نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
فیلیپین کې د  ریښتر په کچه د ۷.۴ درجې په شدت له زلزلې وروسته د سونامي خبرداری خپور شو.
دا زلزله د میندناو سیمې د منای ښارګوټي په ۲۰ کیلومترۍ کې شوې ده.
فیلیپین کې د  ریښتر په کچه د ۷.۴ درجې په شدت له زلزلې وروسته د سونامي خبرداری خپور شو.
فیلیپین کې د  ریښتر په کچه د ۷.۴ درجې په شدت له زلزلې وروسته د سونامي خبرداری خپور شو. / AA

فیلیپین کې د  ریښتر په کچه د ۷.۴ درجې په شدت له زلزلې وروسته د سونامي خبرداری خپور شو.
دا زلزله د میندناو سیمې د منای ښارګوټي په ۲۰ کیلومترۍ کې شوې ده.

د ریښتر په کچه د  ۷.۴ درجې په شدت سره یوې ځواکمنې زلزلې د فیلیپین جنوبي برخې ولړزولې، او د دغه هېواد زلزله پېژندنې ادارې ویلي چې د زیانونو او ورپسې ټکانونو تمه کیږي.

د فیلیپین د زلزله پېژندنې ادارې مشر ټریسیټو باکولکول د جمعې په ورځ وویل، له زلزلې وروسته د سونامي خبرداری خپور کړی دی. دا زلزله د سهار په ۹:۴۳ بجې د میندناو سیمې د منای ښارګوټي په ۲۰ کیلومترۍ کې رامنځته شوه.

ادارې ویلي، په راتلونکو دوو ساعتونو کې د هېواد په ارام سمندر ساحل کې د یو متر لوړو څپو وړاندوینه شوې ده، او "په دغو سیمو کې ساحلي اوسېدونکو ته په کلکه سپارښتنه کیږي چې سمدستي لوړو ځایونو ته وخېژي یا له ساحل څخه نورو لرې سیمو ته ولاړ شي."

سرچینې زیاته کړې چې په دغو سیمو کې ساحلي اوسېدونکو ته "په کلکه سپارښتنه کیږي چې سمدستي لوړو ځایونو ته وخېژي او یا هم له ساحل څخه لرې سیمو ته ځانونه ورسوي."

تر اوسه د زیانونو او مرګ ژوبلې په اړه سمدستي راپورونه نه دي ورکړل شوي.

دا زلزله یوازې ۱۱ ورځې وروسته له هغې وشوه چې د سیبو په مرکزي ټاپو کې یوې ۶.۹ درجې زلزلې ۷۴ کسان وژلي وو او شاوخوا ۷۲۰۰۰ کورونه یې ویجاړ یا زیانمن کړي وو.

وپلټۍ
په امریکا کې د خوړو په یوه مېله یا فیستیوال کې د وسله وال برید له امله ۲ تنه مړه او ۵ نور ټپیان شول
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د تورکیې د ښځو د واليبال ملي لوبډلې د دویم ځل لپاره د ملتونو لیګ اتلولي وګټله
ټرمپ د توغندیو د کمښت له امله پر ایران پوځي بریدونه وځنډول
برلین کې یو موټر د یوې نندارې پر مهال د خلکو په منځ کې د ننوتو سره ګڼشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
توقایف له پوتین څخه وغوښتل چې د 'استانبول فارمول ۲.۰' پر بنسټ د اوکراین جګړه وځنډوي
د تورکیې (د والیبال ملي ښځینه لوبډلې) د ملتونو لیګ په سیالیو کې پایلوبې ته لاره ومونده
تورکیې په نابلس کې د ۴ تنو فلسطینیانو وژنه په کلکو ټکو وغندله
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوسته برید کې ۱۵ کسان وژل شوي
ایران په بحرین، اردن او کویټ کې د امریکا پر نظامي اهدافو بریدونه وکړل
ټرمپ : ایران اوس په مذاکراتو کې ډېر جدي چلند کوي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عراقچي له خپلو روسي او پاکستاني سیالانو سره وکتل
اروپايي ټولنه: "پوتین د جګړې د پایته رسولو هوډ نلري او  د وخت ګټلو هڅه کوي"
ولسمشر اردوغان د استانبول  ایا صوفیه تاریخي جومات د عبادت پر مخ د بیا پرانیستل کیدو ۶ کلیزه ولمانځله
په امریکا کې د ټاکنو پر مهال سافټویري تېروتنه؛ سلګونو غیر امریکایي اتباعو رایه ورکړې ده