نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
جرمني د منځني ختیځ د کړکېچ له امله له شمالي عراق څخه خپل سرتېري وباسي
لسګونه جرمني سرتېري د عراق د کردستان سیمې په اربیل کې له خپلې اډې څخه بل ځای ته انتقال شوي دي.
جرمني د منځني ختیځ د کړکېچ له امله له شمالي عراق څخه خپل سرتېري وباسي
جرمني د منځني ختیځ د کړکېچ له امله له شمالي عراق څخه خپل سرتېري وباسي / AFP

د جرمني پوځ د پنجشنبې په ورځ وویل چې د "منځني ختیځ د مخ پر زیاتیدونکي کړکېچ" له امله یې په "موقت ډول" د شمالي عراق له اربیل څخه خپل ځینې سرتېري ایستلي دي. د جرمني د دفاع وزارت یوه ویاند دا خبره تایید کړه.

لسګونه جرمني سرتېري د عراق د کردستان سیمې په اربیل کې له خپلې اډې څخه بل ځای ته انتقال شوي دي.

ویاند وویل: "یوازې هغه پرسونل په اربیل کې پاتې دی چې د کمپ د عملیاتي وړتیا ساتلو لپاره اړین دي."

ویاند د کړکېچ د سرچینې په اړه څه ونه ویل، خو دا ګام وروسته له هغه اخیستل کیږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سیمه کې د امریکایي جنګي کښتیو، الوتکو او نورو وسلو د ډېرولو امر کړی او ایران ته یې د پوځي اقدام ګواښ کړی دی.

جرمني سرتېري په اربیل کې د ځايي عراقي ځواکونو د روزنې لپاره د نړیوال ماموریت د یوې برخې په توګه ځای پر ځای دي.

ویاند وویل چې له اربیل څخه د جرمني ځواکونو دغه بیا ځای پر ځای کول "له خپلو څو ملیتي شریکانو سره په نږدې همغږۍ" ترسره شوي دي.

په عراق کې جرمني ځواکونه د ناټو ماموریت (NMI) په ملاتړ فعالیت کوي، چې یو غیر جنګي مشورتي ماموریت دی.

وپلټۍ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د امنیتي اندېښنو له امله په توره بحیره کې د اوکراین په بندرونو کې د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ ودرېد
د ایران ولسمشر پزشکيان او د عراق لومړي وزیر زیدي د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
د هند لومړي وزیر د کانکور ازموینې سوالونو  افشا کوونکو ته د "سمدستي سزا" ورکولو امر وکړ
جاپان هیله ښودلې چې له فلسطین سره نړیوال ملاتړ نور هم زیات شي
د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین پر کړکېچ خبرې وکړې
امریکا په منځني ختیځ کې د جګړې له تودېدو سره پر ایراني پوځي اهدافو نوي بریدونه پیل کړل
په افغانستان ، پاکستان او هند کې د سختو بارانونو له امله د مړو شمېر مخ په زیاتېدو دی.
د یمن د حوثیانو لخوا په سره سمندرګي کې د سعودي عربستان پر ټانکرونو برید
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ممداني له فدرالي حکومت غوښتنه وکړه چې نتانیاهو ونیسي؛ وایي دوی یې د نیولو واک نه لري
د تورکیې د والیبال بریا؛ د ښځو او نارینه وو ملي لوبډلې د ملتونو لیګ (VNL) پایلوبو ته ورسېدې
په سومالیا کې د ترکي پوځیانو د دندې موده د نورو ۲ کلونو لپاره وغځول شوه
د امریکا د دفاع وزیر هیګسټ: له ایران سره د جګړې لګښت "۳۷.۵ میلیارده ډالرو ته لوړ شوی"
د روسیې په سویل کې د "وایلدبریز" پر لوجستیکي مرکزونو د بې پیلوټه الوتکو برید وشو