تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
اردوغان او ټرمپ پر سیمه ییزو کړکېچونو، د اوکراین جګړې او دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړې
د تورکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د اړیکو ریاست د چهارشنبې په ورځ وویل، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه ټیلیفوني اړیکه کې پر دوه اړخیزو اړیکو او همدارنګه سیمه ییزو او نړیوالو پرمختګونو خبرې وکړې.
اردوغان او ټرمپ  پر سیمه ییزو کړکېچونو، د اوکراین جګړې او دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړې
اردوغان او ټرمپ پر سیمه ییزو کړکېچونو، د اوکراین جګړې او دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړې

د تورکیې او امریکا ولسمشرانو په ۲۰۲۷ کال کې د ډیپلوماتیکو اړیکو د سلمې کلیزې په درشل کې د همکاریو د پراختیا ژمنه وکړه، په داسې حال کې چې انقرې د سیمه ییزو شخړو لپاره د ډیپلوماتیکو حل لارو څخه خپل ملاتړ بیا ځلې تایید کړ.

اردوغان وویل، دا چې دواړه هېوادونه راتلونکي کال د ډیپلوماتیکو اړیکو د تاسیس سلمې کلیزې ته نږدې کېږي، تورکیه به له امریکا سره د اړیکو پیاوړي کولو او په ټولو برخو کې د همکاریو چټکولو ته دوام ورکړي.

هرمز او یمن د بحث په اجنډا کې

د ټیلیفوني خبرو پر مهال، اردوغان وویل چې تورکیه او د مکې په ګډ دفاعي ایتلاف کې یې شریکان د هرمز تنګي او یمن پرمختګونه له نږدې څاري او د ډیپلوماسۍ له لارې د ستونزو د حل لپاره کار کوي.

د تورکیې ولسمشر د سیمه ییزو کړکېچونو د حل او د لا زیاتې پراختیا (کړکېچ زیاتېدو) د مخنیوي لپاره د ډیپلوماتیکو هڅو پر اهمیت ټینګار وکړ.

تورکیه د اوکراین او روسیې د تازه شویو خبرو اترو ملاتړ ته چمتو ده

اردوغان همدارنګه وویل، ترکیه چمتو ده چې د اوکراین او روسیې ترمنځ د ډیپلوماتیک بهیر د بیا ژوندي کولو او د خبرو اترو له لارې د جګړې پای ته رسولو د هڅو ملاتړ وکړي.

په بیان کې راغلي چې انقرې تل د شخړې د حل د یوې وسیلې په توګه د ډیپلوماتیک تعامل ملاتړ کړی دی.

ټرمپ تورکیې ته د جمهوریت د ورځې مبارکي وویله

ټرمپ اردوغان او د تورکیې خلکو ته د تورکیې جمهوریت د ورځې مبارکي وویله.

د اړیکو د ریاست په وینا، د امریکا ولسمشر همدارنګه د تورکي هېوادونو د سازمان سرمشریزه د بریالیتوب هیله وکړه..

 

وپلټۍ
په اسرائیلو کې د پارلماني ټاکنو لپاره رای اچونه پیل شوه
د ایتوپیا په اورومیا سیمه کې په بریدونو کې لږ تر لږه ۶۰ ارتودوکس عیسویان وژل شوي.
روسیې په اوکراین کې د خرسون په لوري لنډمهاله اوربند پیل کړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
افغانستان ویلي دي چې پاکستان په افغانستان کې د عملیاتو پر مهال ملکي وګړي وژلي دي.
ملګري ملتونه : اسرائیلو په غزه کې د نسل وژنې ترڅنګ په فلسطیني خاوره کې جنګي جنایتونه هم کړي
اوکراین د روسیې په ورونیژ سیمه کې د بې پیلوټه الوتکې مرګونی برید وکړ.
د صربستان ولسمشر ولسمشر ووچیچ په پارلماني ټاکنو کې خپله ماتې ومنله
زیلینسکي  ویلي دي  د امریکا، اوکراین او روسیې درې اړخیزې خبرې به په نوامبر کې ترسره شي .
سي ان ان: که ټرمپ پرېکړه وکړي، امریکایي ځواکونه کولای شي په ۹۶ ساعتونو کې پر ایران لوی بریدونه پیل ک
د تورکيې، سعودي عربستان او پاکستاني لوړپوړي چارواکي به د امنیتي خبرو لپاره ایران ته سفر وکړي
د اسرائیلو د اپوزیسیون مشر د نتنیاهو د ایران جګړې پلانونو په تړاو د 'ملي خیانت' څېړنو غوښتنه وکړه
تورکي دولتونه به د انقرې په سرمشریزه کې له کرنې نیولې تر فضا پورې پر همکاریو تمرکز وکړي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عراقچي وویل چې د جګړې بیا پیلېدل به د ایران دریځ بدل نه کړي.
د امریکا ولسمشر ټرمپ څرګنده کړه چې ښايي سبا پر ایران برید وکړي او یا هم یوه لویه هوکړه ورسره وکړي