نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
د امریکا د اسلامي اړیکو شورا له حکومته غوښتي چې هند د ځانګړې اندیښنې وړ هیواد په توګه اعلان کړي.
د امریکا د اسلامي اړیکو شورا وروسته له هغې چې راپورونه ورکړل شول چې د هندوستان په احمد آباد په ښار کې د ۸۵۰۰ څخه زیات د مسلمانانو کورونه ویجاړ شوي دي د  امریکا  له  بهرنیو چارو وزارت غوښتنه کړې چې هند د "ځانګړې اندېښنې وړ هېواد" په توګه اعلان کړي.
د امریکا د اسلامي اړیکو شورا له حکومته غوښتي چې هند د ځانګړې اندیښنې وړ هیواد په توګه اعلان کړي.
/ AP

د امریکا د اسلامي اړیکو شورا له حکومته غوښتي چې هند د ځانګړې اندیښنې وړ هیواد په توګه اعلان کړي.

د امریکا د اسلامي اړیکو شورا (CAIR) وروسته له هغې چې راپورونه ورکړل شول چې د هندوستان په احمد آباد په ښار کې د ۸۵۰۰ څخه زیات د مسلمانانو کورونه ویجاړ شوي دي د  امریکا  له  بهرنیو چارو وزارت غوښتنه کړې چې هند د "ځانګړې اندېښنې وړ هېواد" په توګه اعلان کړي.

ددې شورا  اجرائیوي رئیس، نهاد عواد، د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل: "د هند د ښي اړخي هندوانو حکومت د هند مسلمانانو په نښه کول زیات کړي دي. تاوتریخوالی او قومي پاکونه ورځ تر بلې زیاتېږي."

هغه زیاته کړه: "اوس وخت دی چې د بهرنیو چارو وزارت هند د ځانګړې اندېښنې وړ هېواد په توګه وپېژني او د مودي حکومت د مسلمانانو، عیسویانو، سیکانو او نورو لږکیو پر وړاندې د تاوتریخوالي د دوام مخه ونیسي."

له دې وړاندې، په یوه راپور کې ویل شوي وو چې په دغه سیمه کې د غیرقانوني جوړښتونو د لرې کولو په پلمه د ۸۵۰۰ څخه زیات کورونه ویجاړ شوي، چې په زرګونو مسلمانې کورنۍ یې بې کوره کړې دي.

راپور زیاتوي چې که څه هم چارواکي ادعا کوي چې دا اقدام د "غیرقانوني بنګله دېشي کډوالو" پر وړاندې دی، خو ډېری هغه کسان چې کورونه یې له منځه تللي، له لسیزو راهیسې په دې سیمه کې اوسېدل.

راپور همدارنګه څرګندوي چې دغه اقدام په ښکاره ډول مسلمانان په نښه کړي، ځکه چې د هندوانو ملکیتونه خوندي پاتې شوي دي.

د هند مسلمانانو په نښه کول

په وروستیو کلونو کې، د لومړي وزیر نریندرا مودي حکومت د هند مسلمانانو پر وړاندې خپل اقدامات زیات کړي دي.

د اپرېل په میاشت کې، د هند پارلمان د وقف قانون کې جنجالي بدلونونه تصویب کړل، چې په هېواد کې یې په څو برخو کې مظاهرې او د دې قانون د لغوه کولو لپاره قانوني مبارزه راوپاروله.

د هند مسلمانانو دا اقدام د دې لپاره وګاڼه چې د وقف بورډونو جوړښتونه بدل کړي، د دولت څارنه زیاته کړي، او لومړی ځل د غیرمسلمانانو ګمارنه په دې بورډونو کې ممکنه کړي.

د کلونو راهیسې، د مودي حکومت د مسلمانانو ملکیتونه او کورونه ویجاړوي، چې منتقدین یې د ډله ییزې سزا په توګه یادوي.

په هند کې شاوخوا ۲۰۰ میلیونه مسلمانان ژوند کوي، چې د ټول نفوس شاوخوا ۱۴ سلنه جوړوي. ډېری یې د کرکې جرمونو سره مخ دي او په ټولنیز نظام کې په ټیټه کچه کې ځای لري.

وپلټۍ
د پاکستان په سویل لویدیځ کې په نښته کې ۱۱ امنیتي سرتېري او ۱۹ ترهګر وژل شوي
د ناټو د انقرې سرمشریزې اعلامیه خپره شوه
روسیه: اوکراین د نړیوالې انرژۍ زیربناوو پر وړاندې د ترهګریزو کړنو تمایل لري
ناټو سازمان ۳۶ مه سرمشریزه د کوربه هیواد تورکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په پرانیست وینا پیل شوه.
د امریکا ولسمشر ټرمپ وویل چې د ایران سره اوربند پایته رسیدلی خو مذاکرات کیدای شي دوام ومومي
ایران وايي په بحرین او کویټ کې  په ۸۵ امریکايي مرکزونو توغندیز بریدونه کړي دي
امریکا پر ایران باندې د بریدونو نوې څپه پیل کړه
اردوغان په انقره کې د ناټو سرمشریزې په مېلمستیا کې د مشرانو کوربه توب وکړ
د تورکیې ولسمشر په پلازمینه انقره کې د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره لیدنه وکړه
د تورکیې ولسمشر اردوغان په انقره کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د امریکا ولسمشر  ټرمپ سره لیدنه وکړه
د افغانستان د کرکټ پخوانی چټک توپ اچوونکی شاپور ځدراڼ د اوږدې مودې ناروغۍ نه وروسته وفات شو.
کرملین: د انقرې د ناټو سرمشریزه له نږدې څارو
د انقرې ناټو سرمشریزه د دفاعي صنایعو د فورم په پرانیستلو سره پیل شوه
د سوریې په پلازمینه دمشق کې غبرګې چاودنې شوي دي.
د پاکستان په بلوچستان کې پر یوې امنیتي پوسته د ترهګریز برید په پایله کې ۹ پولیس وژل شوي