د تورکیې بهرنیو چارو وزیر فیدان په کییف کې د اوکراین د ولسمشر زیلینسکي سره ولیدل

د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان اوکراین ته په خپل رسمي سفر کې له څو لوړپوړو اوکرایني چارواکو سره لیدنه وکړه.

/ AA

د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د جمعې په ورځ په کیف کې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره وکتل.

فیدان د خپل دې رسمي سفر په ترڅ کې د  اوکراین د ولسمشر د دفتر له مشر اندري یرماک سره هم وکتل.

د دې غونډو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.

تر دې وړاندې، د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر د اوکراین د بهرنیو چارو له وزیر اندري سیبیها سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې ګډون وکړ.

په دې خبري کنفرانس کې، فیدان وویل چې تورکیه هیله لري د سولې د خبرو اترو راتلونکی پړاو د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي په ګډون کوربه توب وکړي، چې په دې کې به د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم ګډون وکړي.

سیبیها وویل چې اوکراین د لنډمهاله اوربند په اړه خبرو ته چمتو دی، په دې ټینګار سره: "موږ غواړو چې سږ کال جګړه پای ته ورسوو او د اوربند په اړه خبرو ته چمتو یو—که هغه د ۳۰، ۵۰ یا ۱۰۰ ورځو لپاره وي."

د دې اونۍ په پیل کې، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف اعلان وکړ چې مسکو په تورکیه کې د سولې د خبرو اترو د دویم پړاو لپاره چمتو دی او خپل دریځ یې نهایی کړی دی. خو د اوکراین چارواکو وویل چې یاد یادښت لا تر اوسه نه دی سپارل شوی.

د مې په ۱۶مه، روسیې او اوکراین په استانبول کې په درې کلونو کې خپلې لومړۍ مستقیمې خبرې وکړې، چې په دې کې دواړو خواوو د بندیانو د پراخې تبادلې په اړه موافقه وکړه، چې له دواړو خواوو څخه ټولټال ۱۰۰۰ کسان پکې شامل وو.