منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
یوې اسرائیلي ښځې توندلاري اسرائیلي وزیر بن ګویر ته: ته نازي یهودي ېې او د ټولو مرګونو مسئول يي
د اسرائیلي فعالانو له خوا د خپرې شوې یوې ویډیو له مخې، یوې اسرائیلي ښځې د اراد په جنوبي ښار کې د ایران د توغندیز برید په ځای کې د ملي امنیت له توندلاري وزیر ایتامار بن ګویر سره مخامخ شوه او هغه یې د مرګ ژوبلې او ورانیو مسؤل وباله.
یوې اسرائیلي ښځې توندلاري اسرائیلي وزیر بن ګویر ته: ته نازي یهودي ېې او د ټولو مرګونو مسئول يي
یوې اسرائیلي ښځې توندلاري اسرائیلي وزیر بن ګویر ته: ته نازي یهودي ېې او د ټولو مرګونو مسئول يي / Reuters

یوې اسرائیلي ښځې پر توندلاري اسرائیلي وزیر بن ګویر چیغې ووهلې او د اراد پر ښار د ایران تر توغندیز برید وروسته یې هغه د مرګ ژوبلې پړ وباله.

د اسرائیلي فعالانو له خوا د خپرې شوې یوې ویډیو له مخې، یوې اسرائیلي ښځې د اراد په جنوبي ښار کې د ایران د توغندیز برید په ځای کې د ملي امنیت له توندلاري وزیر ایتامار بن ګویر سره مخامخ شوه او هغه یې د مرګ ژوبلې او ورانیو مسؤل وباله.

ویډیو ښیي چې دې ښځې پر بن ګویر چیغې وهلې، هغه یې "یهودي نازي" بللی او د پېښې له ځایه د لیدنې پر مهال یې د "دې ټولو مرګونو" پړه پرې اچولې.

هغې په ویډیو کې ویلي: "ته یوازې مرګ راولې. دلته هیڅ کار نه لرې - زما له ښاره ووځه."

دا نښته وروسته له هغې وشوه چې د شنبې په شپه ناوخته د ایران یو توغندیز برید پر اراد ښار ولګېد او د اسرائیل د بېړنیو مرستو ادارې (MDA) په وینا، ۱۱۸ کسان یې ټپیان کړل.

د اسرائیل دولتي ټلوېزیون (KAN) راپور ورکړی چې توغندي په ښار کې یوه ټوله سیمه ویجاړه کړې او لسګونه اوسېدونکي یې ټپیان کړي دي.

بن ګویر د شنبې په شپه ناوخته د دې پېښې له ځای او همدارنګه په ډیمونا کې د یوه بل برید له ځایه لیدنه وکړه، چېرته چې د MDA په وینا په یوه جلا برید کې لږ تر لږه ۶۴ کسان ټپیان شوي وو.

سیمه ییز تاوتریخوالی له هغې راهیسې زیات شوی چې د فبرورۍ په ۲۸مه امریکا او اسرائیل پر ایران ګډ بریدونه پیل کړل، چې تر دې دمه یې د هغه وخت د ستر مذهبي مشر علي خامنه يي په ګډون تر ۱۳۰۰ ډېر کسان وژلي دي.

ایران د اسرائیل، اردن، عراق او خلیج هېوادونو په نښه کولو سره د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو په ځوابي بریدونو غبرګون ښودلی. ایران وايي چې په دغو بریدونو کې "د امریکا پوځي تاسیسات" په نښه کوي، چې د مرګ ژوبلې او بنسټیزو زیانونو ترڅنګ یې د نړیوالو بازارونو او هوايي چلند د ګډوډۍ لامل هم شوي دي.

 

وپلټۍ
د اسرائیلو پوځ د سوریې په قنیطره ولایت کې دوه کسان ونیول
د چین د سیچوان ایالت کې د ودانۍ د دېوال ړنګېدو له امله ۵ کسان وژل شوي
د هند په لویدیځ بنګال ایالت کې په یوه هوټل کې د اورلګېدنې له امله نهه کسان مړه شوي دي
ټرمپ یو داسې انځور خپور کړ چې د هرمز تنګی د "امریکا د خاورې" په توګه ښيي
په کابل کې پر یوه تعلیمي مرکز کې د چاودنې له امله  لږ تر لږه ۴۲ ماشومان ټپیان شوي دي.
لاوروف وايي روسیه او شمالي کوریا د نوي څو قطبي نړیوال نظم په لټه کې دي
اسرائیلو د سوریې په ادلیب ولایت کې د ابو ظهور پوځي هوايي ډګر بمبار کړ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.