تورکیه
3 د لوستلو دقیقې
د تورکیې د بشري مرستو  بنسټ تېر کال په ۱۴ هېوادونو کې ۷۰ دایمي پروژې بشپړې کړي دي
د بنسټ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د تورکیې د بشري مرستو بڼسټ İHH په هغو سیمو کې چې زده کړو ته لاسرسی محدود دی، د ښوونځیو پرانیستلو او په هغو سیمو کې چې جوماتونه نه لري د اړتیا پوره کولو لپاره د جوماتونو پروژې پلې کړې دي.
د تورکیې د بشري مرستو  بنسټ تېر کال په ۱۴ هېوادونو کې ۷۰ دایمي پروژې بشپړې کړي دي
د تورکیې بشري مرستو بڼسټ / AA

 د تورکیې د بشري حق او ازادیو په نامه د بشري مرستو  بنسټ تېر کال په ۱۴ هېوادونو کې ۷۰ دایمي پروژې بشپړې کړې

د دغه بنسټ د دایمي پروژو په لړ کې، ۳۴ جوماتونه، د قران کریم ۲ کورسونه، ۱۲ ښوونځي، ۳ روغتیايي مرکزونه، ۵ کلتوري مرکزونه، یو د ډوډۍ تنور، یو کتابتون او یوه یتیم خانه جوړ شوي دي.

د بنسټ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د تورکیې د بشري مرستو بڼسټ İHH په هغو سیمو کې چې زده کړو ته لاسرسی محدود دی، د ښوونځیو پرانیستلو او په هغو سیمو کې چې جوماتونه نه لري د اړتیا پوره کولو لپاره د جوماتونو پروژې پلې کړې دي.

د İHH د تېر کال د دایمي پروژو د کارونو په لړ کې، ۳۴ جوماتونه، د قران کریم ۲ کورسونه، ۱۲ ښوونځي، ۳ روغتیايي مرکزونه، ۵ کلتوري مرکزونه، یو د ډوډۍ تنور، یو کتابتون او یوه یتیم خانه جوړ شوي دي.

په پاکستان کې د سېلاب ځپلو کورنیو لپاره ۱۰ کورونه او په سریلانکا کې د یوې یتیمې کورنۍ لپاره ۱ کور جوړ شو.

تېر کال په ۱۰ هېوادونو کې د ۲۵ جوماتونو، د قران کریم د ۵ کورسونو، ۲ ښوونځیو، ۲ روغتیايي مرکزونو، یوه ښوونیز مرکز، یوه کلتوري مرکز، د مسلکي زده کړو د یوه کورس، د بنګله دېش د سېلاب ځپلو لپاره د ۱۰ کورونو، او د ۲ ټولنیزو او ښوونیزو کمپلکسونو د جوړولو کارونه دوام لري.

دغه بنسټ د خپلو تېر کال کارونو په چوکاټ کې، په غزه کې د "اونباشي حسن جومات" سره نږدې، چې په ۲۰۱۷ کال کې جوړ شوی و خو د ۲۰۲۳ کال په نوامبر کې د اسرائیلو په بریدونو کې ویجاړ شو، د صحرايي ډوله خېمې په سیستم یو بل جومات جوړ کړ. دغه ودانۍ ته بیا هم د "اونباشي حسن جومات" نوم ورکړل شو.

د سلام جومات پر ځای، چې د ۲۰۲۳ کال په نوامبر کې د اسرائیلو په بریدونو کې ویجاړ شوی و، هم پر ۵۰۰ متر مربع ځمکه د صحرايي ډوله خېمې په سیستم یو نوی جومات جوړ شو.

له بلې خوا، په غزه کې د لرګیو په جوړښت د صحرايي سیستم له مخې، د ټولټال ۲۸۸ زده کوونکو په ظرفیت، له ۸ درسي خونو او ۲ اداري واحدونو سره یو صحرايي ښوونځی جوړ شو.

د İHH له خوا تېر کال بشپړې شوې دایمي پروژې په افغانستان، بورکینا فاسو، ګانا، کینیا، مالي، مورو، نایجر، پاکستان، سیرا لیون، سریلانکا، سوریه، توګو، یوګانډا او ترکیه کې په فعالیت پیل کړی دی. سربېره پر دې، په هغو ځایونو کې چې روغتیايي خدماتو ته لاسرسی ممکن نه وي، دغه بنسټ مهم رول لوبوي.

د دغه بنسټ د کارونو په برکت، د یتیمانو او د طبیعي پېښو ځپلو کورنیو د استوګنې ستونزو ته حل لارې وړاندې کېږي.

 

وپلټۍ
په افغانستان کې حکومت د بي بي سي راډیويي خپرونې بندې کړې.
نتنیاهو د غزې په مستند فلم کې د شهادت ورکوونکو سرتیرو د محاکمې غوښتنه کوي
یو ایراني چارواکي ویلي دي چې له جګړې او بندیزونو سره سره ۵.۱۴ میلیونه ټنه نفتي توکي صادر شوي دي"
ټرمپ اسیا ته د خپل سفر پر مهال د شمالي کوریا له ولسمشر کیم سره د ممکنه مخامخ لیدنې اشاره ورکړه
په پاکستان کې د یوه مسافر وړونکي اورګاډي له پټلۍ څخه د وتلو له امله ۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی
په ناروې کې په پوځي تمریناتو کې کارول شویو کرایي وسایطو حساس معلومات ثبت کړي دي
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره ورځ د کابینې له غونډې وروسته مهمې څرګندونې وکړې.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اوکراین: "زیلینسکي ښايي د ولسمشر اردوغان په منځګړیتوب له پوتین سره وګوري"
سوډان او مصر پر پوله د سرو زرو د کانونو پر سیمه په هوايي برید کې ۷۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی
په امریکا کې د یوه قاضي له لوري د عامه سرچینو پر مټ د ټرمپ د ملاتړیزو اعلاناتو د درولو پرېکړه
روسیې او اوکراین په یو بل بریدونه ډیر کړي
په هند کې د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون پر خلاف روانې دوام لري
په ریاض کې د ملک خالد پر هوايي ډګر برید شوی؛ یو تن مړ او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.
په لوېدیځه غاړه کې د وژل شویو امریکایانو په اړه د اسرائیلو په ګټه د معلوماتو د "پټولو" ادعا شوې ده