منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
ټرمپ ادعا کړې چې امریکا د ایران پر خارک ټاپو پراخ بمي بریدونه کړي
د امریکا ولسمشر وايي، امریکايي ځواکونو د ایران پر خارک ټاپو پوځي اهداف بمبارد کړي، هغه ټاپو چې د دغه هېواد د اومه تېلو ډېری صادرات له همدې لارې کېږي.
ټرمپ ادعا کړې چې امریکا د ایران پر خارک ټاپو پراخ بمي بریدونه کړي
ټرمپ ادعا کړې چې امریکا د ایران پر خارک ټاپو پراخ بمي بریدونه کړي / Reuters
14 مارچ 2026

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، امریکايي پوځ د ایران پر خارک ټاپو یو لوی برید کړی او خبرداری یې ورکړی چې که د هرمز تنګي له لارې د کښتیو تګ راتګ ګډوډ شي، نو د دغه هېواد د تېلو بنسټیز تاسیسات به په نښه شي.

ټرمپ د شنبې په سهار پر خواله رسنیو ولیکل: "د امریکا مرکزي قومندانۍ (سنټکام) د منځني ختیځ په تاریخ کې یو له تر ټولو ځواکمنو بمي بریدونو څخه ترسره کړ او د ایران په ارزښتناک ټاپو، خارک کې یې هر پوځي هدف په بشپړه توګه له منځه یووړ."

"ما غوره وګڼله چې پر دغه ټاپو د تېلو بنسټیز تاسیسات له منځه یونه سم. خو که ایران یا بل هر څوک د هرمز تنګي له لارې د کښتیو په ازاد او خوندي تګ راتګ کې خنډ جوړ کړي، زه به سمدستي پر خپلې پرېکړې بیا کتنه وکړم."

بنسټیز ټاپو

که څه هم امریکا او اسرائیلو د دغه ټاپو په اړه له احتیاط څخه کار اخیستی، خو د ټرمپ ادارې د چارواکو له قوله ویل شوي چې په منځني ختیځ کې د امریکا او اسرائیلو د جګړې د دوام په صورت کې د خارک نیول یو له انتخابونو څخه دی.

د جي پي مورګن د یوه نوي راپور له مخې، دغه ټاپو چې د ایران له اصلي خاورې شاوخوا ۳۰ کیلومتره لرې موقعیت لري، د ایران د اومه تېلو شاوخوا ۹۰ سلنه صادرات له همدې لارې کېږي.

دغه ټاپو د منهاتن شاوخوا درېیمه برخه مساحت لري او کارپوهان وايي چې د دې پر وړاندې هر ډول اقدام به چټک غبرګونونه ولري.

د ایران بریدونو د هرمز په تنګي کې سمندري تګ راتګ تقریبا په ټپه درولی - هغه تنګی چې په عادي توګه د نړۍ د اومه تېلو او مایع طبیعي ګاز پنځمه برخه له همدې لارې تېرېږي - او د خلیج په نورو هېوادونو کې یې هم د تېلو پر بنسټیزو تاسیساتو اغېز کړی دی.

ټرمپ وویل، امریکايي سمندري ځواک به "ډېر ژر" د تېلو د صادراتو د بیا پیلولو لپاره له دغه تنګي څخه د ټانکرونو ملتیا پیل کړي، ځکه نوموړی په امریکا کې د تېلو د لوړېدونکو بیو د کنټرولولو هڅه کوي.

په خارک ټاپو کې د ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰ لسیزو پر مهال د ایران د تېلو صنعت د پراختیا په ترڅ کې مهم پرمختګونه وشول، ځکه په هغه وخت کې د دغه هېواد ډېری سواحل د لویو ټانکرونو لپاره ډېر کم عمقه وو.

 

وپلټۍ
حماس په غزه کې د اوربند په تړاو د اسرائیلو د سرغړونو د دوام له امله د نړیوالو اقداماتو غوښتنه وکړه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د فرانسې له ولسمشر امانویل مکرون سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
د ایران او امریکا ترمنځه د ۱۹۷۹ کال راهیسې د لومړي ځل لپاره په لوړه کچه مخامخ لیدنه وشوه.
د امریکا او ایران ترمنځه د روانو مذاکراتو د لومړي پړاو نه تر اوسه پورې کومه نتیجه نده ترلاسه شوې
د هالنډ د بهرنیو چارو وزیر: ناټو د امریکا د ګټو لپاره حیاتي ده، تورکیه کلیدي رول لوبوي
د جنوبي کوریا ولسمشر د اسرائیلي پوځیانو ظلم او څیره ټولې نړۍ ته ښکاره کړه
د امریکا مرستیال ولسمشر وینس د امریکا او ایران د مهمو خبرو پیلولو لپاره پاکستان ته ورسېد
اردوغان: د فلسطيني زندانیانو لپاره د اسرائيل د اعدام سزا د هټلر له تګلارو سره ورته ده
هرات کې پر یوه تفریحي ځای برید کې لږ تر لږه ۷ کسان وژل شوي او ۱۳ تنه نور ټپیان شوي دي
د ګرینلینډ لومړي وزیر د ټرمپ څرګندونې رد کړې
د تورکیې د ملي راډیو تلویزیون سره په ګډه جوړ شوي درې فلمونه د کن په فیستیوال کې سیالي کوي
اسرائیلو د غزې په بریدونو کې د دریم ټولګي زده کونکي په ګډون پنځه فلسطینیان ووژل شول
روسیې له اوکراین سره د ارتودوکس ایسټر جشن اوربند اعلان کړ
ټرمپ: ایران د هرمز تنګي له لارې د تېلو لېږد ته په اجازه ورکولو کې 'خورا کمزوری' عمل کوي
د پاکستان دفاع وزیر په لبنان کې د ۳۰۰ کسانو له وژل کېدو وروسته اسرائیل 'سرطاني غده' بللی دی