د پولنډ پخوانی ولسمشر والیسا : ایلان ماسک یو داسې سړی دی چې هیڅ اهمیت نه لري

لیچ والیسا د پولنډ او امریکا د چارواکیو ترمنځه د لفظي شخړې په اړه خپل نظر بیان کړ

/ AP

د پولنډ پخواني ولسمشر لیخ والیسا د چهارشنبې په ورځ د پولنډ او امریکا مشرانو ترمنځ روانې شخړې په اړه خپل نظر څرګند کړ او میلیاردر ایلون ماسک یې "یو داسې سړی چې هیڅ اهمیت نه لري" وباله.

هغه د پولنډي ورځپاڼې "سوپر ایکسپریس" سره په مرکه کې وویل: "راځئ چې خپله لاره پخپله وټاکو، په اروپا کې د امنیت او قوي اتحادونو جوړولو ته پام وکړو، او د ماسک په اړه اندیښنه ونه کړو. زه د هغه په اړه اندیښنه نه لرم... هغه باید له پامه وغورځول شي... هغه یو داسې سړی دی چې هیڅ اهمیت نه لري."

د تېرې اونۍ په پای کې، د پولنډ د بهرنیو چارو وزیر رادوسلاو سیکورسکي د ماسک، چې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ نږدې سلاکار دی، او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو سره لفظي شخړه وکړه.

سیکورسکي او ماسک د سټارلنک سیسټم په اړه بحث وکړ، چیرې چې ماسک ادعا وکړه چې که هغه وغواړي او اوکراین له سټارلنک څخه بې برخې کړي، د دې هېواد "ټوله مخکینۍ کرښه" به سقوط وکړي.

سیکورسکي  په ځواب کې، وویل چې د اوکراین لپاره سټارلنک د پولنډ لخوا د دوه اړخیزې سوداګرۍ تړون په چوکاټ کې تمویل شوی او که د دې بندیدو ګواښ وشي، نو د بدیل شبکې د موندلو هڅې به پیل شي.

وروسته، روبیو سیکورسکي تورن کړ چې د حقایقو خلاف خبرې کوي.

"هیچا د اوکراین د سټارلنک بندیدو ګواښ نه دی کړی. او د شکر ځای دی ، که چیرې  سټار لنک نه وای ، اوکراین به دا جګړه له لاسه ورکړې وای، او اوس به روسان د پولنډ په پوله ولاړ وای،"

څو شېبې وروسته، ماسک د سیکورسکي پوسټ ته غبرګون وښود.

"چپ شه، کوچني سړي. ته یوازې د لګښتونو یوه کوچنۍ برخه ورکوي. او د سټارلنک لپاره هیڅ بدیل نشته،"

ماسک وروسته سیکورسکي د امریکايي-هنګری پانګوال جورج سوروس "ګوډاګی" وباله.