د غزې جګړه
5 د لوستلو دقیقې
د اسرائیل کابینې د ټرمپ د غزې تړون تصویب کړ، چې اوربند او د بندیانو تبادلې ته لار هواروي
دا تړون، چې د امریکا، ترکیې، قطر او مصر په منځګړیتوب او تضمین شوی، په محاصره شوې غزه کې د اسرائیل د دوه کلنې نسل وژنې د درولو لپاره لومړنۍ منظمه هڅه ده
د اسرائیل کابینې د ټرمپ د غزې تړون تصویب کړ، چې اوربند او د بندیانو تبادلې ته لار هواروي
د اسرائیل کابینې د ټرمپ د غزې تړون تصویب کړ، چې اوربند او د بندیانو تبادلې ته لار هواروي / AP
10 اکتوبر 2025

د اسرائیل کابینې د ټرمپ د غزې تړون تصویب کړ، چې اوربند او د بندیانو تبادلې ته لار هواروي
دا تړون، چې د امریکا، ترکیې، قطر او مصر په منځګړیتوب او تضمین شوی، په محاصره شوې غزه کې د اسرائیل د دوه کلنې نسل وژنې د درولو لپاره لومړنۍ منظمه هڅه ده.

 

د اسرائیل کابینې د ټرمپ د غزې تړون تصویب کړ، چې اوربند او د بندیانو تبادلې ته لار هواروي
اسرائیلي ځواکونه د غزې پولې ته نږدې حرکت کوي، لکه څنګه چې د جنوبي اسرائیل څخه لیدل کیږي.

د اسرائیل کابینې د غزې د اوربند تړون تصویب کړی، چې ورسره د تړون لومړی پړاو پیل شو. د دې پړاو له مخې به اسرائیل په غزه کې د حماس سره زنداني اسرائیلي اسیرانو  په بدل کې په سلګونو فلسطیني بندیان ازاد کړي، له ځینو سیمو څخه به خپل ځواکونه وباسي، او هره ورځ به په سلګونو مرستندویه لارۍ غزې ته د ننوتلو اجازه ورکړي.

د کابینې دا پرېکړه د جمعې په سهار وروسته له هغه وشوه چې د اسرائیل او فلسطیني مقاومتي ډلې حماس ترمنځ د اوربند یو مهم تړون وشو، چې د پنجشنبې په ورځ نافذ شو.

د اسرائیل د حکومت په یوه بیانیه کې راغلي: "د بنیامین نتنیاهو په مشرۍ حکومت، د غزې په تړانګه کې د جګړې د پای ته رسولو او د ټولو اسیرانو (په غزه کې اسرائیلي بندیانو) د بېرته راستنولو تړون تصویب کړ."

ځايي رسنیو ویلي چې د کابینې غونډه د لوی درستیز ایال ضمیر له خوا د امنیتي معلوماتو په ورکولو سره پیل شوه. دوی زیاته کړې چې منځني ختیځ ته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړی استازی سټیو ویټکوف او د ټرمپ زوم جیرډ کوشنر له خبرو اترو وروسته د اسرائیل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره غونډې ته ننوتل.

دا غونډه څو ساعته وروسته له ځنډه وشوه، کله چې د امنیتي کابینې پخوانۍ غونډه د ټرمپ د ۲۰ ماده ییزې سولې تړون په اړه له رایې ورکولو پرته پای ته ورسېده.

د اسرائیل دولتي خپرونې "کان" یو سند خپور کړی چې سرلیک یې دی "په غزه کې د جګړې جامع پای". په دې سند کې ویل شوي چې حکومت تړون تصویب کړی، خو تندلارو وزیرانو ایتامار بن ګویر، بتسلایل سموتریچ، یتسحاق واسرلاوف، او امیخای الیاهو د ټرمپ د پلان پر ضد رایه ورکړې ده.

د اوربند تړون د پنجشنبې په سهار د مصر په شرم الشیخ ښار کې د حماس او اسرائیل ترمنځ د څلورو ورځو غیر مستقیمو خبرو اترو وروسته اعلان شو، چې منځګړیتوب یې تورکیې، مصر، قطر او امریکا کاوه.

د پلان په دوهم پړاو کې په غزه کې د حماس له ګډون پرته د نوي حکومتي میکانیزم جوړول، د فلسطینیانو او عربي او اسلامي هېوادونو د سرتېرو څخه د جوړ شوي امنیتي ځواک رامنځته کول، او د حماس بې وسلې کول شامل دي.

عربي او اسلامي هېوادونو د دې پلان هرکلی کړی دی.

اسرائیل او حماس دواړو د لومړني پړاو لپاره خپله ژمنتیا تایید کړې، چې په دریو مهمو ستنو ولاړ دی: د بندیانو تبادله، ټاکل شویو کرښو ته د اسرائیلي ځواکونو وتل، او له کلونو محاصرې وروسته غزې ته د اړینو بشري مرستو ننوتل.

حماس ویلي چې په لومړۍ تبادله کې به د نږدې ۲۰۰۰ فلسطیني بندیانو په بدل کې ۲۰ اسرائیلي برمته شوي کسان خوشې شي.

