افغانستان
5 د لوستلو دقیقې
افغانستان په جلال آباد ښار کې د پاکستان د جنګي الوتکې د غورځولو ادعاء کړې ،پاکستان رد کړه
افغانستان د هیواد په ختیځ کې په جلال آباد ښار کې د پاکستان د یوې جنګي الوتکې د لویدو نه خبر ورکړی دی.
افغانستان په جلال آباد ښار کې د پاکستان د جنګي الوتکې د غورځولو ادعاء کړې ،پاکستان رد کړه
افغانستان په جلال آباد ښار کې د پاکستان د جنګي الوتکې د غورځولو ادعاء کړې ،پاکستان رد کړه / Reuters

 وروسته له هغې چې امریکا  د پاکستان له پوځي اقداماتو خپل ډیپلوماتیک ملاتړ څرګند کړ ، اسلام اباد وویل هغه بریدونه به ونه دروي چې موخه یې پر افغان حکومت فشار راوړل دي.

د فرانس پریس اژانس یوه خبریال په جلال اباد کې د یوې الوتکې د الوتنې غږ اورېدلی او ورپسې یې د ښار د هوایي ډګر له لوري د دوو چاودنو غږونه اورېدلي دي.

د جلال اباد اوسېدونکو هم فرانس پریس ته ویلي چې دوی یو کس ولید چې له الوتکې څخه په پراشوټ راکوز شو او وروسته ونیول شو.

د پولیسو ویاند طیب حماد وویل: "د پاکستان یوه جنګي الوتکه د جلال اباد ښار په شپږمه ناحیه کې وویشتل شوه او پیلوټ یې ژوندی ونیول شو."

په ختیځ افغانستان کې د پوځ ویاند وحیدالله محمدي وویل چې پاکستانۍ الوتکه د افغان ځواکونو له خوا "راوغورځول شوه او پیلوټ یې ژوندی ونیول شو."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دا ادعاوې "په بشپړه توګه ناسمې" وبللې.

د افغانستان دفاع وزارت دا هم ویلي چې په تېرو دوو ورځو کې یې د پاکستان پر خاوره هوایي بریدونه کړي، چې څارونکو ویلي ښایي دا بریدونه د بې پیلوټه الوتکو په وسیله شوي وي.

پاکستان د جمعې په ورځ د افغانستان پر پلازمېنه کابل او جنوبي کندهار ولایت، چېرې چې د افغان طالبانو مشر هبت الله اخندزاده مېشت دی، هوایي بریدونه وکړل.

دا بریدونه وروسته له هغې وشول چې افغان ځواکونو د پنجشنبې په ورځ ناوخته پوله ییز بریدونه پیل کړل، چې د طالبانو حکومت وویل دا د پاکستان د پخوانیو بریدونو په ځواب کې وو.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر د شنبې په ورځ وویل چې د عملیاتو له پیل راهیسې د افغانستان په ۳۷ ځایونو کې هوایي بریدونه شوي، که څه هم دا روښانه نه وه چې آیا د جمعې په شپه هم بریدونه شوي که نه.

د پاکستان د لومړي وزیر یوه ویاند، مشرف زيدي، د جمعې په ورځ ناوخته پر اېکس (ټوېټر) ولیکل: "تېري ته د پاکستان سمدستي او اغېزمن ځواب دوام لري."

د  امریکا د سیاسي چارو لپاره د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیسن هوکر له خپلې پاکستانۍ سیالې سره تر خبرو وروسته پر اېکس ولیکل، چې متحده ایالاتو "د طالبانو د بریدونو پر وړاندې د پاکستان د ځان د دفاع له حق څخه ملاتړ څرګند کړی دی."

د دښمنیو په دې چټک زیاتوالي چین، برتانیې، ملګرو ملتونو او د سره صلیب نړیوالې کمېټې هم اندېښنه ښودلې ده.

د افغانستان د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د جمعې په ورځ وویل چې افغان ځواکونو ۵۵ پاکستاني سرتېري وژلي او څو نور یې نیولي دي. هغه د افغان ځواکونو د وژل شویو شمېر ۱۳ تنه وښود.

د پاکستان د لومړي وزیر ویاند زيدي وویل چې ۲۹۷ افغان طالبان او وسله وال وژل شوي دي. اسلام اباد مخکې ویلي وو چې ۱۲ سرتېري یې وژل شوي دي.

د افغان حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي چې لږ تر لږه ۱۹ ملکي وګړي هم په خوست او پکتیکا ولایتونو کې وژل شوي دي.

د دواړو لورو له خوا د مرګ ژوبلې د ادعاوو خپلواک پخلی کول ستونزمن دي.

