لیدلوری
اقتصاد
5 د لوستلو دقیقې
تورکیه په انرژۍ کې خپل اهداف ترلاسه کوي
د ۲۰۲۴ کال پای ته رسېدو ته یوازې څو ورځې پاتې دي. تورکیې د دې کال لپاره په انرژۍ کې لوی اهداف ټاکلي وو.
تورکیه په انرژۍ کې خپل اهداف ترلاسه کوي
enerji / TRT World
4 دسمبر 2024

د دې اهدافو لویه برخه لا دمخه د کال پای ته رسېدو څخه وړاندې ترلاسه شوه. په نوي کېدونکي انرژۍ، طبیعي ګاز او پطرولو تولید کې د جمهوریت په تاریخ کې ریکارډونه مات شول.

تورکیې په کور دننه او بهر کې د پطرولو په تولید کې د ورځې له ۱۵۰ زره بیلره څخه زیات تولید ته رسېدلې ده. په دې توګه، د ورځې شاوخوا ۱ میلیون بیلره پطرولو اړتیا ۱۵ سلنه یې له ملي سرچینو څخه پوره کېده پیل شول.

په شرناق ګبار کې د ورځې د پطرولو تولید له ۵۷ زره بیلره څخه زیات شوی دی. په سیمه کې د نوو اکتشافي کارونو لړۍ دوام لري. پلان دی چې د دې کال تر پایه پورې په شرناق، حکاري او وان په ګډون په ټولیزه توګه په ۱۰۳ ځایونو کې د برمې کارونه په چټکۍ سره ترسره شي. همدارنګه ویل کېږي چې په دې سیمه کې ۶۶ میلیونه بیلره نوې زېرمې کشف شوې دي.

د ۲۰۲۵ کال لپاره هم د انرژۍ او طبیعي زیرمو وزارت د لارې نقشه روښانه ده. راتلونکی کال هدف په ۱۴۳ ځایونو کې د اکتشافي برمې ترسره کول دي. د دې لپاره له ۱۴۰ میلیارده لیرو څخه زیاته پانګونه پلان شوې ده.

په تور سمندر کې د طبیعي ګاز حفاري فعالیتونه هم له ټاکل شوي څخه زیات بریالي شوي دي. تورکیه چې د څلورو ژورو سمندري حفاریو، دوه اکتشافي څېړنو او ملاتړ یوه عصري بېړۍ  په ګډون ګنشمیر پرمختللې بیړۍ لري تولید یې هم دوه چنده کړی دی. د سکاریا په سیمه کې په ۲۰۲۳ کال کې د ورځې ۳.۸ میلیونه مکعب متره طبیعي ګاز تولید، د دې کال د یوولسو میاشتو د معلوماتو له مخې ۷ میلیونه مکعب مترو ته لوړ شوی دی. ټولټال د طبیعي ګاز تولید هم د ورځې ۸ میلیونه مکعب مترو ته رسېدلی دی. په دې توګه د ۳.۵ میلیونه کورنیو اړتیا له ملي سرچینو څخه پوره کېده پیل شول.

په دې توګه د روان حساب د کسر د کمولو په لور هم لویه مرسته وشوه. تورکیې په ۲۰۲۲ کال کې د طبیعي ګاز لپاره ۴۴.۶ میلیارده ډالره ورکړل. په ۲۰۲۳ کال کې دا شمېره ۲۳.۵ میلیارده ډالرو ته راټیټه شوه. تمه کېږي چې په ۲۰۲۴ کال کې به دا اندازه لا هم کمه شي.

تورکیه د ۲۰۲۵ کال لپاره د انرژۍ په اهدافو کې د پام وړ ودې وړاندوینه کېږي. د برېښنا په تولید کې د نوي کېدونکو انرژۍ سرچینو برخه ۴۷.۸ سلنې ته لوړول پلان شوي دي. د لمر، باد، ځمکني تودوخې او د اوبو برېښناکوټونو په تولید کې برخه لوړول د دې هدف تر ټولو مهم عناصر جوړوي.

راتلونکی کال کې پلان دی چې په تورکیه کې د لمر انرژۍ برېښناکوټونو نصب شوې ځواک ۲۲ زره ۶۰۰ میګاواټه ته، د باد انرژۍ برېښناکوټونو کې ۱۴ زره ۸۰۰ میګاواټه ته، د اوبو برېښناکوټونو کې ۳۲ زره ۳۹۵ میګاواټه ته او د ځمکني تودوخې برېښناکوټونو کې ۴ زره ۴۸۷ میګاواټه ته لوړ شي.

په دې چوکاټ کې به د نوي کېدونکو سرچینو ټولیز ځواک له ۷۴ ګیګاواټه څخه زیات شي.

د تورکیې د برېښنا لیږد شرکت د معلوماتو له مخې، تورکیه اوس مهال ۳۲ زره ۱۹۵ میګاواټه د اوبو برېښنا، ۱۲ زره ۳۶۹ میګاواټه بادي انرژۍ، ۱۸ زره ۷۵۶ میګاواټه لمریزه انرژۍ، او ۱۶۹۱ میګاواټه ځمکني تودوخې نصب شوې ځواک لري.

د نوي کېدونکو انرژۍ سرچینو ته پانګونې په زیاتېدو دي، په داسې حال کې چې د طبیعي ګاز د برېښنا تولید کې برخه په تدریجي ډول راټیټېږي. په ۲۰۲۳ کال کې د طبیعي ګاز د برېښنا تولید کې برخه ۲۱.۴ سلنه وه، چې په ۲۰۲۵ کال کې یې هدف ۱۸.۹ سلنې ته راټیټول دی.

