اقتصاد
2 د لوستلو دقیقې
د چین اقتصادي درجه بندۍ ادارې د روسیې ګازپورم شرکت ته د "AAA" درجه ورکړه
د چین د اقتصادي درجه بندۍ ادارې  سي ایس سي ای پینګ یون  CSCI Pengyuan  د جمعې په ورځ د روسیې د تیلو لوی شرکت ګازپروم ته  چې د امریکا لخوا په تور لیست کې شامل شوی، د کورني درې ګونې AAA درجه ورکړه.
د چین اقتصادي درجه بندۍ ادارې د روسیې ګازپورم شرکت ته د "AAA" درجه ورکړه
(د فایل) د سن پترزبورګ په یوه ودانۍ کې د ګازپروم لوگو نصب شوی ښکاري. / Reuters

د چین د اقتصادي درجه بندۍ ادارې  سي ایس سي ای پینګ یون  CSCI Pengyuan  د جمعې په ورځ د روسیې د تیلو لوی شرکت ګازپروم ته  چې د امریکا لخوا په تور لیست کې شامل شوی، د کورني درې ګونې AAA درجه ورکړه. رسنیو راپور ورکړی چې بیجینګ د روسیې لویو انرژۍ شرکتونو لپاره خپل کورنی بانډ بازار بیا پرانیستلو ته چمتووالی نیسي.

د سي ایس سي ای پینګ یون     CSCI Pengyuan په وینا، "د ګازپروم درجه بندي د دې ستراتیژیک اهمیت او د روسیې حکومت سره د دې قانوني اړیکې منعکسوي."

دغه ادارې زیاته کړه چې د شرکت د پور پروفایل د دې قوي سوداګریز پروفایل له امله ملاتړ کیږي، ځکه چې ګازپروم د نړیوالو تیلو او ګازو په صنعت کې یو له مخکښو بازار مشرانو څخه دی او د روسیې د انرژۍ په بازار کې مهم ځای لري.

د "AAA" درجه بندي د ثابت لید سره یوازې څو ورځې وروسته ورکړل شوه چې روسیې او چین د سیبریا ۲ پایپ لاین ته خپل ملاتړ څرګند کړ.

ګازپروم دغه اعلان د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د تیرې اونۍ د چین سفر پر مهال وکړ.

د فایننشل ټایمز د یکشنبې په ورځ د سرچینو په حواله راپور ورکړ د تیرې میاشتې په پای کې، د چین لوړ پوړو مالي تنظیموونکو روسیې د انرژۍ لوړ پوړو چارواکو ته وویل چې دوی به د دوی د شرکتونو د رینمینبي "پانډا بانډونو" د پلورلو پلانونو ملاتړ وکړي،.

شرکتونه معمولا د بانډونو د پلورلو دمخه د پور درجه بندي ترلاسه کوي.

خو د سي ایس سي ای پینګ یون      CSCI Pengyuan د ګازپروم سره تړلې "لوړې جیوپولیټیکي خطرونه" یاد کړل، کوم چې د ۲۰۲۲ کال د روسیې-اوکراین جګړې له پیل وروسته د امریکا لخوا بندیزونه ولګول.

دغه درجه بندۍ اداره وویل: "بندیزونو او جیوپولیټیکي ګډوډیو د شرکت عملیاتو ته زیان رسولی، چې په ۲۰۲۳ کال کې د ګازو د صادراتو عوایدو او حجم کې کموالی راوستی."

"لکه څنګه چې جیوپولیټیک وضعیت په بدلون کې دی، د عملیاتو په اړه ناڅرګندتیاوې دوام لري."

تیر میاشت، د سي ایس سي ای پینګ یون      CSCI Pengyuan د روسیې د منځنۍ کچې د تیلو شرکت Zarubezhneft ته هم د "AAA" درجه ورکړه، کوم چې د روسیې فدراسیون په بشپړ ډول ملکیت لري.

وپلټۍ
حماس اسرائیل تورن کړ چې د غزې د نسل وژنې د شواهدو د پټولو هڅه کوي
سموټریچ او بن ګویر پر برېتانیا د بندیزونو او د سفیر د شړلو غوښتنه وکړه
په کیف کې د روسیې د بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي
حوثیانو د سعودي عربستان پر څلورو ښارونو بریدونه کړي چې له امله يي ۷۳ تنه ټپیان شوي دي.
روسیې وویل جرمني په بن کې زموږ جنرال کونسلګري په بې بنسټه پلمو وتړله
جرمني هغه پخواني اسرائیلي بندي ته تابعیت ورکړ چې د فلسطینیانو د اعدامولو غوښتنه یې کړې وه
اروپايي سیاستوالو په جرمني کې د افراطي ښي اړخي ګوند (AfD) پر تاریخي ایالتي بریا اندېښنه ښودلې
روسیه وايي ممکن له اوکراین او امریکا سره درې اړخیزې خبرې بېرته پیل شي
د لبنان په سویل کې اسرائیلو د ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۱ کسان ووژل
د تورکیې د ښځو د والیبال ملي لوبډلې د اروپا اتلولۍ وګټله
د تورکیې  ولسمشر اردوغان د هیواد د ښځو د والیبال ملي لوبډلې ته د اروپا د اتلولۍ د ګټلو له امله مبارک
قالیباف: پداسې حال چې تهران د اقتصادي ستونزو د حل هڅه کوي، د امریکا بریدونو ته به هم  ځواب ورکړي
په غزې کې د اسرائیل قاتلانه بریدونو د ۵ فلسطینیان ژوند واخیست
امریکايي استازو د سولې د هڅو په لړ کې کییف ته خپل لومړنی سفر وکړ
په نوي ډهلي کې د یوې ودانۍ د نړېدو له امله ۵ کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور تر خاورو لاندې دي