ساینس او ټکنالوژي
2 د لوستلو دقیقې
د تورکیې د ټکنالوژۍ فیسټیوال(ټکنوفیسټ )د استانبول په ښار کې پیل شو
د ترکیې د ټکنالوژۍ، هوايي چلند او فضایي چارو مخکښ فیستیوال، ټکنوفیسټ، په استانبول کې د سمندري ځانګړې نسخې په پرانیستلو سره د هېواد د سمندري ځواک نوښتونو ننداره کوي.
د تورکیې د ټکنالوژۍ فیسټیوال(ټکنوفیسټ )د استانبول په ښار کې پیل شو
/ AA

د ترکیې د ټکنالوژۍ، هوايي چلند او فضایي چارو مخکښ فیستیوال، ټیکنوفیسټ، په استانبول کې د سمندري ځانګړې نسخې په پرانیستلو سره د هېواد د سمندري ځواک نوښتونو ننداره کوي.

دغه څلور ورځنی فیستیوال چې د "شین ټاټوبی" په نوم یادیږي، د پنجشنبې په ورځ د استانبول د کښتۍ جوړونې قوماندانۍ کې پیل شوه.

انادولو خبري اژانس د دې فیستیوال نړیوالې اړیکې همغږي کوي. که څه هم فیستیوال د پنجشنبې په ورځ پیل شوه، عام خلک به د اګست په ۳۰ او ۳۱ نېټه ګډون وکولی شي.

تمه کیږي چې ولسمشر رجب طیب اردوغان د پرانیستې په ورځ ګډون وکړي.

د دې جشنوارې یوه مهمه برخه سیالۍ دي چې پکې بې پیلوټه سمندري سیسټمونه، د اوبو لاندې راکټونه او خپلواک سمندري وسایط شامل دي.

د تورکیې سمندري ځواک به خپلې پرمختللې کښتۍ نندارې ته وړاندې کړي، لکه د TCG Anadolu امفیبیوس برید کښتۍ، د TCG Istanbul فریګیټ، د TCG Burgazada ضد اوبو لاندې کښتۍ، د TCG Orucreis فریګیټ، د TCG Nusret ماین ایښودونکی، او د TCG Sakarya او TCG Hizirreis اوبتل کښتۍ.

د پوځي ټکنالوژۍ ترڅنګ، ټیکنوفیسټ شین ټاټوبی د سمندري تاریخ او کلتور په اړه نندارتونونه، د مجازي حقیقت تجربې او د کنفرانسونو لړۍ وړاندې کوي.

د دې فیستیوال له پای ته رسېدو وروسته، د ټیکنوفیسټ اصلي نسخه به د سپتمبر له ۱۷ څخه تر ۲۱ پورې د استانبول په اتاترک هوايي ډګر کې ترسره شي.

 

وپلټۍ
نیویارک ټایمز: امریکا او اسرائیل له ټاکنو وروسته پر ایران د بریدونو پلانونه تر بحث لاندې نیسي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران ویلي دي چې ډیر ژر به خپل یو نوی بم چې د ټولو بمونو پلار بلل کیږي نندارې ته وړاندې کړي
د خلیج هېوادونو پر سعودي عربستان د حوثي یاغیانو د بریدونو په ترڅ کې فوق العاده غونډه وکړه
ولسمشر اردوغان: «هغه جنایتکاران چې د ماشومانو له وژلو خوند اخلي، په هیڅ ځای کې پټیدلی نشي
د قطر امیر او مکرون په دوحه کې د دفاعي همکاریو او د هرمز تنګي د کړکېچ په اړه خبرې اترې وکړې
اسرائیلو په غزه کې د دوو ماشومانو په ګډون اووه فلسطینیان ووژل
روسیې اوکراین ته د جګړې او جاسوسۍ په تور د جرمني د یو وګړي د نیولو نه خبر ورکړی دی.
په فرانسه کې د یوې جنګي الوتکې د سقوط له امله د الوتکې پیلوټ ژوند د لاسه ورکړی دی.
ټرمپ : د کانګرس غړې الهان عمر د ډیپورت سربیره ممکن د بند د سزا سره هم مخ شي
ایران: «د غني شویو یورانیمو ان یو ګرام به هم له زموږ له هېواده بهر ایستلو ته اجازه ورنکړی شي»
سعودي په مشرۍ ائتلاف پر مدینې منورې او ختیځو ښارونو باندې د حوثیانو د ډرون بریدونو مخه نیولې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د کاناډا لومړی وزیر مارک کارني د یو رسمي سفر په ترڅ کې د چهارشنبې په ورځ تورکیې ته راځي.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر فیدان او د ناټو مشر روټه په بروکسل کې د تورې بحیرې پر امنیت خبرې وکړې