همدارنګه د انرژۍ په برخه کې د بهرنۍ وابستګۍ کمولو په موخه، د ملي سرچینو د برېښنا تولید کې برخه تر دې کال پای پورې ۵۸.۹ سلنه، او تر ۲۰۲۵ کال پورې هدف ۵۹.۴ سلنه ته لوړول دی.

په نړۍ کې هم تمایلات د نوي کېدونکي انرژۍ په لور روان دي. د انرژۍ نړیوال سکتور په ۲۰۲۵ کال کې د یوه مهم بدلون لپاره چمتو کېږي. په ۲۰۲۴ کال کې د پاکې انرژۍ په تمایلاتو کې د پام وړ زیاتوالی ولیدل شو. په لمریزه انرژۍ کې د نصب شوې ظرفیت له پلوه د ریکارډونو په ماتولو سره زیاتېدونکي برېښنا تولید، د کاربن اخراج په کمولو کې لویه مرسته کړې ده.

سره له دې، د فوسیلي سون توکو په کارېدو سره کارکوونکي برېښناکوټونه د انرژۍ په تولید کې مهم رول لوبولو ته دوام ورکوي. د برېښنا غوښتنه په ځانګړې توګه د نړیوال اقتصادي بحران د اغېزو کمېدو سره، په چین، امریکا او هندوستان کې په چټکۍ سره زیاته شوه.

په نړیوالو طبیعي ګاز بازارونو کې بیا بیې بدلونونه ښکاره کړل.

د نړیوالې انرژۍ ادارې په وینا، تمه کېږي چې په ۲۰۲۵ کال کې د نړیوالې برېښنا غوښتنه شاوخوا ۴ سلنه زیاته شي؛ ټینګار کېږي چې دا به په لسیزو کې تر ټولو لوړ د ځواک زیاتوالي غوښتنه وي.

له همدې امله کېدای شي د نوي کېدونکي انرژۍ په غوښتنه یو ناڅاپه لوړه شي. تمه کېږي چې د لمر، باد او بیټرۍ ذخیره کولو په برخه کې وده په ۲۰۲۵ کال کې هم دوام وکړي. د نړیوال اقتصادي فورم له مخې، اټکل کېږي چې په ۲۰۲۵ کال کې د لمر انرژي به د نړیوالې برېښنا غوښتنې د زیاتوالي نیمایي برخه پوره کړي.

تمه کېږي چې په ۲۰۲۵ کال کې به د نوي کېدونکي انرژۍ تولید لومړی ځل له سکرو څخه مخکې شي.

د نړیوالې انرژۍ ادارې په وینا، تمه کېږي چې په ۲۰۲۵ کال کې به د برېښنا تولید څخه رامنځته کېدونکي کاربن ډای اکسایډ اخراجات ثابت پاتې شي. ټینګار کېږي چې که د اوبو برېښننا تولید له تمې څخه زیات وده وکړي، په اخراجاتو کې هم کمښت رامنځته کېدای شي.

له دې سره سره، د زیاتېدونکې غوښتنې سره، تمه کېږي چې په ۲۰۲۵ کال کې د برېښنا بیې لوړې شي.

وپلټۍ
لومړی وزیر مرز خبرداری ورکوي چې د جرمني اقتصاد د ودې له درېدو سره په یوه څلورلارې کې قرار لري.
امریکا په وینزویلا کې د خپل سفارت د بیا پرانیستلو لپاره چمتووالی نیسي
د جاپان په لویدیځ کې د ریښتر په کچه ۶.۲ درجې زلزلې، د سونامي خبرداری نه دی ورکړل شوی
اردوغان له ټرمپ سره په ټیلیفوني خبرو کې د وینزویلا او غزې په اړه اندیښنې څرګندې کړې
پاکستان بلوچستان او خیبر پښتونخوا ایالتونو کې د ځای پر ځای شویو ماینونو چاودنو کې دوه تنه وژل شول
روسیه ادعا کوي چې د سومي ولایت ته نږدې یو سرحدي مېشت ځای یې نیولی
حسینې د دورې تښتونو کې لږ تر لږه ۲۸۷ کسان وژل شوي، مړي یې په سیندونو یا ډله ییزو قبرونو کې اچول شوي
پاکستان او چین په افغانستان کې میشتو ترهګرو ډلو پر وړاندې د اقدام غوښتنه کوي
د اروپايي ټولنې له امریکا غواړي چې د وینزویلا له پوځي مداخلې وروسته نړیوالو قوانینو ته درناوی وکړي
د شیورون انرژۍ شرکت پخوانی اجرائیوي رئیس د وینزویلا د تیلو پروژو لپاره دوه میلیارد ډالر غواړي.
په پاکستان کې پر یوه موټر د برید له امله یو تن وژل شوی او ۸ نور ټپیان دي
کیوبا : په وینزویلا کې د امریکا د مداخلې پر مهال ۳۲ کیوبایي جنګیالي وژل شوي دي
روسیه وايي چې د اوکراین بې پیلوټه الوتکې په ۲۰۲۶ کال کې هره ورځ مسکو په نښه کوي
د سوریې پوځ په حلب کې د پخواني بعث رژیم سره د تړاو په تور اته کسان نیولي دي
شمالي کوریا داځل یو هایپرسونیک توغندی وازمایه