نړۍ
4 د لوستلو موده (...) دقیقې
په برلین کې له سلو زرو ډېرو خلکو د جرمني د حکومت پر خلاف چې د اسرائیلو نه ملاتړ کوي مظاهره وکړه
په برلین کې له سلو زرو ډېرو خلکو په غزه کې د اسرائیلو لخوا د روانې نسل وژنې نه د جرمني د ملاتړ له امله د جرمني پر ضد لاریون وکړ.
په برلین کې له سلو زرو ډېرو خلکو د جرمني د حکومت پر خلاف چې د اسرائیلو نه ملاتړ کوي مظاهره وکړه
په برلین کې له سلو زرو ډېرو خلکو د جرمني د حکومت پر خلاف چې د اسرائیلو نه ملاتړ کوي مظاهره وکړه / AP
28 سپتمبر 2025

په برلین کې له سلو زرو ډېرو خلکو په غزه کې د اسرائیلو لخوا د روانې نسل وژنې نه د جرمني د ملاتړ له امله د جرمني پر ضد لاریون وکړ.

د راپورونو له مخې، وروسته له هغه چې د فلسطین پلوه سازمانونو، میډیکو انټرنېشنل (Medico International) او د بخښنې نړیوال سازمان (Amnesty International) په ګډون شاوخوا ۵۰ ډلو په یوه پراخ ائتلاف کې د اسرائیلو پر اړه د جرمني د حکومت د پالیسو پر خلاف د  لاریون غوښتنه وکړه  ،  تر سلو زرو تنو ډیرو لاریون کوونکو د شنبې په ورځ د برلین له ښاروالۍ څخه تر ګروسر سټرن (Grosser Stern) پورې لاریون وکړ.

د "ټولې سترګې غزې ته - نسل وژنه ودروئ" په نوم د دې ستر لاریون تنظیموونکو د فلسطین په خاوره کې د اسرائیلو په نسل وژونکې جګړه کې "د جرمني څخه پدې جرم کې خپل شراکت پایته ورسوۍ" غوښتنه وکړه.

هغوی همدارنګه "له اسرائیلو سره د ټولو پوځي همکاریو د پای ته رسولو غوښتنه وکړه. په دې کې د وسلو، مهماتو او نورو پوځي تجهیزاتو واردات، صادرات او ترانزیټ شامل دي."

تنظیموونکو په یوه اعلامیه کې وویل: "د اسرائیلو د حکومت کړنې له ډېرې مودې راهیسې د کارپوهانو او نړیوالو سازمانونو له خوا د نسل وژنې په توګه تعریف شوي دي، او د عدالت نړیواله محکمه هم په دې اړه څېړنې کوي. په داسې حال کې چې هرڅوک ویني چې اسرائیلي پوځ په غزه کې څه ډول  ډله ییز ظلمونه کوي، د جرمني حکومت دا سیستماتیک تاوتریخوالی ردوي."

لاریون کوونکو د "ازاد، ازاد فلسطین" او "ژوندی دې وي فلسطین" شعارونه ورکول او داسې شعارپاڼې یې پورته کړې وې چې پرې لیکل شوي وو: "په غزه کې نسل وژنه ودروئ"، "بیا هېڅکله د ټولو لپاره" او "فلسطین ته ازادي". ډېرو لاریون کوونکو د فلسطین بیرغونه هم رپول.

هغوی اسرائیلو ته د جرمني د وسلو د صادراتو د سمدستي بندیدو، غزې ته د بشري مرستو د لاسرسي او پر اسرائیلو د اروپايي ټولنې د بندیزونو لګولو غوښتنه وکړه.

کیڼ اړخي ګوند (Left Party) مشرې اینس شویرډټنر (Ines Schwerdtner) خلکو ته په وینا کې په غزه کې د نسل وژنې او پدې جرم کې د جرمني د حکومت د شراکت اړه خبرې وکړې.

