افغانستان
3 د لوستلو دقیقې
افغانستان ویلي دي چې پاکستان تیره شپه ددې هیواد پر درې ولایتونو هوايي بریدونه کړي دي.
د افغانستان حکومت د سه‌شنبې په ورځ اعلان وکړ چې پاکستان د شپې لخوا د هیواد په دریو ختیځو ولایتونو کې هوایي بریدونه کړي چې له امله یې د نهو ماشومانو په ګډون ۱۰ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي
افغانستان ویلي دي چې پاکستان تیره شپه ددې هیواد پر درې ولایتونو هوايي بریدونه کړي دي.
افغانستان ویلي دي چې پاکستان تیره شپه ددې هیواد پر درې ولایتونو هوايي بریدونه کړي دي. / Reuters

افغانستان ویلي دي چې پاکستان تیره شپه ددې هیواد پر درې ولایتونو هوايي بریدونه کړي دي.  پدې  هوايي بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۱۰ تنه وژل شوي.

د افغانستان حکومت د سه‌شنبې په ورځ اعلان وکړ چې پاکستان د شپې لخوا د هیواد په دریو ختیځو ولایتونو کې هوایي بریدونه کړي چې له امله یې د نهو ماشومانو په ګډون ۱۰ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي. دا پېښه د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا خرابېدو ښکارندويي کوي.

د افغانستان د حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد، په ټولنیزه شبکه ایکس کې ویلي چې د پاکستان په یوه برید کې د خوست په ولایت کې د یوه ملکي وګړي کور په نښه شوی چې په پایله کې یې نهه ماشومان او یوه ښځه وژل شوي دي. نوموړي زیاته کړه چې د کونړ او پکتیکا په ولایتونو کې هم بریدونه شوي چې له امله یې څلور تنه نور ټپیان شوي دي.

د پاکستان پوځ او حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. دا تورونه په داسې حال کې لګول کېږي چې څه باندې یوه میاشت وړاندې هم د دواړو هېوادونو ترمنځ سرحدي نښتې شوې وې، وروسته له هغې چې افغان حکومت ادعا وکړه چې د پاکستان بې پیلوټه الوتکو په کابل کې بریدونه کړي دي.

دا وروستۍ پېښه یوه ورځ وروسته له هغې رامنځته کېږي چې د پاکستان په شمال لوېدیځ ښار پېښور کې د فډرالي پولیسو پر مرکز د دوو ځانمرګو بریدګرو او یوه وسله وال کس له خوا په برید کې درې افسران ووژل شول او ۱۱ نور ټپیان شول.

که څه هم د پېښور د برید پړه کومې ډلې په غاړه نه ده اخیستې، خو ګومان کېږي چې دا برید به د پاکستاني طالبانو (تحریک طالبان پاکستان) له خوا شوی وي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان ادعا کوي چې پاکستاني طالبانو ډله له افغان طالبانو سره نږدې اړیکې لري او ډېری مشران یې په افغانستان کې پټ دي.

پاکستان په پرله پسې توګه له افغان حکومت څخه غوښتي چې د پاکستاني طالبانو د هغو بریدونو مخه ونیسي چې د افغانستان له خاورې څخه یې تنظیموي. کابل دا تورونه ردوي، خو د اکتوبر په نهمه په کابل کې د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو پړه پر پاکستان له اچولو وروسته د دواړو هېوادونو اړیکې نورې هم خړې پړې شوې او افغانستان د غچ اخیستنې ګواښ وکړ.

د دغو نښتو په پایله کې لسګونه سرتیري، ملکي وګړي او وسله وال ووژل شول، چې وروسته د اکتوبر په ۱۹مه د قطر په منځګړیتوب یو اوربند وشو.

له هغې وروسته په استانبول کې د خبرو دوه پړاوونه هم د ستونزې په هواري کې پاتې راغلل، ځکه پاکستان ویل چې افغانستان د دې لیکلی ډاډ نه ورکوي چې د پاکستاني طالبانو جنګیالي به د افغانستان له خاورې څخه فعالیت نه کوي.

افغان حکومت په وروستیو کلونو کې په وار وار ویلي چې هېچا ته به اجازه ورنکړي چې د دوی خاوره د کوم بل هېواد، د پاکستان په ګډون، پر وړاندې وکاروي.

وپلټۍ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د سعودي په مشرۍ ایتلاف د حوثي وسله‌والو تر کنټرول لاندې صنعا کې د عملیاتو مخکې د وتلو خبرداری ورکړ
ولسمشر اردوغان: «تورکیه د سعودي عربستان تر څنګ ولاړه ده»
د جرمني په بوخوم ښار کې په یوه آپارتمان کې د اور لګېدنې له امله ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
پر توره بحیره له بریدونو وروسته ناټو دفاعي تدابیر زیاتوي. اروپايي ټولنې دا بریدونه په کلکو ټکو وغندل
د هند په ټاکنیزو لستونو کې د اصلاحاتو او د ټاکنیز تعصب د ادعاو پر سر د اعتراضونو او مظاهرې دوام لري.
په افغانستان کې حکومت د بي بي سي راډیويي خپرونې بندې کړې.
نتنیاهو د غزې په مستند فلم کې د شهادت ورکوونکو سرتیرو د محاکمې غوښتنه کوي
یو ایراني چارواکي ویلي دي چې له جګړې او بندیزونو سره سره ۵.۱۴ میلیونه ټنه نفتي توکي صادر شوي دي"
ټرمپ اسیا ته د خپل سفر پر مهال د شمالي کوریا له ولسمشر کیم سره د ممکنه مخامخ لیدنې اشاره ورکړه
په پاکستان کې د یوه مسافر وړونکي اورګاډي له پټلۍ څخه د وتلو له امله ۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی
په ناروې کې په پوځي تمریناتو کې کارول شویو کرایي وسایطو حساس معلومات ثبت کړي دي
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره ورځ د کابینې له غونډې وروسته مهمې څرګندونې وکړې.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اوکراین: "زیلینسکي ښايي د ولسمشر اردوغان په منځګړیتوب له پوتین سره وګوري"