نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
په واشنګټن کې دوه تنه اسرائیلي ډیپلوماټان ووژل شول
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او په امریکا کې د اسرائیلو سفیر د چهارشنبې په شپه د واشنګټن ډي سي په پلازمینه کې د یهودي موزیم سره نږدې د ډزو پېښه وغندله چې په ترڅ کې یې د اسرائیلو د سفارت دوه کارکوونکي ووژل شو امریکا ولسمشر ټرمپ د سمدستي عمل ژمنه وکړه
په واشنګټن کې دوه تنه اسرائیلي ډیپلوماټان ووژل شول
/ AA

د امریکا په پلازمینه واشنګټن کې د اسرائیلو د سفارت د دوو تنو ډیپلوماټانو د وژنې نه وروسته د امریکا ولسمشر ټرمپ د سمدستي عمل ژمنه وکړه.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او په امریکا کې د اسرائیلو سفیر د چهارشنبې په شپه د واشنګټن ډي سي په پلازمینه کې د یهودي موزیم سره نږدې د ډزو پېښه وغندله چې په ترڅ کې یې د اسرائیلو د سفارت دوه کارکوونکي ووژل شول. دوی دغه پېښه د یهود ضد تاوتریخوالي عمل وباله.

ټرمپ په خپل ټروت سوشل پلیټ فارم ولیکل: "دا وحشتناکې وژنې چې ښکاره ډول د یهود ضد پر بنسټ دي، باید اوس ختمې شي! کرکه او افراطیت په امریکا کې ځای نه لري."

هغه د قربانیانو کورنیو ته خپله خواخوږي څرګنده کړه او دغه پېښه یې "ډېر خواشینونکی" وبلله.

په امریکا کې د اسراییلو سفیر یخیل لیټر د برید وروسته یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې قربانیان یوه ځوانع اسرائیلي جوړه وه چې د واده کولو په درشل کې وه.

هغه زیاته کړه چې ټرمپ د امریکا د لوی څارنوال پام بونډي له لارې شخصاً ورته زنګ وواهه او ژمنه یې وکړه چې د هغه اداره به د یهودیت  ضد پر وړاندې د مبارزې لپاره هر ممکن ګام پورته کړي.

لیټر د اسرائیلو او امریکا ترمنځ د یووالي ټینګار وکړ: "موږ به یو ځای ودرېږو، یو ځای به د هغو کسانو پر وړاندې ودریږو چې فکر کوي د وژنو له لارې به سیاسي ګټې ترلاسه کړي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل: "دا یو ډارن او یهود ضد تاوتریخوالی و. موږ به د دې پېښې عاملین ونیسو او عدالت ته به یې وسپارو."

د ډزو پېښه د پلازمینې یهودي موزیم مخې ته د پیاده لارې پر سر وشوه. د واشنګټن پولیسو تایید کړه چې مشکوک بریدګر وروسته موزیم ته ننوت او هلته ونیول شو.

د واشنګټن د پولیسو مشر پامېلا سمېت خبریالانو ته وویل: "موږ باور لرو چې برید یوازې د یوه مشکوک کس لخوا ترسره شوی چې اوس زموږ په ولکه کې دی."

د پولیسو په وینا، بریدګر د موزیم مخې ته په پیاده لارې کې ګرځېده او وروسته یې د څلورو کسانو یوې ډلې ته نږدې شو، وسله یې راوویسته او ډزې یې وکړې.

پولیسو بریدګر د شیکاګو اوسېدونکی ۳۰ کلن الیاس رودریګز په توګه پېژندلی دی.

په ملګرو ملتونو کې د اسراییلو سفیر ډاني ډانون وویل: "دا وژنه چې د یهودي موزیم مخې ته وشوه، یو وحشیانه عمل دی چې د یهود ضد ترهګرۍ څرګندونه کوي."

هغه زیاته کړه: "په ډیپلوماتانو او یهودي ټولنې برید کول د سرې کرښې د تېرېدو په معنا دي. موږ ډاډه یو چې د امریکا چارواکي به د دې جنایت عاملینو پر وړاندې قوي اقدام وکړي."

د پولیسو مشر سمېت وویل چې د چهارشنبې په شپه شاوخوا ۹ بجې (د پنجشنبې په سهار ۰۱:۰۰ GMT) د ډزو په اړه څو زنګونه ترلاسه شول.

کله چې چارواکي سیمې ته ورسېدل، یو سړی او یوه ښځه بې هوښه او بې ساه وموندل شول. د ژغورنې هڅو سربېره، دواړه مړه اعلان شول.

د واشنګټن ښاروال موریل بوزر خبریالانو ته وویل: "موږ به په راتلونکو ورځو او اونیو کې د ټولنې په توګه یو ځای ودرېږو او دا روښانه پیغام به ورکړو چې موږ به د یهودیت ضد زغملو ته چمتو نه یو."

وپلټۍ
د امریکا پوځ په ختیځ ارام سمندر کې یوه کښتۍ د مخدره توکو د قاچاق په تور ډوبه کړه
په ایران کې د امریکا په هوايي بریدونو کې ۱۸ تنه وژل شوي او ۱۴۲ نور ټپیان شوي دي
ټرمپ د ایران جګړې د پای ته رسولو د اعلان په اړه غور کوي
روسیه وايي، د مسکو پر لور روانې ۳۷ بې پیلوټه الوتکې یې نسکورې کړې دي
روسیه: "موږ د اوکراین لوژستیکي مرکزونه او هغه کښتۍ چې د پوځي موخو لپاره کارول کېدې په نښه کړل."
د امریکا په مینیپولیس ښار کې وسله وال برید کې ۲ تنه وژل شوي
اوکراین ولسمشر زیلینسکي وویل چې د اوکراین پر وړاندې د روسیې د بریدونو په اړه د نړۍ غبرګون کافي نه دي
له ایران سره تړلو هکرانو په امریکا کې پر حیاتي بنسټونو د سایبري بریدونو هڅه کړې ده
مصر: په سینا کې د بس د ټکر له امله ۱۶ کسان مړه شول
په لویدیځه غاړه کې، اسرائیلي سرتیرو په یوه جومات کې د عبادت پر مهال اوښکې بهونکي ګاز وکارول
د مصر په سینا کې د بس په یوه ټرافیکي پیښه کې ۱۶ تنو ژوند د لاسه ورکړ
په جرمني کې د اورګاډي یو تمځای تر څېرمه چاودنه شوې
د ایران سرې میاشتې ټولنه: امریکا په هرمزګان کې د واده پر مراسمو بمباري کړې، ملکي وګړي یې وژلي
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره لیدنه وکړه.
د تورکیې ولسمشر اردوغان د آذربایجان له ولسمشر علیف سره وکتل