هغې وویل: "لومړی وزیر (فریډریک میرز) او وزیران خبرې کوي، خو عمل نه کوي. دوی د 'دولت د دلایلو' خبرې کوي، په داسې حال کې چې روغتونونه په کنډوالو بدلېږي. دوی د نسل وژنې په اړه چوپ دي — او په دې جرم کې شریک دي."

د سې شنبې په ورځ یوې نوې خپرې شوې سروې وښودله چې ۶۲ سلنه جرمني رایه ورکوونکي په دې باور دي چې په غزه کې د اسرائیلو کړنې نسل وژنه ده، چې دا موضوع د مرکز-ښي اړخي حکومت باندې فشار زیاتوي ترڅو د اسرائیلو په اړه خپل دریځ له سره وارزوي.

د یوګوف (YouGov) له خوا ترسره شوې دې نظرپوښتنې وښودله چې دا احساسات له سیاسي کرښو پورته دي، او د میرز د محافظه کار CDU/CSU بلاک ۶۰ سلنه رایه ورکوونکي د اسرائیلو عام وژنه د فلسطینیانو پر وړاندې نسل وژنه ګڼي.

د ائتلافي شریک سوسیال ډیموکرات ګوند (SPD) د رایه ورکوونکو په منځ کې دا شمېره نوره هم لوړه، یعنې ۷۱ سلنه وه.

که څه هم لومړي وزیر میرز او د بهرنیو چارو وزیر یوهان واډیپول په دې وروستیو کې په غزه کې د اسرائیلو پر عام وژنې او د بشري مرستو پر بندیز باندې خپله نیوکه تېزه کړې ده، خو تر اوسه یې د "نسل وژنې" اصطلاح له کارولو ډډه کړې ده او پر ځای یې د اسرائیلي پوځ له خوا د ځواک "غیر متناسب" کارولو ته اشاره کوي.

اسرائیلو په غزه کې نږدې ۶۶،۰۰۰ فلسطینیان وژلي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

دې هېواد د دې سیمې ډېره برخه په کنډوالو بدله کړې او په عملي توګه یې ټول اوسېدونکي بې ځایه کړي دي.

 

وپلټۍ
پوتین د روسیې له لوري د دوه ښارونو د نیولو ادعا وروسته د اوکراین جګړه ځپلي سیمې ته سفر وکړ
اسرائیل د سوریې پر خاوره تیري ته دوام ورکوي.اسرائیل د سوریې په جنوب کې نوي بریدونه پیل کړل
د تورکیې سواحلو ته نږدې پر بل ټانکر د برید راپور ورکړل شوی.
په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې رام الله ته نږدې د چاقو په برید کې اسرائیلي پوځیان ټپیان شول
د جرمونو نړۍواله محکمه : د هیچا فشارونو ته به غاړه کینږدو
روسیې د اوکراین د کلیدي ښار پوکروفک د نیولو ادعا کړې
افریقایي هېوادونو د HIV مخنیوي  واکسین لومړی عامه وېش پیل کړ
بلجیم د اسرائیلو لخوا د سوریې پر خاوره  د بریدونو له امله  د سوریې ملي حاکمیت ته درناوي غوښتنه وکړه
د پاکستان په شمال لویدیځ کې په یوه ځانمرګي برید کې یو پولیس افسر ووژل شو
تاجکستان وايي، په تېره اوونۍ کې له افغانستان سره په پوله کې په  بریدونو کې پنځه کسان وژل شوي دي
په اندونیزیا کې د سختو بارانونو له امله د راوتلو سیلابونو په نتیجه کې مړو شمیره ۴۴۲ تنو ته لوړه شوه
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وویل چې په امریکا کې به د پناه غوښتنې بهیر د اوږدې مودې لپاره وځنډوي.
د انګلستان د پوځ یوه پخواني افسر پلټنو ته ویلي چې د بریتانیا پوځ په افغانستان کې جنګي جنایتونه کړي
هاکان  فیدان د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عراقچي سره په ګډه خبري ناسته کې خبرې وکړې
اردوغان: اسرائیل پر جعلي پلمو د غزې اوربند ماتوي