ټرمپ: امریکا په ایران کې د پوځي عملیاتو د 'پای ته رسولو' په اړه فکر کوي
ټرمپ په خپل ټروټ ټولنیز پلیټ فارم کې لیکلي: "موږ خپلو موخو ته د رسېدو په حال کې یو، ځکه موږ په منځني ختیځ کې د ایران د ترهګر رژیم په اړه خپلې سترې پوځي هڅې د پای ته رسولو په اړه غور کوو."
ټرمپ وايي، هغه هېوادونه چې د هرمز له تنګي کار اخلي، هغوي باید ددې تنګي ساتنه یې وکړي، نه امریکا.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ وویل، چې دی د ایران پر وړاندې د پوځي عملیاتو د "پای ته رسولو" په اړه فکر کوي او دا چې د هرمز تنګي "ساتنه او څارنه" باید د هغو نورو هېوادونو له خوا وشي چې له دغې حیاتي اوبلارې څخه کار اخلي.
ټرمپ په خپل ټروټ ټولنیز پلیټ فارم کې لیکلي: "موږ خپلو موخو ته د رسېدو په حال کې یو، ځکه موږ په منځني ختیځ کې د ایران د ترهګر رژیم په اړه خپلې سترې پوځي هڅې د پای ته رسولو په اړه غور کوو."
هغه وویل: "د هرمز تنګي ساتنه او څارنه باید د اړتیا پر مهال د هغو نورو هېوادونو له خوا وشي چې کار ترې اخلي -- امریکا دا کار نه کوي!"
سیمه ییز تاوتریخوالی وروسته له هغې زیات شو چې امریکا او اسرائیلو د فبرورۍ په ۲۸مه پر ایران ګډ بریدونه پیل کړل. د راپورونو له مخې، په دغو بریدونو کې شاوخوا ۱۳۰۰ کسان وژل شوي، چې په کې د نجونو د یوې لومړنۍ ښوونځي له ۱۵۰ څخه ډېرې ماشومانې هم شاملې دي.
ایران په ځواب کې د توغندیو او ډرون بریدونه کړي، چې اسرائیل او په ټوله سیمه کې هغه څه یې په نښه کړي چې د دوی په وینا له امریکا سره تړلې شتمنۍ دي، او دې کار شخړه نوره هم زیاته کړې ده.