نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
په بلګراد کې د اسرائیلو د سفارت په یو ساتوونکي افسر د چاقو برید وشو.بریدګر په متقابلو ډزو کې ووژل شو
د برید وروسته بلګراد د امنیتي ګواښ کچه تر ټولو لوړې کچې ته لوړه کړه، ویل کیږي د ټپي شوي ساتونکی روغتیايي وضعیت هم ښه دی.
په بلګراد کې د اسرائیلو د سفارت په یو ساتوونکي افسر د چاقو برید وشو.بریدګر په متقابلو ډزو کې ووژل شو
په بلګراد کې د اسرائیلو د سفارت په یو ساتوونکي افسر د چاقو برید وشو.

د صربستان د کورنیو چارو وزیر ایویتسا داچیچ وویل، د چهارشنبې په سهار وختي په بلګراد کې د اسرائیلو د سفارت په یو ساتونکي پولیس افسر د چاقو برید وشو چې ، وروسته یې د ځان د دفاع په موخه بریدګر په ډزو وواژه. 

داچیچ په یوه اعلامیه کې وویل، برید له نیمې شپې لږ وروسته هغه مهال ترسره شو چې یو شکمن کس، چې ګومان کېږي کم‌ عمره و، د سفارت ساتونکي افسر ته ورنږدې شو او د دوو چاقوګانو په وسیله یې پرې برید وکړ.

داچیچ وویل، افسر چې پر مخ لږ ټپي شوی، روغتیايي وضعیت یې ښه دی او تمه کیږي چې د چهارشنبه وروسته به له روغتون څخه رخصت شي.

له پېښې وروسته، د صربستان  چارواکو په هېواد کې د امنیتي ګواښ کچه تر ټولو لوړې کچې ته لوړه کړه او امر یې وکړ چې په مهمو ځایونو کې دې د پولیسو شتون او امنیتي پلټنې زیاتې شي. په دغو ځایونو کې مهمې زیربناوې او هغه عامه سیمې هم شاملې دي چې ګڼ خلک پکې راټولېږي.

چارواکي د برید د څرنګوالي په اړه پلټنې کوي او هڅه کوي چې د بریدګر هویت معلوم کړي. ګومان کېږي چې هغه د صربستان د لوېدیځ د شاباتس ښار اوسېدونکی و.

د اسرائیلي خبري رسنۍ وای‌نیټ (Ynet) په وینا، دا په بلګراد کې د اسرائیلو د سفارت د امنیتي ساتونکو پر وړاندې دویم برید و. تر دې مخکې، د ۲۰۲۴ کال په جون کې د غشي ‌ویشتونکي کمان په وسیله په یوه برید کې یو پولیس افسر په غاړه کې ټپي شوی و.

وپلټۍ
افغانستان ویلي دي چې پاکستان په افغانستان کې د عملیاتو پر مهال ملکي وګړي وژلي دي.
ملګري ملتونه : اسرائیلو په غزه کې د نسل وژنې ترڅنګ په فلسطیني خاوره کې جنګي جنایتونه هم کړي
اوکراین د روسیې په ورونیژ سیمه کې د بې پیلوټه الوتکې مرګونی برید وکړ.
د صربستان ولسمشر ولسمشر ووچیچ په پارلماني ټاکنو کې خپله ماتې ومنله
زیلینسکي  ویلي دي  د امریکا، اوکراین او روسیې درې اړخیزې خبرې به په نوامبر کې ترسره شي .
سي ان ان: که ټرمپ پرېکړه وکړي، امریکایي ځواکونه کولای شي په ۹۶ ساعتونو کې پر ایران لوی بریدونه پیل ک
د تورکيې، سعودي عربستان او پاکستاني لوړپوړي چارواکي به د امنیتي خبرو لپاره ایران ته سفر وکړي
د اسرائیلو د اپوزیسیون مشر د نتنیاهو د ایران جګړې پلانونو په تړاو د 'ملي خیانت' څېړنو غوښتنه وکړه
تورکي دولتونه به د انقرې په سرمشریزه کې له کرنې نیولې تر فضا پورې پر همکاریو تمرکز وکړي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عراقچي وویل چې د جګړې بیا پیلېدل به د ایران دریځ بدل نه کړي.
د امریکا ولسمشر ټرمپ څرګنده کړه چې ښايي سبا پر ایران برید وکړي او یا هم یوه لویه هوکړه ورسره وکړي
زرګونو اسرائیلیانو د نتنیاهو د ګوښه کېدو په غوښتنه په تل ابیب کې لاریون وکړ
په امریکا کې په یوه وسله وال برید کې ۱۲ کسان ټپیان شول
حوثي ملیشو د یمن پر عدن ښار ګڼ توغندیز بریدونه کړي
د تورکیې ولسمشر اردوغان د ملګرو ملتونو په ورځ، د یوې 'عادلانه او ټول شموله' امنیت شورا غوښتنه وکړه