نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د روسیې د کامچاتکا ټاپووزمې  د ریښتر په کچه د ۸ عشاریه ۸ په شدت سره یوې ډیرې قوي زلزلې ولړزو.
په روسیه کې قوي زلزلې په یو زیات شمیر هیوادونو کې د سونامي خطر رامنځته کړی دی
د روسیې د کامچاتکا ټاپووزمې  د ریښتر په کچه د ۸ عشاریه ۸ په شدت سره یوې ډیرې قوي زلزلې ولړزو.
/ AP

د روسیې د کامچاتکا ټاپووزمې  د ریښتر په کچه د ۸ عشاریه ۸ په شدت سره یوې ډیرې قوي زلزلې ولړزو.

د امریکا د جیولوجیکي سروې ادارې ویلي دي چې د روسیې د کامچاتکا ټاپووزمې په څنډه کې د ریښتر په کچه  د ۸.۸ درجې په شدت سره  زلزله رامنځته شوې ده.

د زلزلې مرکز په ۲۰.۷ کیلومتره ژوروالی کې موقعیت درلود او د پیټروپاولوسک-کامچاتسکي ښار ختیځ-سویل ختیځ ته ۱۱۹ کیلومتره لرې و.

دغه زلزله سطحي او دومره قوي وه چې د څپو یا سونامي د رامنځته کېدو احتمال یې درلود.

د کامچاتکا والي ولادیمیر سولودوف په ټیلیګرام کې وویل چې زلزله "جدي وه او په تېرو څو لسیزو کې تر ټولو قوي زلزله وه."

د کامچاتکا سیمه ییز روغتیا وزیر اولیګ میلینکوف د روسیې دولتي خبري اژانس تاس ته وویل چې د زلزلې له امله څو کسان ټپیان شوي دي.

"د ټپیانو روغتیايی حالت د ډاډ وړ دی. تر دې دمه کوم جدي ټپونه نه دي ثبت شوي،"

د سونامي د خبرداري وروسته د ساخالین په سیمه کې د سیویرو-کورېلسک کوچني ښار لپاره د تخلیې امر ورکړل شو.

په نورو سیمو کې اغېزې

د امریکا د سونامي خبرداري سیسټم د روسیې، جاپان، الاسکا او هاوای ځینو ساحلي سیمو لپاره د سونامي څپو خبرداری ورکړ.

د هونولولو د بیړني مدیریت څانګې د امریکا د هاوای ایالت په ځینو ساحلي سیمو کې د تخلیې غوښتنه وکړه.

"اقدام وکړئ! د ویجاړونکو سونامي څپو تمه کیږي،"

د سان فرانسسکو د ملي هوا پېژندنې خدماتو د خلیج سیمې وویل چې د کالیفورنیا ساحل لپاره د سونامي مشورتي حالت په ځای دی.

"له اوبو لرې اوسئ! له ساحلونو او اوبو لرونکو سیمو لرې اوسئ! تر هغه وخته له ساحل څخه لرې پاتې شئ چې ځایي چارواکي اجازه درکړي چې بېرته ستانه شئ،"

د امریکا د سونامي خبرداري مرکز هم د ایکواډور لپاره د سونامي خبرداری ورکړ، ویل شوي چې د زلزلې وروسته د ۳ مترو څپو احتمال شته.

د فیلیپین د زلزلو ادارې هم وویل چې د سونامي څپو تمه کیږي، او خلکو ته یې مشوره ورکړه چې د ارام سمندر په مخامخ ساحلي سیمو کې له ساحلونو لرې پاتې شي.

وپلټۍ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د سعودي عربستان له وليعهد شهزاده سلمان سره خبرې وکړې
ایران: له عمان سره خبرې اترې د هرمز تنګي له لارې د کښتیو په تګ راتګ تمرکز لري
د پاکستان په سوات کې د پولیسو په یو مرکز ځانمرګی برید شوی .
اسپانیا: د ۵۰ زره کډوالو ډېری برخه له سیوټا سیوټا څخه په خپله خوښه مراکش ته ستانه شول
د جولای په ۱۵ د ولسمشر اردوغان د وژنې د پلان په هڅه کې ښکیل ترهګر ونیول شو
د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په هوايي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي
ټرمپ اوکراین ته د پیټریوټ توغندیو د ورکولو له ژمنې شاته شو
د یونس امره انسټیټیوټ لخوا د تورکي ژبې د مهارت نړیواله ازموینه (TYS)
په کاناډا کې پر یوه جومات وسله وال برید شوی
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی