د قاتل اسرائیل په وروستیو بریدونو کې د ۴۶ ماشومانو په ګډون ۱۰۴ فلسطینیان شهیدان شول
د غزې د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې اسرائیلي پوځ له اوربند څخه په سرغړونې سره له تېرې شپې راهیسې په خپلو بریدونو کې د ۴۶ ماشومانو په ګډون ۱۰۴ فلسطینیان شهیدان کړي دي.
د قاتل اسرائیل په وروستیو بریدونو کې د ۴۶ ماشومانو په ګډون ۱۰۴ فلسطینیان شهیدان شول
د غزې د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې اسرائیلي پوځ له اوربند څخه په سرغړونې سره له تېرې شپې راهیسې په خپلو بریدونو کې د ۴۶ ماشومانو په ګډون ۱۰۴ فلسطینیان شهیدان کړي دي.
وزارت په یوه لیکلي بیان کې د اسرائیلي پوځ لخوا د غزې په تړانګه کې د وروستیو بریدونو د شهیدانو او ټپیانو په اړه معلومات شریک کړل.
په بیان کې ویل شوي چې اسرائیلي پوځ له اوربند څخه په سرغړونې سره له تېرې شپې راهیسې د غزې تړانګې په شمالي، جنوبي او مرکزي برخو کې په بریدونو کې د ۲۰ ښځو او ۴۶ ماشومانو په ګډون ۱۰۴ کسان شهیدان کړي او ۲۵۳ نور یې ټپیان کړي دي.
په اعلامیه کې ویل شوي، چې د اکتوبر له ۱۱مې راهیسې د نافذ شوي اوربند په ترڅ کې د اسرائیلو لخوا په غزې تړانګه کې د بریدونو له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۲۱۱ ته او د ټپیانو شمېر ۵۹۷ ته لوړ شوی، په داسې حال کې چې د ۴۸۲ کسانو جسدونه له کنډوالو را ایستل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۸مې راهیسې کله چې اسرائیلي پوځ په غزه کې نسل وژنه پیل کړه، د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۶۸ زره ۶۴۳ ته او د ټپیانو شمېر ۱۷۰ زره ۶۵۵ ته رسیدلی دی.
اسرائیلي پوځ، چې ادعا یې کوله حماس له اوربند څخه سرغړونه کړې، تېره شپه یې د غزې په بېلابېلو سیمو کې سخت بریدونه پیل کړل.
اسرائیلي پوځ ادعا کړې چې دغه بمبارۍ یې د غزې په جنوب کې د خپلو پوځیانو پر وړاندې د هغه وسله وال برید په ځواب کې کړي چې یو سرتېری په کې وژل شوی و، خو حماس له یاد برید سره هر ډول تړاو رد کړی دی.
اسرائیلي پوځ نن سهار له سختو بریدونو وروسته اعلان وکړ چې په غزه کې اوربند بیا پیل شوی دی. د اسرائیلي پوځ د ویاند په یوه بیان کې ویل شوي: "د حماس د سرغړونو په وړاندې په لسګونو ځایونو باندې د یو لړ بریدونو وروسته، د سیاسي ارادې د امرونو سره سم، اسرائیلي پوځ اوربند بیا پیل کړ."
د اسرائیلي رسنیو د راپورونو له مخې، اوربند د ځايي وخت په لسو بجو (د تورکیې په وخت ۱۱ بجې) پیل شو.