منځنی ختیځ
3 د لوستلو دقیقې
د اسرائیلو د اپوزیسیون مشر د نتنیاهو د ایران جګړې پلانونو په تړاو د 'ملي خیانت' څېړنو غوښتنه وکړه
اویګدور لیبرمن نتنیاهو تورن کړ چې له ټاکنو مخکې یې پر امنیتي چارواکو فشار راوړی ترڅو داسې ګامونه پورته کړي چې له تهران سره شخړه رامنځته کړي.
د اسرائیلو د اپوزیسیون مشر د نتنیاهو د ایران جګړې پلانونو په تړاو د 'ملي خیانت' څېړنو غوښتنه وکړه
د اسرائیلو د اپوزیسیون مشر د نتنیاهو د ایران جګړې پلانونو په تړاو د 'ملي خیانت' څېړنو غوښتنه وکړه

د اسرائیلو د اپوزیسیون مشر اویګدور لیبرمن د دوشنبې په ورځ د نتنیاهو په اړه د ملي خیانت په شک د جنايي څېړنو پیلولو غوښتنه وکړه. هغه نتنیاهو تورن کړ چې د سه شنبې د ورځې په عمومي ټاکنو کې له ماتې څخه د تېښتې په موخه هڅه کوي اسرائیل له ایران سره جګړې ته کش کړي.

د اسرائیلو د دولتي نشراتي ادارې کان د راپور له مخې، د ښي اړخي یسرائیل بیتنو - Yisrael Beiteinu) ګوند مشر لیبرمن، لویې څارنوالې (ګالي بهاراو-میارا) ته یو رسمي غوښتنلیک سپارلی دی. لیبرمن په خپل لیک کې ویلي چې نتنیاهو په تېره یوه میاشت کې پر لوړ پوړو امنیتي چارواکو فشار راوړی ترڅو داسې ګامونه پورته کړي چې له ایران سره پوځي شخړه رامنځته کړي.

لیبرمن لیکلي: "په تېره یوه میاشت کې، نتنیاهو د امنیتي ادارو پر مشرانو فشار راوړی ترڅو داسې ګامونه پورته کړي چې له ایران سره د ناسمې محاسبې لامل کېدای شي."

هغه نتنیاهو تورن کړ چې د ټاکنو د بایللو د وېرې له امله هڅه کوي اسرائیل په بله جګړه کې ښکېل کړي.

لیبرمن وویل: "د ټاکنو په درشل کې جګړې ته د اسرائیلو د دولت د کشولو هڅه او یوازې د ټاکنیزې ماتې د وېرې له امله د اسرائیلي پوځ (IDF) د سرتېرو قرباني کولو ته چمتووالی، د دولت، د هغه د امنیت او اسرائیلي سرتېرو پر وړاندې ملي خیانت ګڼل کېږي."

د اسرائیلو د اپوزیسیون مشر لیبرمن زیاته کړه: "زه غوښتنه کوم چې د نتنیاهو پر وړاندې دې د ملي خیانت په شک سمدستي جنايي څېړنې پیل شي."

د اسرائیلۍ ورځپاڼې 'معاریف' د راپور له مخې، لیبرمن د دوشنبې په سهار د 103FM راډیو سټیشن سره په یوه مرکه کې هم ورته تورونه لګولي وو. لیبرمن ویلي و: "کله چې نتنیاهو غواړي موږ جګړې ته کش کړي، هغه په ښکاره ډول له دولت سره خیانت کوي." هغه نتنیاهو د ټاکنو د ماتې د وېرې له امله د سرتېرو د ژوند په قرباني کولو تورن کړ.

سیاسي-پوځي کړکېچونه

د اپوزیسیون مشر همدارنګه ادعا وکړه چې د اسرائیلو د سیاسي او پوځي رهبرۍ ترمنځ بې سارې ترینګلتیا شتون لري.

لیبرمن وویل، "د پوځي او سیاسي رهبرۍ ترمنځ اړیکې هېڅکله د نن په څېر ترینګلې نه وې." هغه د دې وضعیت لامل له ایران سره د یوې ناسمې محاسبې د پارولو لپاره د نتنیاهو هڅې وبللې او پر دې یې ټینګار وکړ چې د اسرائیلو د قوانینو له مخې هر هغه پوځي اقدام چې د جګړې یا پراخې شخړې لامل کېږي، باید د حکومت لخوا پرې بحث او تصویب شي. سربېره پر دې، لیبرمن نتنیاهو د مرکزي ټاکنو کمیسیون او د ټاکنو پایلو د مشروعیت په کمزوري کولو تورن کړ او خبرداری یې ورکړ چې دا ډول هڅې کولی شي د جدي کورنۍ شخړې، کورنۍ جګړې او د دولت د ړنګېدو لامل شي.

لیبرمن وویل: "په ورته وخت کې موږ وینو چې نتنیاهو د مرکزي ټاکنو کمیسیون او د ټاکنو پایلو ته د بې اعتباره کولو لپاره جدي هڅې کوي، حتی که دا د یوې سختې کورنۍ شخړې، کورنۍ جګړې او د دولت د ړنګېدو په بیه هم تماميږي." هغه ادعا وکړه چې نتنیاهو د ټاکنو د بایللو له احتمال څخه خبر دی او له همدې امله هڅه کوي له ایران سره کړکېچ زیات کړي.

لیبرمن وویل: "حتی نتنیاهو خپله پوهېږي چې ماتې خوري. همدا د هغه د وارخطایۍ او موږ جګړې ته د کشولو د هڅو اصلي لامل دی."

د لیبرمن د تورونو په اړه تر اوسه د نتنیاهو له خوا کوم غبرګون نه دی ښودل شوی.

 

وپلټۍ
پداسې حال کې چې په  منځني ختیځ کې د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ دوام لري، د واشنګټن له لوري د پام وړ
روسیې په اوکراین کې پر یو بندر او په یوې روانې باري بېړۍ د برید نه خبر ورکړی دی.
تورکیې په اردن کې پر یوې کلیسا شوی برید په کلکه وغانده
د اردن په سویل کې پر یوې کلیسا په وسله وال برید کې ګڼ شمېر کسان وژل شوي
کرملین وايي، له امریکا سره د شوي تړون له مخې د روسي ډیزلو وړونکی لومړنی ټانکر روان شوی دی
د فرانسې د ترهګرۍ ضد څارنوالان پاریس ته نږدې د مرګونې برید پلټنه کوي
نتنیاهو په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د 'بشپړ ټولبند' او د الخلیل د 'تړلو' امر وکړ
اردوغان د استانبول د منځګړیتوب په نهم کنفرانس کې د ډیپلوماسۍ پر دوام ټینګار وکړ
د نوي زیلاند جګپوړي پوځي قوماندان د 'نامناسبو اړیکو' له امله استعفا ورکړه
پنټاګون د لاکهیډ مارټین دفاعي صنایع شرکت سره  د ۸۵۰ ایف-۳۵ الوتکو تړون لاسلیک کړ
ټرمپ پر الهان عمر د جعلي هویت د کارولو تور و لګاوه او د هغې د استعفا غوښتنه یې وکړه
د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې د نښتې له امله ۴ پولیس او ۲ وسله وال وژل شوي دي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
سپینې ماڼۍ ویلي امریکا به د نوامبر د ۳مې نېټې د کانګرس له منځمهاله ټاکنو مخکې پر ایران برید ونکړي
د اروپا او منځني ختیځ لوړپوړي ډیپلوماټان به د منځګړیتوب ۹مې غونډې لپاره په استانبول کې راټول شي