نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
په امریکا کې په یوه وسله وال برید کې ۱۲ کسان ټپیان شول
د امریکا د فلوریډا اې اینډ ایم (Florida A&M) پوهنتون د امریکايي فوټبال له لوبې وروسته په شوي برید کې لږ تر لږه ۱۲ تنه ټپیان شوي چې  د درېیو ټپیانو روغتیايي حالت نازک دی.
په امریکا کې په یوه وسله وال برید کې ۱۲ کسان ټپیان شول
امریکا برید

د شنبې په شپه د امریکا د فلوریډا ایالت په تلاهاسي  ښار کې د فلوریډا اې اینډ ایم پوهنتون د براګ میموریل  لوبغالي ته څېرمه په یوه وسله وال برید کې لږ تر لږه ۱۲ کسان ټپیان شوي دي.

سیمه ییزو پولیسو او د پوهنتون چارواکو اعلان کړی چې په ټپیانو کې ۱۱ تنه په ګولیو لګېدلي، چې شپږ یې لویان او شپږ نور یې ماشومان دي.

د تلاهاسي د پولیسو څانګې خبر ورکړی چې په دغه برید کې لږ تر لږه د درېیو ټپیانو حالت نازک دی، خو د نورو نهو تنو حالت بیا د ډاډ وړ دی.

د چارواکو او سیمه ییزو رسنیو په وینا، دا برید د پوهنتون د پخوانیو زده کړیالانو د دودیزې غونډې په ترڅ کې د امریکايي فوټبال د لوبې نه سمدستي وروسته رامنځته شوی دی. له پېښې وروسته په سیمه کې خلکو ته خبرداری ورکړل شو چې له خپلو ځایونو څخه ونه وځي.

د پولیسو ویاندې الیشیا هیل په برید کې د کسانو ټپي کېدل تایید کړل او د تلاهاسي ډیموکراټ (Tallahassee Democrat) سیمه ییزې ورځپاڼې د راپور له مخې، چارواکو ویلي چې د شپې په ناوخته ساعتونو کې د پېښې په ځای کې امنیت خوندي شوی دی.

د فلوریډا اې اینډ ایم پوهنتون په سیمه ییز وخت د ماښام شاوخوا ۸:۴۰ بجې یو امنیتي خبرداری خپور کړ او د لوبغالي شاوخوا خلکو څخه یې وغوښتل چې په خپلو ځایونو کې پاتې شي او یا هم له سیمې څخه لرې اوسي.

د فلوریډا ایالتي پوهنتون هم په تلاهاسي ښار کې خپلو ټولو محصلینو، استادانو او کارمندانو ته سپارښتنه وکړه چې د احتیاطي تدابیرو په موخه په سرپټو (خوندي) ځایونو کې پاتې شي. پوهنتون څرګنده کړه چې تر اوسه داسې کوم شواهد نه دي ترلاسه شوي چې د دوی غړي دې په دې پېښه کې ښکېل وي.

د دې وسله وال برید د څرنګوالي په اړه پلټنې روانې دي.

 

وپلټۍ
پنټاګون د لاکهیډ مارټین دفاعي صنایع شرکت سره  د ۸۵۰ ایف-۳۵ الوتکو تړون لاسلیک کړ
ټرمپ پر الهان عمر د جعلي هویت د کارولو تور و لګاوه او د هغې د استعفا غوښتنه یې وکړه
د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې د نښتې له امله ۴ پولیس او ۲ وسله وال وژل شوي دي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
سپینې ماڼۍ ویلي امریکا به د نوامبر د ۳مې نېټې د کانګرس له منځمهاله ټاکنو مخکې پر ایران برید ونکړي
د اروپا او منځني ختیځ لوړپوړي ډیپلوماټان به د منځګړیتوب ۹مې غونډې لپاره په استانبول کې راټول شي
تورکیه او کاناډا د ۱۰ میلیارد ډالرو سوداګرۍ هدف لري.
ټرمپ: له ایران سره هېڅ ډول مذاکرات  روان ندي، ډېر ژر به مهم پرمختګونه وشي
امریکا په خلیج هیوادونو کې د خپلو سفارتخانو څخه د ډیپلوماټانو او د هغوې د کورنیو د ویستلو امر کړی
د تورکیې ولسمشر او د بلغاریا لومړي وزیر د تور سمندرګي د امنیت او دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
نیویارک ټایمز: امریکا او اسرائیل له ټاکنو وروسته پر ایران د بریدونو پلانونه تر بحث لاندې نیسي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران ویلي دي چې ډیر ژر به خپل یو نوی بم چې د ټولو بمونو پلار بلل کیږي نندارې ته وړاندې کړي
د خلیج هېوادونو پر سعودي عربستان د حوثي یاغیانو د بریدونو په ترڅ کې فوق العاده غونډه وکړه
ولسمشر اردوغان: «هغه جنایتکاران چې د ماشومانو له وژلو خوند اخلي، په هیڅ ځای کې پټیدلی نشي