ساینس او ټکنالوژي
2 د لوستلو دقیقې
امریکايي فضانوردې چې په فضا کې بنده پاتې ده د ۷ میاشتو وروسته په فضايي ګرځیدو پيل وکړ
په فضا کې بند پاتې فضانوردې د ۷ میاشو وروسته لومړنی فضايي ګرځیدل ترسره کړل
00:00
امریکايي فضانوردې چې په فضا کې بنده پاتې ده د ۷ میاشتو وروسته په فضايي ګرځیدو پيل وکړ
/ AFP

د  امریکا متحده ایالتونو د فضايي ادارې ناسا  په فضا کې بند پاتې دوو فضا نوردانو څخه یوې، سونی ویلیمز، د نړیوال فضايي تمځای (ISS) کې د ۷ میاشتو تېرولو وروسته خپل لومړنی فضايي ګرځېدل ترسره کړل.

د ناسا ټلویزیون له ISS څخه خپرو شویو انځورونو کې، د بوچ ویلمور سره  له ۷ میاشتو راهیسې په تمځای کې بند پاتې ویلیمز د فضايي ګرځېدلو شېبې ښودل شوې.

کله چې نړۍوال فضايي تمځای د ترکمنستان ۲۶۰ میله (۴۲۰ کیلومتره) پورته الوتنه کوله، د ښځینه فضانوردې ویلیمز غږ په مخابره کې واورېدل شو چې ویل یې "زه بهر وځم".

د امریکا فضايي ګرځېدو پروګرام، د یوه فضانورد د جامو لپاره د سړوونکي سیستم څخه د هوا د بندولو له بټنۍ څخه  د اوبو د څڅېدو له امله ځنډول شوی وو، خو وروسته ناسا اعلان وکړ چې ستونزه حل شوې ده.

ویلیمز او ویلمور د ۲۰۲۴ کال د جون په ۵مه د بوینګ د نوي سټارلاینر کپسول سره د یوې اونۍ ازمایښتي الوتنې لپاره نړۍوال فضايي تم ځای ته لېږل شوي وو.

خو د سټارلاینر د تخنیکي ستونزې له امله د دواړو فضانوردانو د بېرته راستنېدو نېټه وځنډول شوه، او ناسا د تش کپسول د بېرته راستنېدو امر ورکړ.

داسې اټکل کېږي چې د دواړو فضانوردانو بېرته راستنېدل به د مارچ تر پایه یا د اپریل تر پیل پورې ناشوني وي، او په فضايي تمځای کې د دوی د پاتې کېدو موده به نږدې ۱۰ میاشتو ته ورسېږي. دا د SpaceX د اضافي کپسول د توغولو نېټې د ځنډېدو له امله دي.

وپلټۍ
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
اوکراین پر سوداګریزو کښتیو  د روسیې په بریدونو کې د  ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
ایران په اردن کې د امریکا پر اډو د ډرون الوتکو پراخ بریدونه کړي
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه یوازې د یوې خاینانه کودتا شنډول نه وو بلکې د ډیموکراسۍ ستره بریا ده
د دفاعي صنعت په برخه کې د ګولن ترهګریز سازمان سبوتاژونه، حیاتي پروژې او په تېرو ۱۰ کلونو کې  وده
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې په شپه رامنځته شوې پېښې، د کودتا د هڅې مهم پړاوونه او د ملت حماسي مقاومت
روسیه ادعا کوي چې د اوکرایني ډرون ددې هیواد د تیلو په چاڼځای برید کړی
د کودتا پرېکړه د ۲۰۱۵ کال د نوامبر د لومړۍ نېټې له ټاکنو وروسته شوې وه.
متحده عربي امارات وايي ایران د دوې دوله د تیلو ټانکر کښتۍ ویشتلي دي خو ایران دا ادعا رد کړې
د تورکیې ولسمشر اردوغان د پاکستان د دفاعي ځواکونو او ځمکني پوځ مشر جنرال منیر سره وکتل
فیدان په پاریس کې د اوکراین په اړه غونډه کې ګډون وکړ؛ ایتلاف د پایداره سولې د هڅو ژمنه وکړه
د برازیل ولسمشر لولا دا سیلوا پر ټرمپ د «سمندري غلا» تور پورې کړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې له ناوړه کودتا څخه ۱۰ کاله تېر شول.