شنونکي وایي، د دې اونۍ تاوتریخوالي دا په نښه کړه چې دا لومړی ځل دی چې پاکستان خپل هوایي بریدونه د افغان حکومت پر تاسیساتو متمرکز کړي، چې دا د پخوانیو عملیاتو په پرتله یو ښکاره بدلون دی، چې ویل یې وسله وال په نښه کوي.

د ګاونډیو هېوادونو افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې په وروستیو میاشتو کې خرابې شوي، او د ځمکنیو پولو ډېرې برخې د اکتوبر میاشتې له مرګونو نښتو وروسته تړلې دي، چې په هغو کې د دواړو لورو له ۷۰ ډېر کسان ووژل شول.

اسلام اباد پر افغانستان تور لګوي چې د هغو وسله والو ډلو پر وړاندې اقدام نه کوي چې په پاکستان کې بریدونه کوي، خو د طالبانو حکومت دا تور ردوي.

د ویلو ده چې د تحریک طالبان پاکستان ډلې له ۲۰۲۱ کال راهیسې یې په پاکستان کې بریدونه زیات کړي دي.

پاکستاني ویاند زیدي د شنبې په ورځ فرانس پریس ته وویل چې د شپې له خوا د پوله ییزو نښتو راپورونه نه دي ورکړل شوي، خو هغه  وویل ، هغه  وسله وال چې  له پاکستاني طالبانو سره تړاو لري، د افغانستان د خوست ولایت سره نږدې په شمال لوېدیځ کې پر یوې پوستې برید کړی دی. د دغه برید مسؤلیت سمدستي چا نه دی منلی.

- د خبرو اترو لپاره هڅې -

ایران، چې له افغانستان او پاکستان سره ختیځه پوله لري، د جمعې په ورځ د "خبرو اترو په اسانولو" کې د مرستې وړاندیز وکړ، په داسې حال کې چې سعودي عربستان او قطر د کړکېچ د کمولو لپاره حرکت وکړ. چین وویل چې له دواړو هېوادونو سره "کار کوي" او د ارامۍ غوښتنه یې وکړه.

په جنیوا کې، د سره صلیب د نړیوالې کمېټې مشرې، میریانا سپولیاریچ، وویل چې اداره یې د مرستندویه عملیاتو لپاره چمتووالی نیسي، خو ټینګار یې وکړ چې "هېڅ بشري ځواب د سیاسي ارادې ځای نشي نیولی."

تېر کال د پاکستان او افغانستان ترمنځ د خبرو اترو څو پړاوونه د قطر او تورکیې په منځګړیتوب له اوربند وروسته ترسره شول. خو دغو هڅو د یوې تلپاتې هوکړې په رامنځته کولو کې پاتې راغلل.

سعودي عربستان روانه میاشت د لومړني اوربند له پرله پسې سرغړونو وروسته مداخله وکړه او په اکتوبر میاشت کې د افغانستان له خوا د دریو نیول شویو پاکستاني سرتېرو په خوشې کولو کې یې منځګړیتوب وکړ.

 

وپلټۍ
د پاکستان په سویل لویدیځ کې په نښته کې ۱۱ امنیتي سرتېري او ۱۹ ترهګر وژل شوي
د ناټو د انقرې سرمشریزې اعلامیه خپره شوه
روسیه: اوکراین د نړیوالې انرژۍ زیربناوو پر وړاندې د ترهګریزو کړنو تمایل لري
ناټو سازمان ۳۶ مه سرمشریزه د کوربه هیواد تورکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په پرانیست وینا پیل شوه.
د امریکا ولسمشر ټرمپ وویل چې د ایران سره اوربند پایته رسیدلی خو مذاکرات کیدای شي دوام ومومي
ایران وايي په بحرین او کویټ کې  په ۸۵ امریکايي مرکزونو توغندیز بریدونه کړي دي
امریکا پر ایران باندې د بریدونو نوې څپه پیل کړه
اردوغان په انقره کې د ناټو سرمشریزې په مېلمستیا کې د مشرانو کوربه توب وکړ
د تورکیې ولسمشر په پلازمینه انقره کې د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره لیدنه وکړه
د تورکیې ولسمشر اردوغان په انقره کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د امریکا ولسمشر  ټرمپ سره لیدنه وکړه
د افغانستان د کرکټ پخوانی چټک توپ اچوونکی شاپور ځدراڼ د اوږدې مودې ناروغۍ نه وروسته وفات شو.
کرملین: د انقرې د ناټو سرمشریزه له نږدې څارو
د انقرې ناټو سرمشریزه د دفاعي صنایعو د فورم په پرانیستلو سره پیل شوه
د سوریې په پلازمینه دمشق کې غبرګې چاودنې شوي دي.
د پاکستان په بلوچستان کې پر یوې امنیتي پوسته د ترهګریز برید په پایله کې ۹ پولیس وژل شوي