نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د امریکا د سنا مجلس د قطر او متحده عربي اماراتو سره د عسکري تړونونو د مخنیوي اړوند مسودې رد کړې
د امریکا د سنا مجلس غړو د چهارشنبې په ورځ هغه دوه مسودې رد کړې ، چې یوه یې ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا د قطر لخوا د ډالۍ شوې لوکسې الوتکې په اړه وه.
د امریکا د سنا مجلس د قطر او متحده عربي اماراتو سره د عسکري تړونونو د مخنیوي اړوند مسودې رد کړې
/ AP

د امریکا د سنا مجلس د قانون هغه مسودې رد کړې چې له مخې د قطر او متحده عربي اماراتو سره د عسکري تړونونو مخنیوی کولو.

د امریکا د سنا مجلس غړو د چهارشنبې په ورځ هغه دوه مسودې رد کړې ، چې یوه یې ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا د قطر لخوا د ډالۍ شوې لوکسې الوتکې په اړه وه.

د امریکا په سنا مجلس کې سناتورانو کریس مورفي، کریس وان هالن، براین شاتز، ټیم کین، برني سانډرز، مایزي هیرونو او جیف مرکلي د قطر او متحده عربي اماراتو سره د نوو پوځي تړونونو د مخنیوي په موخه مسودې وړاندې کړې. په نوموړو مسودو کې  قطر ته د ۱.۹ میلیارد ډالرو په ارزښت د MQ-9 ریپر ډرونونو پلور او متحده عربي اماراتو ته د ۱.۳ میلیارد ډالرو په ارزښت د چینوک هیلیکوپټرو پلور د بندولو غوښتنه شوې وه.

دواړه مسودې د سنا د مجلس لخوا رد شوې.

د رایو له ترسره کېدو مخکې، مورفي خپلو همکارانو ته وویل چې دغه هېوادونه د امریکا لپاره په سیمه کې مهم شریکان دي.

هغه وویل: "هغه څه چې موږ دلته ویل غواړو دا دي چې موږ د دې هېوادونو سره خپلې پوځي اړیکې د ځنډولو او یا پرې کولو غوښتنه نه کوو. مونږ یواځې ددې هیوادونو لخوا ولسمشر ټرمپ ته د باج ورکولو سره مخالفت کوو. مونږ د باج اخیستو او یا ورکولو سره مخالفت کوو او دا مسئله زمونږ لپاره د منلو وړ نده.

ټرمپ د مې په میاشت کې منځني ختیځ ته د خپل سفر پر مهال وویل چې هغه به د قطر له خوا د بوینګ ۷۴۷-۸ لوکس الوتکه ومني، او زیاته یې کړه: "یوازې یو احمق به دا ډالۍ د خپل هېواد په استازیتوب ونه مني."

د دې الوتکې ډالۍ چې شاوخوا ۴۰۰ میلیونه ډالر ارزښت لري، د جمهوري غوښتونکو او ډیموکراتانو له خوا د اخلاقي او قانوني پوښتنو سره مخ شوې ده.

وپلټۍ
توقایف له پوتین څخه وغوښتل چې د 'استانبول فارمول ۲.۰' پر بنسټ د اوکراین جګړه وځنډوي
د تورکیې (د والیبال ملي ښځینه لوبډلې) د ملتونو لیګ په سیالیو کې پایلوبې ته لاره ومونده
تورکیې په نابلس کې د ۴ تنو فلسطینیانو وژنه په کلکو ټکو وغندله
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوسته برید کې ۱۵ کسان وژل شوي
ایران په بحرین، اردن او کویټ کې د امریکا پر نظامي اهدافو بریدونه وکړل
ټرمپ : ایران اوس په مذاکراتو کې ډېر جدي چلند کوي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عراقچي له خپلو روسي او پاکستاني سیالانو سره وکتل
اروپايي ټولنه: "پوتین د جګړې د پایته رسولو هوډ نلري او  د وخت ګټلو هڅه کوي"
ولسمشر اردوغان د استانبول  ایا صوفیه تاریخي جومات د عبادت پر مخ د بیا پرانیستل کیدو ۶ کلیزه ولمانځله
په امریکا کې د ټاکنو پر مهال سافټویري تېروتنه؛ سلګونو غیر امریکایي اتباعو رایه ورکړې ده
تورکیه د یورو فایټر جنګي الوتکو په خاطر انګلستان ته د روزنې په موخه لومړني پیلوټان استوي.
اوکرایني ډرون الوتکو د روسیې د  سینټ پیټرزبرګ ښار ته څېرمه پر یو ګودام برید وکړ
له امریکا څخه پر څه باندې ۶۰ هېوادونو د ګمرکي تعرفو نوې څپه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د امنیتي اندېښنو له امله په توره بحیره کې د اوکراین په بندرونو کې د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ ودرېد