اقتصاد
2 د لوستلو دقیقې
د تورکیې اقتصاد د کال په لومړۍ ربع کې ۲.۵ سلنه وده کړې
د تورکیې اقتصاد د روان کال په لومړۍ ربع کې ۲.۵ سلنه وده ښودلې ده.
د تورکیې اقتصاد د کال په لومړۍ ربع کې ۲.۵ سلنه وده کړې
د تورکیې اقتصاد د کال په لومړۍ ربع کې ۲.۵ سلنه وده کړې


د تورکیې د احصایې ادارې  د روان کال د لومړۍ ربعې (د جنوري - مارچ موده) په اړه د کورني ناخالص تولید  پایلې اعلان کړې.

د دې شمېرو له مخې، د ۲۰۲۶ کال د لومړۍ ربعې د کورني ناخالص تولید لومړنی اټکل، د ځنځیري حجم د شاخص په توګه د تېر کال د همدې ربعې په پرتله ۲.۵ سلنه زیات شوی دی. په دې سره د تورکیې اقتصاد په پرله پسې ډول ۲۳ ربعې وده وکړه.

د تولید د میتود له مخې په روانو بیو د کورني ناخالص تولید اټکل، د کال په لومړۍ ربع کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳۵.۷ سلنه زیات شوی او ۱۶ ټریلیونه ۹۹۹ میلیارده ۹۷۷ میلیونه لیرو ته رسېدلی دی. د ډالرو په حساب، د لومړۍ ربعې د کورني ناخالص تولید ارزښت ۳۸۹ میلیارده ۵۹۸ میلیونه ډالره اټکل شوی.

د ۲۰۲۶ په لومړۍ ربع کې د سکتورونو پر بنسټ وده:
کله چې د کورني ناخالص تولید جوړونکي فعالیتونه وڅېړل شي، د تېر کال په پرتله په لومړۍ ربع کې په لاندې سکتورونو کې زیاتوالی راغلی:

  • معلومات او مخابرات: ۹.۵ سلنه

  • نور خدمتونه: ۵.۲ سلنه

  • کرنه: ۴.۶ سلنه

  • سوداګري، ټرانسپورټ، هوټلداري او د خوړو خدمتونه: ۳.۷ سلنه

  • مالي او بیمې چارې: ۳.۵ سلنه

  • ودانیز سکتور (ساختمان): ۳.۲ سلنه

  • د املاکو فعالیتونه: ۳ سلنه

  • مسلکي، اداري او ملاتړي خدمتونه: ۱.۹ سلنه

  • عامه اداره، ښوونه او روزنه، روغتیا او ټولنیز خدمتونه: ۱.۸ سلنه

خو د صنعت سکتور بیا ۰.۸ سلنه کموالی ښودلی دی.

 د ودې د توقعاتو په سروې کې برخه اخیستونکو اقتصاد پوهانو اټکل کړی و چې د تورکیې اقتصاد به په لومړۍ ربع کې ۲.۷ سلنه وده وکړي. همدارنګه د ۲۰۲۶ کال د ټول کال لپاره د اقتصاد پوهانو د ودې اوسط توقع ۳.۳ سلنه وه.

 

وپلټۍ
د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ بحران لپاره د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي
د تورکیې د ملي استخباراتو مشر د غزې د سولې پر پلان د خبرو لپاره د حماس له مشر سره وکتل
د ایران ولسمشر: موږ به د خپلې خاورې بشپړتیا وساتو، خو د جګړې د پراخولو لیوالتیا نه لرو
د تورکیې ولسمشر اردوغان د سعودي عربستان له وليعهد شهزاده سلمان سره خبرې وکړې
ایران: له عمان سره خبرې اترې د هرمز تنګي له لارې د کښتیو په تګ راتګ تمرکز لري
د پاکستان په سوات کې د پولیسو په یو مرکز ځانمرګی برید شوی .
اسپانیا: د ۵۰ زره کډوالو ډېری برخه له سیوټا سیوټا څخه په خپله خوښه مراکش ته ستانه شول
د جولای په ۱۵ د ولسمشر اردوغان د وژنې د پلان په هڅه کې ښکیل ترهګر ونیول شو
د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په هوايي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي
ټرمپ اوکراین ته د پیټریوټ توغندیو د ورکولو له ژمنې شاته شو
د یونس امره انسټیټیوټ لخوا د تورکي ژبې د مهارت نړیواله ازموینه (TYS)
په کاناډا کې پر یوه جومات وسله وال برید شوی
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی