نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د بګرام اډې په اړه د ټرمپ ګواښ: که بېرته رانکړل شي "بدې پایلې " به ولري.
ټرمپ د شنبې په ورځ پر "ټروت سوشل" ټولنیزه شبکه ولیکل: "که افغانستان د بګرام هوايي اډه بېرته هغو ته چې جوړه کړې یې ده، یعنې د امریکا متحده ایالتونو  ته ونه سپاري، نو بدې پېښې به رامنځته شي!!!"
د بګرام اډې په اړه د ټرمپ ګواښ: که بېرته رانکړل شي "بدې پایلې " به ولري.
/ AP

د بګرام اډې په اړه د ټرمپ ګواښ: که بېرته رانکړل شي "بدې پایلې " به ولري.

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، که افغانستان د بګرام هوايي اډې کنټرول بېرته امریکا ته ونه سپاري، نو "بدو پایلو" سره به مخ شي.

ټرمپ د شنبې په ورځ پر "ټروت سوشل" ټولنیزه شبکه ولیکل: "که افغانستان د بګرام هوايي اډه بېرته هغو ته چې جوړه کړې یې ده، یعنې د امریکا متحده ایالتونو  ته ونه سپاري، نو بدې پېښې به رامنځته شي!!!"

د جمعې په ورځ، ټرمپ وویل چې په افغانستان کې په دغې اډې کې د یو کم شمېر امریکايي پوځیانو د بیا مېشتېدو په اړه خبرې روانې دي.

ټرمپ په بیضوي دفتر کې خبریالانو ته وویل: "د بګرام په اړه به وګورو چې څه کیږي. موږ له افغانستان سره خبرې کوو. دا اډه باید هېڅکله نه وای پرېښودل شوې."

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د یوه ناڅرګند امریکايي چارواکي له قوله ویلي، چې د ټرمپ اداره له طالبانو سره لومړنۍ خبرې کوي او د دغو خبرو مشري د یرغمل شویو په چارو کې ځانګړی استازی ادم بوهلر کوي.

په دغو خبرو کې د احتمالي بندیانو تبادله، اقتصادي ترتیبات او یوه امنیتي برخه شامله ده.

ټرمپ وویل: "د دې اډې د پرېښودلو هېڅ دلیل نه و... موږ غوښتل چې بګرام، یعنې هوايي اډه، له ځان سره وساتو."

بګرام چې د کابل په شمال کې موقعیت لري، په ۲۰۲۱ کال کې د امریکا له بشپړ وتلو مخکې په افغانستان کې د ۲۰ کلنې جګړې پر مهال د امریکا تر ټولو لویه پوځي اډه وه.

افغان چارواکو په دغه هېواد کې د امریکا له بیا پوځي حضور سره مخالفت ښودلی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي ذاکر جلال د پنجشنبې په ورځ پر اېکس شبکه (پخواني ټویټر) په یوه پوسټ کې وویل: "افغانستان او امریکا باید له یو بل سره تعامل ولري... خو داسې چې امریکا د افغانستان په هېڅ برخه کې پوځي حضور ونه لري."

 

وپلټۍ
د چین د سیچوان ایالت کې د ودانۍ د دېوال ړنګېدو له امله ۵ کسان وژل شوي
د هند په لویدیځ بنګال ایالت کې په یوه هوټل کې د اورلګېدنې له امله نهه کسان مړه شوي دي
ټرمپ یو داسې انځور خپور کړ چې د هرمز تنګی د "امریکا د خاورې" په توګه ښيي
په کابل کې پر یوه تعلیمي مرکز کې د چاودنې له امله  لږ تر لږه ۴۲ ماشومان ټپیان شوي دي.
لاوروف وايي روسیه او شمالي کوریا د نوي څو قطبي نړیوال نظم په لټه کې دي
اسرائیلو د سوریې په ادلیب ولایت کې د ابو ظهور پوځي هوايي ډګر بمبار کړ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.
ولسمشر اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند ۲۵ کلن مزل د تورکیې لپاره یو "تاریخي بدلون" وباله