نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
هندوستان د سیلاب د 'لوړ احتمال' خبرداری ورکړی.  پاکستان په سیمه کې خپل پوځ ځای پر ځای کړ
د پاکستان چارواکو د  پنجاب ایالت په شمال ختیځ کې  پوځ ځای پر ځای کړی، څو د ژغورنې او مرستو په عملياتو کې مرسته وکړي، ځکه دغه ایالت د سختو بارانونو او د هند له لوري د ډک بندونو د اوبو پرېښودو له امله د سېلاب له بېړنۍ حالت سره مخ دی.
هندوستان د سیلاب د 'لوړ احتمال' خبرداری ورکړی.  پاکستان په سیمه کې خپل پوځ ځای پر ځای کړ
/ Reuters

هندوستان د سیلاب د 'لوړ احتمال' خبرداری ورکړی.  پاکستان په سیمه کې خپل پوځ ځای پر ځای کړ

چارواکي وايي د  پنجاب ایالت په شمال ختیځ کې پوځيان ځای پر ځای شوي تر څو ملکي ادارو سره مرسته وکړي او اوسېدونکي خوندي سيمو ته انتقال کړي.

د پاکستان چارواکو د  پنجاب ایالت په شمال ختیځ کې  پوځ ځای پر ځای کړی، څو د ژغورنې او مرستو په عملياتو کې مرسته وکړي، ځکه دغه ایالت د سختو بارانونو او د هند له لوري د ډک بندونو د اوبو پرېښودو له امله د سېلاب له بېړنۍ حالت سره مخ دی.

نوي ډېلي اسلام ‌اباد ته د ستلج، راوي او چناب سیندونو کې د لوړو کچېو اوبو د راتګ خبرداری ورکړی دی.

پوځ د پنجاب د حکومت په غوښتنه ځای پر ځای شوی څو ملکي ادارو سره مرسته وکړي او د سختو سېلابونو له ګواښ سره مخ ولسواليو څخه اوسېدونکي خوندي سيمو ته انتقال کړي.

د يوه رسمي خبرپاڼې له مخې، پوځيان په لاهور، اوکاړه، فيصل اباد او سيالکوټ کې او همدارنګه په نورو سيمو کې ځای پر ځای شوي دي.

د پاکستان د اوبو سرچینو وزارت خبرداری ورکړی چې په درې واړو سیندونو کې د اوبو د کچې د لوړېدو له امله کېدای شي یو "لوړ سېلاب" د پنجاب ګڼو ولسواليو ته ورسېږي.

د پریس ټرسټ اف انډیا په وینا، نوي ډېلي د چهارشنبې په ورځ پاکستان ته تازه خبرتیا ورکړې چې "د تاوي سیند د سېلاب لوړ امکان" شتون لري، ځکه چې په شمالي ایالتونو کې د نه تمېدونکو بارانونو له امله اړین شوي چې له ستر بندونو څخه زیاتې اوبه خوشې شي.

د سه شنبې په ورځ د پاکستان د ملي پېښو د سمبالولو ادارې (NDMA) وویل، شاوخوا ۱۵۰ زره کسان لا له وړاندې خوندي سیمو ته انتقال شوي دي او له هغو اوسېدونکو یې غوښتنه وکړه چې د سیندونو ترڅنګ ژوند کوي، ژر تر ژره کډه وکړي.

ادارې همدارنګه خبرداری ورکړی چې د اګست له ۲۹مې څخه په هېواد کې د بارانونو نوی پړاو پیلېدلی شي.

هندوستان او پاکستان په وروستیو اونیو کې د نه تمېدونکو موسمي بارانونو او سېلابونو له سختو زیانونو سره مخ شوي دي، په پاکستان کې له اګست ۱۴مې راهیسې نږدې ۵۰۰ کسان وژل شوي، چې له دې ډلې یوازې په خیبر پښتونخوا کې تر ۴۰۰ ډېر دي، په داسې حال کې چې د جون له ۲۶مې راهیسې په ټول هېواد کې له ۸۰۰ څخه زیاتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د چارواکو په وینا، په ګلګت بلتستان سیمه کې هم زرګونه اوسېدونکي د تېرو څو ورځو راهیسې بند پاتې دي، وروسته له هغې چې په غذر ولسوالۍ کې سختو بارانونو او سېلابونو ګڼې لارې ویجاړې کړې.

وپلټۍ
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
اوکراین پر سوداګریزو کښتیو  د روسیې په بریدونو کې د  ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
ایران په اردن کې د امریکا پر اډو د ډرون الوتکو پراخ بریدونه کړي
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه یوازې د یوې خاینانه کودتا شنډول نه وو بلکې د ډیموکراسۍ ستره بریا ده
د دفاعي صنعت په برخه کې د ګولن ترهګریز سازمان سبوتاژونه، حیاتي پروژې او په تېرو ۱۰ کلونو کې  وده
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې په شپه رامنځته شوې پېښې، د کودتا د هڅې مهم پړاوونه او د ملت حماسي مقاومت
روسیه ادعا کوي چې د اوکرایني ډرون ددې هیواد د تیلو په چاڼځای برید کړی
د کودتا پرېکړه د ۲۰۱۵ کال د نوامبر د لومړۍ نېټې له ټاکنو وروسته شوې وه.
متحده عربي امارات وايي ایران د دوې دوله د تیلو ټانکر کښتۍ ویشتلي دي خو ایران دا ادعا رد کړې
د تورکیې ولسمشر اردوغان د پاکستان د دفاعي ځواکونو او ځمکني پوځ مشر جنرال منیر سره وکتل
فیدان په پاریس کې د اوکراین په اړه غونډه کې ګډون وکړ؛ ایتلاف د پایداره سولې د هڅو ژمنه وکړه
د برازیل ولسمشر لولا دا سیلوا پر ټرمپ د «سمندري غلا» تور پورې کړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې له ناوړه کودتا څخه ۱۰ کاله تېر شول.