منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
پر اردن د ایران بریدونو د امریکا څو جنګي الوتکو ته زیان رسولی دی
د امریکا په CBS شبکه کې د خپرو شویو راپورونو له مخې، پر اردن د ایران په بریدونو کې د امریکا شاوخوا ۸ "F-15" جنګي الوتکې اغېزمنې شوې دي؛ دغو الوتکو سطحي او لږ زیان لیدلی اما بېرته الوتنې ته چمتو شوې دي.
پر اردن د ایران بریدونو د امریکا څو جنګي الوتکو ته زیان رسولی دی
ایران بریدونه

د امریکا کې CBS News رسنۍ د  باخبرو سرچینو په حواله خبر ورکړی چې  په اردن کې د امریکا پر "موفق السلطي" هوایي اډې باندې د سپتمبر د ۸مې او ۹مې ترمنځ شپه کې د ایران په بریدونو کې ۸ امریکايي الوتکو ته زیان اوښتی دی.

سرچینو د دې ادعا په کولو سره چې په دغه برید کې د امریکا شاوخوا ۸ "F-15" جنګي الوتکو زیان لیدلی، وویل چې زیانونو کچه کمه وه او الوتکې بېرته الوتنې ته چمتو شوې دي.

همدا راز، سرچینو د دې خبر په ورکولو سره چې د "Warthog" په نوم د ۱ دانې "A-10 Thunderbolt" بریدګرې الوتکې وزر هم مات شوی، زیاته کړې ده چې په دغه پېښه کې هیڅ امريکايي سرتیری ندی وژل شوی.

همداشان ځیني امریکايي رسنیو پدې بریدونو کې د ګڼشمیر امریکایي سرتیرو د ټپي کیدو نه هم خبر ورکړی دی. رسنیو ویلي دي چې د امریکا د دفاع وزارت د ټپیانو شمیره پټه کړې .

دا پېښه له هغه وروسته رامنځته شوه چې امریکا د سه شنبې پر ورځ اعلان وکړ پر یوه امريکايي سمندري واحد د ایران د برید په ځواب کې یې د ایران ۵ د تېلو ټانکرونه ویشتلي دي.

د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو وروسته خبر ورکړ چې پر ۸ ټانکرونو، ۲ جنګي بېړیو او په اردن کې د امریکا پر اډې یې بریدونه کړي دي.

په راپور کې دا هم ویل شوي چې په اردن کې مېشتو امريکايي ځواکونو د ایران د بریدونو پر وړاندې د دفاع په موخه له ۳۰ څخه ډېر د پېټریوټ (Patriot) توغندي توغولي دي.

دا بریدونه په داسې حال کې رامنځته شول چې امريکايي چارواکو د پېټریوټ توغندیو د په چټکۍ سره کمېدونکو زیرمو او د نورو دقیق (نازک لارښود) مهماتو د کچې د ټیټېدو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې وه.

 

وپلټۍ
روسیې او اوکراین په یو بل بریدونه ډیر کړي
په هند کې د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون پر خلاف روانې دوام لري
په ریاض کې د ملک خالد پر هوايي ډګر برید شوی؛ یو تن مړ او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.
په لوېدیځه غاړه کې د وژل شویو امریکایانو په اړه د اسرائیلو په ګټه د معلوماتو د "پټولو" ادعا شوې ده
د یوه ستر لاریون په درشل کې د هند د 'کاکروچ' (ګونګټې) غورځنګ مشر ونیول شو
روسیې اعلان وکړ چې د اودیسا بندر ته د نظامي تجهیزاتو وړونکې یوه باري کښتۍ یې ویشتلې ده
پوتین اعلان وکړ چې دوی امریکا او نړیوالو بازارونو ته د تېلو او نفتي توکو رسولو ته چمتو  دي
ټرمپ د نوبل د سولې جایزې پرېکړه 'شرموونکې' وبلله
په روسیه او اوکراین کې د شپنیو بریدونو له امله لږ تر لږه ۵ کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي
د تورکیې ولسمشر اردوغان: نړیوالو تړونونو 'خپل اغیزمنتوب له لاسه ورکړی'
جسټین ټروډو : کاناډایان امریکا ته د سفر په اړه جدي اندېښنې لري
د ناټو کلنی اټومي مخنیوي کوونکي پوځي تمرینات به د اکټوبر پر ۱۳مه پیل شي .
پزشکیان په ترکمنستان کې له پوتین سره لیدنه وکړه
نیویارک ټایمز: د ټرمپ اداره د مالي لوجیستیکي ننګونو له امله د سمندر له لارې کډوالو ډیپورتوي
په هند کې د ټاکنیزو اعتراضونو له امله په پلازمینه  نوي ډیلي کې په زرګونو تنه پولیس ځای پر ځای شوي دي