منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
امریکا له سوریې څخه د خپلو سلګونو تنو د سرتیرو په ویستو پيل وکړ.
د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، امریکا د سوریې په شمال ختیځ کې د خپلو سلګونو سرتېرو ایستل پیل کړي دي.
امریکا له سوریې څخه د خپلو سلګونو تنو د سرتیرو په ویستو پيل وکړ.
During his presidency's first term in 2019, Trump had initiated the withdrawal of American troops from Syria — a move that analysts said significantly altered the dynamics of the region. / AP

نیویارک ټایمز د دوو لوړپوړو امریکایي چارواکو له قوله ویلي چې پوځ د سوریې د  شمال ختیځ په سیمه کې خپلې درې واړه کوچنۍ عملیاتي هډې تړي او د سرتېرو شمېر له ۲۰۰۰ څخه ۱۴۰۰ ته راکموي.

چارواکو ویلي چې امریکایي قوماندانان به د ۶۰ ورځو وروسته پرېکړه وکړي چې نور کمښتونه وکړي که نه.

یو چارواکي ویلي چې قوماندانانو وړاندیز کړی چې لږ تر لږه ۵۰۰ سرتېري په سوریه کې پاتې شي.

راپور زیاتوي چې  د امریکا  ولسمشر ډونلډ ټرمپ په سوریه کې د امریکایي سرتېرو د پاتې کېدو په اړه ژوره بې باوري څرګنده کړې ده.

ټرمپ د جنورۍ په پای کې ویلي و چې امریکا به د سوریې په اړه پرېکړه وکړي، وروسته له هغې چې راپور ورکړل شو چې هغه د امریکایي ځواکونو د ایستلو نیت لري.

ټرمپ خبریالانو ته په سپینه ماڼۍ کې وویل: "زه نه پوهېږم چا دا خبره يي کړې، خو موږ به په دې اړه پرېکړه وکړو. موږ په سوریه کې ښکېل نه یو. سوریه په خپل حال کې ده. هغوی هلته کافي ستونزې لري، موږ ته اړتیا نشته چې ورسره ښکېل شو."

د نیویارک ټایمز په وینا، د پنجشنبې په ورځ پیل شوې کمښتونه د ځمکنیو قوماندانانو د وړاندیزونو پر بنسټ دي چې هډې وتړي او یو ځای کړي، او دا پرېکړه د پنټاګون او د هغې مرکزي قوماندې لخوا تایید شوې ده.

وپلټۍ
تورکیې د مکې مکرمې شاوخوا کې د حوثیانو د ډرون هڅه او برید وغانده
تورکیې د ملي استخباراتو سازمان (MİT) رئیس ابراهیم قالن د رسمي سفر په ترځ کې افغانستان نه لیدنه وکړه
زیلینسکي روسیه په وروستیو اونیو کې یې دوه ځلې د هغه د الوتکې د ويشتلو په هڅې تورنه کړه.
د اروپايي ټولنې مشرې کاناډا ته د «ملګري غړي» پېشنهاد وکړ
په غزه کې د اسرائیلي بریدونو له امله د ۵ ماشومان په ګډون ۱۱ کسان وژل شوي دي
د تورکیې ځايي او ملي بې پیلوټه تعرضي الوتکې خپل یو بل ازمایښت هم په ډیر بریالیتوب سره بشپړ کړ
حوثیانو ادعا کړې چې د سعودي عربستان یوه F-15 جنګي الوتکه یې ویشتې ده
پر منځني ختیځ کې د امریکا پر اډو د ایران له بریدونو وروسته د پراخو زیانونو راپور ورکړل شوی
د امریکا د استازو جرګې پر ایران د بریدونو د بندولو طرحه تصویب کړه
د امریکا په لاس انجلس ښار کې یوې چورلکې سقوط وکړ او وروسته يي اور واخیست.
عربستان ویلي هوایي دفاعي ځواکونو يي هغه ډرون له منځه یوړه  چې مکې  هوایي حریم ته د ننوتو هڅه کوله
د تورکیې بهرنیو چارو وزیر فیدان: د هرمز تنګي باید هر څه ژر چې ممکن وي د جګړې نه مخکې حالت ته وګرځي
د سعودي وليعهد محمد بن سلمان په قاهره کې د السیسي سره په لیدنه کې د سیمې د امنیت په اړه خبرې وکړې
په سومالیا کې د تورکیې له ملاتړ څخه د مننې په موخه لوی لاریون او غونډې ترسره شوې
د عمان په سواحلو کې د تیلو په یو ټانکر کښتۍ برید شوی دی.