نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
تېره شپه پر کییف، لووف او د اوکراین پر مرکزي برخو سخت بریدونه شوي دي. د روسیې دغو توغندیزو بریدونو په 'کریوي ریه' کې د ماشومانو په ګډون د شپږو کسانو ژوند اخیستی او په ټول اوکراین کې یې په لسګونو نور کسان ټپیان کړي دي.
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي

په داسې حال کې چې اوکراین ولسمشر زیلینسکي له متحدینو څخه د اوکراین د دفاع د پیاوړتیا لپاره د اضافي 'پیټریوټ' هوايي دفاعي سیسټمونو د چمتو کولو غوښتنه کړې د اوکراین پلازمینه  کییف، کریوي ریه او لووف ښارونه یو ځل بیا د بریدونو هدف ګرځېدلي دي.
تېره شپه پر کییف، لووف او د اوکراین پر مرکزي برخو سخت بریدونه شوي دي. د روسیې دغو توغندیزو بریدونو په 'کریوي ریه' کې د ماشومانو په ګډون د شپږو کسانو ژوند اخیستی او په ټول اوکراین کې یې په لسګونو نور کسان ټپیان کړي دي.

د ځايي چارواکو په وینا، په کریوي ریه کې د روسیې په یو توغندیز برید کې د ماشومانو په ګډون شپږ تنه وژل شوي او اته نور ټپیان دي.

په لووف کې د دغه ښار ښاروال تایید کړې چې د روسیې په هوايي بریدونو کې شپږ تنه ټپیان شوي دي.

وروسته له هغه چې روسي ځواکونو غیر استوګنیز هدفونه په بالیسټیک توغندیو وویشتل، په پلازمېنه کییف کې هم د څو چاودنو غږونه واورېدل شول. د کییف ښاروال 'ویتالي کلیچکو' ویلي چې روسیې پلازمېنه په بالیسټیک وسلو په نښه کړې، چې له امله یې په ځینو غیر استوګنیزو تاسیساتو کې اور لګېدلی دی. نوموړي له اوسېدونکو وغوښتل چې پناه ځایونو ته لاړ شي.

د چهارشنبې شپې ناوخته، زیلینسکي خبرداری ورکړ چې روسیه یو لوی برید ته چمتووالی نیسي. هغه وویل: "روسانو څو ورځې وړاندې د یو لوی برید چمتووالی نیولی و او احتمال شته چې دا برید نن شپه ترسره شي. هیله ده د اوکراین په ټولو سیمو کې د هوايي بریدونو خبرداریو ته پام وکړئ او خوندي پاتې شئ."

د هوايي دفاعي توغندیو غوښتنه
زیلینسکي همداراز یو ځل بیا له خپلو متحدینو وغوښتل چې د اوکراین د هوايي دفاعي سیسټمونو لپاره اضافي توغندي ورکړي.

نوموړي وویل چې د سې شنبې په ورځ یې په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د لیدنې پر مهال د اوکراین د هوايي دفاع پر اړتیاوو خبرې کړي دي. په دې خبرو کې دا احتمال هم څېړل شوی چې اوکراین وکولای شي د جواز (لایسنس) په ترلاسه کولو سره په خپله د 'پیټریوټ' دفاعي توغندي تولید کړي.

د جولای میاشتې په پیل کې، ټرمپ په داسې حال کې چې روسیې خپل بالیسټیک بریدونه زیات کړي وو، له دې ملاتړ څرګند کړی و چې اوکراین ته اجازه ورکړل شي ترڅو له ځمکې څخه هوا ته ویشتونکي توغندي تولید کړي.

د زیلینسکي په وینا، یوازې امریکايي 'پیټریوټ' سیسټمونه د روسیې د بالیسټیک توغندیو د مخنیوي وړتیا لري؛ خو اوکراین اوس مهال د PAC-3 دفاعي توغندیو له جدي کمښت سره مخ دی. د اوکراین ولسمشر وویل چې د فبروري په میاشت کې د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیل له خوا د جګړې له پیل راهیسې دا ستونزه نوره هم زیاته شوې ده.

وپلټۍ
د اندونیزیا ولسمشر په یوه غونډه کې د «ازاد فلسطین» شعارونه ورکړل
په پاکستان کې د جومات ترڅنګ چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۳ ته لوړ شو
د سکانډیناویا هوایي شرکت  اسرائیل ته د الوتنو د بیا پیلولو پلان لغوه کړ
په پاکستان کې د یوه جومات ترڅنګ چاودنه شوې چې له امله يي ۱۵ کسان وژل شوي او تر ۵۰ ډېر ټپیان دي
اوکراین وايي، د روسیې د بې پیلوټه الوتکې له برید وروسته د تنزانیا بیرغ لرونکې بیړۍ کپتان ووژل شو
روسيې او اوکراين په متقابلو بریدونو کې حساسې نقطې په نښه کړې
کانادا د بریتانیا په مشرۍ د مشترک بهرنیو عملیاتو په ځواکونو کې د غړیتوب غوښتنه وکړه
ترامپ: ایران په مستقیمه توګه له امریکا سره اړیکه نیولې او غواړي تړون وکړي
زیلینسکي روسیه په وروستیو اونیو کې یې دوه ځلې د هغه د الوتکې د ويشتلو په هڅې تورنه کړه.
د اروپايي ټولنې مشرې کاناډا ته د «ملګري غړي» پېشنهاد وکړ
پر منځني ختیځ کې د امریکا پر اډو د ایران له بریدونو وروسته د پراخو زیانونو راپور ورکړل شوی
د امریکا د استازو جرګې پر ایران د بریدونو د بندولو طرحه تصویب کړه
د امریکا په لاس انجلس ښار کې یوې چورلکې سقوط وکړ او وروسته يي اور واخیست.
جرمني اټکل کوي چې د  روسیې د هیبریډي بریدونو هدف په توګه به پاتې شي.
پنټاګون:ایران پر خلاف د علمیاتو لګښت له ۳۳ میلیاردو ډالرو څخه اوښتی او د مهماتو کمښت يي رامنځته کړی
په یونان کې د ناقانونه کډوالو د کښتۍ ډوبېدو له امله ۱ کس مړ او ۲۵ نور لا درکه شوي دي.
روسیه: د اوکراین په لوېدیځو سیمو کې مو د اوسپنې پټلۍ پر زېربناوو بریدونو کړي دي.
ټرمپ له ۲۵ کلونو وروسته د سېپټمبر ۱۱مې پیښه د ایران  له جګړې سره وتړله
پوټین د اوکراین خاوره کې د اروپايي پوځیانو احتمالي ځای پر ځای کول «له روسیې سره جګړه» وبلله.
په بلغاریا کې د وسلو پر ډیپو دویمه چاودنه وشوه. د شک ګوته روسیې ته نیول شوې.