په دې بندیانو کې ۲۵۰ هغه فلسطینیان شامل دي چې د عمر قید سزا لري او ۱۷۰۰ نور، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، د جګړې له پیل راهیسې نیول شوي دي. تمه کیږي چې دا تبادله به د تړون له پلي کېدو وروسته په ۷۲ ساعتونو کې ترسره شي.

دغه ۲۰ ماده ییز پلان چې لومړی ځل د سپټمبر په ۲۹ مه اعلان شو، د فلسطیني بندیانو په بدل کې د ټولو اسرائیلي برمته وو خوشې کول، اوربند، د حماس بې وسلې کول، او د غزې بیارغونه پکې شامل وو.

د پنجشنبې په ورځ وختي، ټرمپ اعلان وکړ چې امریکا او نورو منځګړو په محاصره شوې غزه کې د اسرائیل د جګړې په پای ته رسولو کې مرسته کړې ده. هغه ټینګار وکړ چې اسرائیلي برمته شوي باید د دوشنبې یا سه شنبې په ورځ خوشې شي او هیله یې وښوده چې په مصر کې د تړون د لاسلیک په مراسمو کې ګډون وکړي.

هغه وویل: "موږ په غزه کې جګړه پای ته ورسوله،" او زیاته یې کړه چې دا به د "تلپاتې سولې" لامل شي.

د حماس لوړپوړي مرکچي، خلیل الحیه، وویل چې د فلسطین مقاومت ډلې له امریکا، عربي منځګړو او ترکیې څخه تضمین ترلاسه کړی چې په غزه کې د اسرائیل نسل وژنه د تل لپاره پای ته رسېدلې ده.

په ورته وخت کې، د اسرائیل د ملي امنیت سخت دریځي وزیر ایتامار بن ګویر د پنجشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې که حماس په پای کې ونه ځپل شي، نو د هغه افراطي یهودي ځواک ګوند به د لومړي وزیر نتنیاهو رژیم د ړنګولو لپاره فشار راوړي.

په ورته وخت کې، د امریکا لوړپوړو چارواکو د پنجشنبې په ورځ وویل چې د امریکا یو ۲۰۰ کسیز پوځي ټیم به په منځني ختیځ کې ځای پر ځای شي ترڅو د غزې د اوربند "څارنه" وکړي.

یوه لوړپوړي چارواکي خبریالانو ته وویل: "د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندې مشر، اډمیرل براډ کوپر به په لومړي سر کې ۲۰۰ کسان په سیمه کې ولري. د هغه رول به دا وي چې څارنه وکړي، مشاهده وکړي، او ډاډ ترلاسه کړي چې سرغړونې نه کیږي."

هغه وویل، مصري، قطري، تورکي او ښایي اماراتي پوځي چارواکي به هم په دې ټیم کې شامل وي.

یوه بل چارواکي وویل چې "هیڅ امریکايي سرتېری به غزې ته د ننوتلو اراده ونه لري."

 

وپلټۍ
د فلسطیني بندیانو دفتر: د اور بند تړون لاندې ۱،۹۶۸ فلسطیني بندیان خوشې کیږي
حماس د اسرائيلي بنديانو خوشې کول پيل کړل، لومړۍ ډله اووه تنه يي  په غزه کې سره صليب ته وسپارل
امریکا د غزې د اوربند تړون د څارنې په موخه  اسرائیل ته ۲۰۰ سرتېري استوي
پداسې حال کې چې د اسرائیل او حماس ترمنځ په اوربند موافقه شوې خو اسرائیل پر غزې  تازه بریدونه کړي
ټرمپ: حماس او اسرائیل د سولې پلان پر لومړي پړاو هوکړه کړې
اسرائيل د ټرمپ لخوا پر غزې بریدونو سمدلاسه ودروۍ د غوښتنې  سره سره بریدونو ته دوام ورکوي
حماس د ټرمپ د غزې د اوربند پلان په اړه غور کوي، ځواب به یې ډېر ژر ورکړل شي
د "ګلوبل صمود" کاروان اړوند "میکینو" بېړۍ پر غزې د محاصرې د ماتولو سره  د فلسطین اوبو ته ورسېده
د غزې د مرستو پر کاروان د اسرائیلو برید په نړۍ کې سخت غبرګونونه پارولي دي
د تورکیې  ولسمشر اردوغان او  امریکا ولسمشر ټرمپ په ګډون د غزې په اړه مهمه غونډه وشوه
اسرائیل په غزه کې ۱۰۲ فلسطینیان په شهادت ورسول
د ملګرو ملتونو د تحقیقاتو کمیسیون: اسرائيل په غزه کې 'نسل وژنه' کړې ده
له یونان څخه کښتۍ د غزې د محاصرې د ماتولو په موخه روانې شوې د سمود قافلې سره یو ځای کیږي.
ډاکټرانو ویلي دي چې په غزه کې ماشومان په سر او سینه د مرمۍ سره د ویشتلو  پیښې د پام وړ ډیرې شوي
حماس پر امریکا تور پورې کړی چې په دوحه کې د دوی د مرکچیانو پر مرګوني برید کې د اسرائیل سره همکار وو
د اسرائیلو له خوا په غزه کې جبري لوږې تر اوسه پورې له ۴۰۰ څخه ډیر کسان وژلي دي