نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
چین په غزه کې د دایمي اوربند او د روان کړکېچ پروړاندې د نړیوالو د ټینګو اقداماتو غوښتنه وکړه
د چین ولسمشر شي جین پینګ په غزه کې د سمدستي او دایمي اوربند غوښتنه وکړه او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې د فلسطین د خلکو د مشروع حقونو د ملاتړ لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.
چین په غزه کې د دایمي اوربند او د روان کړکېچ پروړاندې د نړیوالو د ټینګو اقداماتو غوښتنه وکړه
چین په غزه کې د دایمي اوربند او د روان کړکېچ پروړاندې د نړیوالو د ټینګو اقداماتو غوښتنه وکړه / AP

چین په غزه کې د دایمي اوربند او د روان کړکېچ پروړاندې د نړیوالو د ټینګو اقداماتو غوښتنه وکړه

د چین ولسمشر شي وايي، د غزې له جګړې وروسته حکومتداري او بیارغونه باید پخپله د فلسطینیانو او د  فلسطین حکومت  له اصل سره سم وي، او د فلسطین د خلکو ارادې ته درناوی وشي.

د چین ولسمشر شي جین پینګ په غزه کې د سمدستي او دایمي اوربند غوښتنه وکړه او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې د فلسطین د خلکو د مشروع حقونو د ملاتړ لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

د چین د شینهوا خبري اژانس په وینا، شي د سه شنبې په ورځ د فلسطین له خلکو سره د پیوستون د نړیوالې ورځې د نمانځنې په مناسبت د ملګرو ملتونو یوې غونډې ته په خپل د مبارکۍ پیغام کې وویل، د فلسطین مسله د منځني ختیځ د کړکېچ په زړه کې پرته ده، چې پر نړیوالې بې پری توب، عدالت او سیمه ییز ثبات اغېز کوي.

هغه وویل: "د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دایمي غړي په توګه، چین د فلسطین د خلکو د مشروع ملي حقونو د بیا ترلاسه کولو لپاره د عادلانه قضیې کلک ملاتړ کوي."

شي ټینګار وکړ چې په غزه کې کړکېچ له نړیوالې ټولنې څخه "ډیرو فعالو ګامونو" ته اړتیا لري ترڅو د نور کړکېچ مخه ونیول شي او ډاډ ترلاسه شي چې تاوتریخوالی بیا راپورته نشي.

"فلسطینیان باید پر فلسطین حکومت وکړي"

هغه زیاته کړه چې په غزه کې له جګړې وروسته حکومتداري او بیارغونه باید د "فلسطینیان پر فلسطین حکومت وکړي" له اصل سره سم ترسره شي، د فلسطین د خلکو ارادې ته په پوره درناوي او د سیمې د هیوادونو مشروع اندیښنو ته جدي پاملرنه وشي.

د اوږدمهاله حل لارو پر اړتیا ټینګار کولو سره، شي بیا تایید کړه چې د دوه دولتونو حل لاره د یوې جامع او تلپاتې سولې د ترلاسه کولو لپاره بنسټیزه لاره پاتې ده.

هغه په غزه کې د بشري وضعیت د ژر تر ژره ښه کولو او د فلسطین د خلکو د کړاوونو د کمولو پر بیړنۍ اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې د فلسطین مسله د نړیوالې حکومتدارۍ سیسټم د اغیزمنتوب ازموینه هم ده.

هغه له هیوادونو وغوښتل چې د فلسطین د مسلې له اصلي لاملونو سره مقابله وکړي، مسؤلیت په غاړه واخلي، قوي اقدامات وکړي، تاریخي بې عدالتۍ سمې کړي او د بې پرېتۍ او عدالت ساتنه وکړي.

 

وپلټۍ
تورکیې د مکې مکرمې شاوخوا کې د حوثیانو د ډرون هڅه او برید وغانده
تورکیې د ملي استخباراتو سازمان (MİT) رئیس ابراهیم قالن د رسمي سفر په ترځ کې افغانستان نه لیدنه وکړه
زیلینسکي روسیه په وروستیو اونیو کې یې دوه ځلې د هغه د الوتکې د ويشتلو په هڅې تورنه کړه.
د اروپايي ټولنې مشرې کاناډا ته د «ملګري غړي» پېشنهاد وکړ
په غزه کې د اسرائیلي بریدونو له امله د ۵ ماشومان په ګډون ۱۱ کسان وژل شوي دي
د تورکیې ځايي او ملي بې پیلوټه تعرضي الوتکې خپل یو بل ازمایښت هم په ډیر بریالیتوب سره بشپړ کړ
حوثیانو ادعا کړې چې د سعودي عربستان یوه F-15 جنګي الوتکه یې ویشتې ده
پر منځني ختیځ کې د امریکا پر اډو د ایران له بریدونو وروسته د پراخو زیانونو راپور ورکړل شوی
د امریکا د استازو جرګې پر ایران د بریدونو د بندولو طرحه تصویب کړه
د امریکا په لاس انجلس ښار کې یوې چورلکې سقوط وکړ او وروسته يي اور واخیست.
عربستان ویلي هوایي دفاعي ځواکونو يي هغه ډرون له منځه یوړه  چې مکې  هوایي حریم ته د ننوتو هڅه کوله
د تورکیې بهرنیو چارو وزیر فیدان: د هرمز تنګي باید هر څه ژر چې ممکن وي د جګړې نه مخکې حالت ته وګرځي
د سعودي وليعهد محمد بن سلمان په قاهره کې د السیسي سره په لیدنه کې د سیمې د امنیت په اړه خبرې وکړې
په سومالیا کې د تورکیې له ملاتړ څخه د مننې په موخه لوی لاریون او غونډې ترسره شوې
د عمان په سواحلو کې د تیلو په یو ټانکر کښتۍ برید شوی دی.