منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
اسرائیل په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې د ملګرو ملتونو د ادارې په مرکزي دفتر کې ودانۍ ونړولې
اسرائیلي ځواکونه او یو ښي اړخه وزیر د شیخ جراح په ګاونډ کې د UNRWA مرکزي دفتر ته ننوتل، ودانۍ یې ونړولې او د اسرائیلو بیرغ یې پورته کړ.
اسرائیل په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې د ملګرو ملتونو د ادارې په مرکزي دفتر کې ودانۍ ونړولې
اسرائیل په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې د ملګرو ملتونو د ادارې په مرکزي دفتر کې ودانۍ ونړولې / Reuters

اسرائیل په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې د ملګرو ملتونو د ادارې په مرکزي دفتر کې ودانۍ ونړولې

اسرائیلي ځواکونه او یو ښي اړخه وزیر د شیخ جراح په ګاونډ کې د UNRWA مرکزي دفتر ته ننوتل، ودانۍ یې ونړولې او د اسرائیلو بیرغ یې پورته کړ.

د عیني شاهدانو په وینا، د اسرائیلو ځواکونو او د دغه هېواد د ملي امنیت توندلاري ښي اړخي وزیر بن ‌ګویر د سه‌ شنبې په ورځ په اشغال شوي ختیځ بیت‌ المقدس کې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې (UNRWA) تړل شوي مرکزي دفتر ته ورننوتل او هلته یې ودانۍ ونړولې.

شاهدانو د انادولو خبري اژانس ته وویل اسرائیلي ډلې، چې لږ تر لږه یو بلډوزر ورسره مل و، د شیخ جراح په سیمه کې موقعیت لرونکي دې مرکز ته ننوتلې او په دغه ځای کې یې ګرځنده او دايمي ودانۍ ونړولې.

شاهدانو زیاته کړه چې اسرائیلي ځواکونو د ملګرو ملتونو بیرغ ښکته کړ او پر ځای یې د اسرائیل بیرغ پورته کړ.

د (UNRWA) ویاند جاناتن فاولر د (AFP) خبري اژانس ته په یوه بیان کې وویل چې اسرائیلي ځواکونه د سهار له اوو بجو لږ وروسته دغه مرکز ته «په زور ورننوتل».

هغه زیاته کړه: «دا پر UNRWA او د هغې پر تاسیساتو یو بې ‌ساری برید دی، او همدارنګه د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د امتیازاتو او مصونیتونو جدي سرغړونه هم ده.»

د بیت ‌المقدس د ښاروال مرستیال اسرائیلي چارواکي آریه کینګ، د امریکا پر ټولنیز رسنیز پلیټ فارم ایکس په یوه پوسټ کې UNRWA «نازي» وبلله او ویې ویل چې له اعتراضونو او فشار وروسته اوس له بیت ‌المقدس څخه د دې ادارې د ایستلو بهیر پیل شوی دی.

وپلټۍ
د مونیخ د دفاعي صنایعو د یوه شرکت مخې ته د قصدي اور اچونې هڅه
د پاکستان پوځ: "په خېبر پښتونخوا کې ۱۵ وسله‌وال له منځه یوړل شول"
ایراني توغندیو او ډرون الوتکو کویټ په نښه کړ
اسرائیلیانو په لویدیځه غاړه کې په یوه کلي برید وکړ: دوه فلسطینیان یې ووژل
د امریکا پوځ په ختیځ ارام سمندر کې یوه کښتۍ د مخدره توکو د قاچاق په تور ډوبه کړه
په ایران کې د امریکا په هوايي بریدونو کې ۱۸ تنه وژل شوي او ۱۴۲ نور ټپیان شوي دي
ټرمپ د ایران جګړې د پای ته رسولو د اعلان په اړه غور کوي
روسیه وايي، د مسکو پر لور روانې ۳۷ بې پیلوټه الوتکې یې نسکورې کړې دي
روسیه: "موږ د اوکراین لوژستیکي مرکزونه او هغه کښتۍ چې د پوځي موخو لپاره کارول کېدې په نښه کړل."
د امریکا په مینیپولیس ښار کې وسله وال برید کې ۲ تنه وژل شوي
اوکراین ولسمشر زیلینسکي وویل چې د اوکراین پر وړاندې د روسیې د بریدونو په اړه د نړۍ غبرګون کافي نه دي
له ایران سره تړلو هکرانو په امریکا کې پر حیاتي بنسټونو د سایبري بریدونو هڅه کړې ده
مصر: په سینا کې د بس د ټکر له امله ۱۶ کسان مړه شول
په لویدیځه غاړه کې، اسرائیلي سرتیرو په یوه جومات کې د عبادت پر مهال اوښکې بهونکي ګاز وکارول
د مصر په سینا کې د بس په یوه ټرافیکي پیښه کې ۱۶ تنو ژوند د لاسه ورکړ