منځنی ختیځ
4 د لوستلو دقیقې
ایران د امریکا لخوا د ایران د اټومي پروګرام په اړه د انعام ټاکل وغندل
ایران له ملګرو ملتونو او د اټومي انرژۍ له نړیوالې ادارې غوښتي چې د اټومي پروګرام د معلوماتو په بدل کې د امریکا د ۲۰ میلیون ډالرو انعام  وړاندیز وغندي
ایران د امریکا لخوا د ایران د اټومي پروګرام په اړه د انعام ټاکل وغندل
عراقچي

د ایران د  بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي امریکا د ایران د اټومي پروګرام پر وړاندې د جاسوسۍ په هڅولو تورنه کړه او خبرداری یې ورکړ چې دا ډول اقدام کولی شي ساینس پوهان او تخنیکي کارکوونکي له امنیتي ګواښونو، په ځانګړې توګه له ترور (وژنې) سره مخ کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له ملګرو ملتونو او د اټومي انرژۍ له نړیوالې ادارې  څخه غوښتي چې د ایران د اټومي پروګرام په اړه د معلوماتو په بدل کې د امریکا د ۲۰ میلیونه ډالرو انعام وړاندیز وغندي، او خبرداری یې ورکړی چې دا اقدام کولی شي د هېواد اټومي تاسیسات او ساینس پوهان له خطر سره مخ کړي.

د ایران د رسمي خبري اژانس (ایرنا) د راپور له مخې، عراقچي د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوټرېش، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا رئیس او د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې عمومي رئیس رافایل ګروسي ته په یوه لیک کې د سه شنبې د ورځې دا اعلان "کرکجن" بللی او په کلکه یې د هغې د غندلو غوښتنه کړې ده.

نوموړي وویل، دا وړاندیز چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د "عدالت لپاره انعام" پروګرام له لارې اعلان شوی او د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) لخوا بیا خپور شوی، د اټومي تاسیساتو، تجهیزاتو، ساینس پوهانو او کارکوونکو په اړه د معلوماتو غوښتنه کوي، او ترڅنګ یې (معلومات ورکوونکو ته) خوندي ځای ته د لېږدولو شونتیا هم وړاندې کوي.

هغه واشنګټن د ایران د اټومي پروګرام پر وړاندې د جاسوسۍ په هڅولو تورن کړ او خبرداری یې ورکړ چې دا نوښت کولی شي اټومي ساینس پوهان او تخنیکي کارکوونکي له ترور، ورانکارۍ او نورو امنیتي ګواښونو سره مخ کړي.

عراقچي استدلال وکړ چې د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د خوندیتوب مقرراتو لاندې د اټومي تاسیساتو په اړه د محرمو معلوماتو لټول د دې ادارې د څارنې سیسټم د اعتبار او بشپړتیا په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي.

هغه خبرداری ورکړ چې کله اټومي تاسیسات، پرسونل او حساس معلومات د برید او ورانکارۍ له ګواښونو سره مخ وي، نو د خوندیتوب د ژمنو د عادي پلي کېدو تمه نه شي کېدای.

نوموړي ټینګار وکړ چې د اټومي وسلو د نه پراختیا تړون (NPT) څلورمه ماده د سوله ییزو موخو لپاره د اټومي انرژۍ د پراختیا او کارونې په برخه کې د هېوادونو حق په رسمیت پېژني.

د جاسوسۍ لپاره هڅونه

عراقچي د ملګرو ملتونو له امنیت شورا وغوښتل چې د نړیوالې سولې او امنیت لپاره د دې کار احتمالي پایلو ته پام وکړي او واشنګټن د غیرقانوني کړنو په خاطر ځواب ویوونکی کړي.

عراقچي همداراز له ګروسي وغوښتل چې د پلټنو پر مهال راټول شوي محرم معلومات خوندي کړي، د استخباراتي موخو لپاره د هغو د ناوړه ګټې اخیستنې مخه ونیسي او دا مسله د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د واکمنانو بورډ ته وړاندې کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د "عدالت لپاره انعام" پروګرام د هغو معلوماتو لپاره مالي هڅونې وړاندې کوي چې د امریکا ملي امنیت ته له ګواښونو سره تړاو ولري.

د عراقچي د لیک له مخې، د امریکا په وروستي اعلان کې د ایران د اټومي پروګرام په اړه د معلوماتو په بدل کې تر ۲۰ میلیونو ډالرو پورې انعام او بل ځای ته د لېږدولو شونتیا وړاندې شوې ده.

د جمعې په ورځ، امریکا د ایران د اټومي پروګرام په اړه د معلوماتو لپاره د ۲۰ میلیون ډالرو وړاندیز وکړ.

پدې اعلان کې ویل شوي چې دا معلومات کولی شي تاسیسات، تجهیزات او اړوند پرسونل په بر کې ونیسي، په شمول د ساینسي ټولنې د کسانو او د هغوی د تګ راتګ په اړه معلومات.

دا شخړه د هغو تاوتریخوالو په ترڅ کې رامنځته شوې چې د فبرورۍ په ۲۸مه له ایران سره د امریکا او اسراییلو د جګړې له پیل وروسته راپورته شوي دي.

د جګړې د پای ته رسولو په موخه د وروستیو ډیپلوماټیکو نوښتونو سره سره، واشنګټن او تهران لا هم د ایران د اټومي فعالیتونو، د بندیزونو د کمولو او د یوې تلپاتې هوکړې د شرایطو پر سر په اختلاف کې دي.

وپلټۍ
په پولنډ کې د مرګوني بریدونو شکمن کس په روغتون کې ساه ورکړه
ایران وايي چې د قشم ټاپو باندې د امریکا بریدونو حیاتي زیربناوو ته کوم زیان نه دی رسولی.
په تورکیه کې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون سرمشریزه (COP31) پیل شوه.
د کابل د «بالا حصار» کلا دقیقه بیارغونه د افغانستان د دوه زره کلن تاریخ رازونه رابرسېره کوي
ټرمپ پر ایران د بیاځلي بریدونو په اړه شک څرګند کړ، په داسې حال کې چې روبیو د دې جګړې دفاع کوي
د چین په شمال کې د استوګنې په یوه ودانۍ کې د اورلګېدنې له امله ۱۴ کسان مړه شوي دي
په لسګونو زرو کسانو  هالنډ په  امسټرډام کې د اسرائیلو پر وړاندې د سختو اقداماتو په غوښتنه لاریون وکړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په برازیل کې یوه جهیل ته د موټر لوېدو له امله د ماشومانو په ګډون ۱۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی .
حوثي ملیشو د سعودي عربستان په یو مهم مالي مرکز برید وکړ.
ولسمشر اردوغان له ټرمپ سره ټيلیفوني خبرې وکړې
د اذربایجان ولسمشر علي یف د ولسمشر اردوغان نه په هوايي ډګر کې هر کلی وکړ.
اردوغان:هغه کسان چې د تورکیې او اذربایجان د ورورولۍ کمزوري کول غواړي،هېڅکله به خپلو موخو ته نایل نشي
د تورکیې بهرنیو چارو وزیر فیدان خبرداری ورکړ چې سمندري دهلیزونه د جګړې په ډګرونو بدلېدای شي.
د ملګرو ملتونو د مشرۍ لپاره د تورکيې نوماند فریدون سینیرلي اوغلو  خپل پلان په ډاګه کړ