسرائیل تورن کړ چې د غزې د نسل وژنې د شواهدو د پټولو هڅه کوي
سموټریچ او بن ګویر پر برېتانیا د بندیزونو او د سفیر د شړلو غوښتنه وکړه
په کیف کې د روسیې د بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي
حوثیانو د سعودي عربستان پر څلورو ښارونو بریدونه کړي چې له امله يي ۷۳ تنه ټپیان شوي دي.
روسیې وویل جرمني په بن کې زموږ جنرال کونسلګري په بې بنسټه پلمو وتړله
جرمني هغه پخواني اسرائیلي بندي ته تابعیت ورکړ چې د فلسطینیانو د اعدامولو غوښتنه یې کړې وه
اروپايي سیاستوالو په جرمني کې د افراطي ښي اړخي ګوند (AfD) پر تاریخي ایالتي بریا اندېښنه ښودلې
روسیه وايي ممکن له اوکراین او امریکا سره درې اړخیزې خبرې بېرته پیل شي
د لبنان په سویل کې اسرائیلو د ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۱ کسان ووژل
د تورکیې د ښځو د والیبال ملي لوبډلې د اروپا اتلولۍ وګټله
د تورکیې  ولسمشر اردوغان د هیواد د ښځو د والیبال ملي لوبډلې ته د اروپا د اتلولۍ د ګټلو له امله مبارک
قالیباف: پداسې حال چې تهران د اقتصادي ستونزو د حل هڅه کوي، د امریکا بریدونو ته به هم  ځواب ورکړي
په غزې کې د اسرائیل قاتلانه بریدونو د ۵ فلسطینیان ژوند واخیست
امریکايي استازو د سولې د هڅو په لړ کې کییف ته خپل لومړنی سفر وکړ
په نوي ډهلي کې د یوې ودانۍ د نړېدو له امله ۵ کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور تر خاورو لاندې دي